د (م. شاهین) لیکنه –

سوله؛ هغه ورکه کوتره چې هر رښتیني افغان شپې ورځې په سمه، غره، باغونو، چمنونو او بېدیاوو کې وپلټه، خو تر اوسه هېچا نه ده پیدا کړې او په نشتوالي کې یې افغان ملت هره ورځ ځورېږي، خوږېږي او سپکېږي.

د کره سرچینو پر بنسټ د سولې عالي شورا لپاره د نوې رهبرۍ پر ټاکلو پرېکړه شوې او تمه ده، ډېر ژر خپلې دندې پیل کړي. مخکې له دې چې د دوی په بریا او ناکامۍ بحث وکړو؛ راځئ په لنډه توګه د دغه رهبرۍ غړي په شخصي توګه وڅېړو چې د سولې عالي شورا ناکامولی شي او که یې بریالۍ کولی شي. له دې وړاندې راځئ ومنو چې په افغانستان کې د اصلي ګوندي نظام د نشتوالي له کبله د قومي او سمتي اساساتو په پام کې ساتل یو دود دي. په حقیقت کې دا منطقي هم نه ده چې د یوې ادارې ټول کارکوونکي دې یا یوازې پښتانه وي، یا تاجک، یا ازبک او یا د بل قوم. د مجبوریت پر بنسټ باید برابري په پام کې ونیول شي.

د سرچینو پر بنسټ پیر سیداحمد ګیلاني د سولې عالي شورا د رییس په توګه ټاکل کېږي. نوموړی د یو داسې ګوند مشر دی چې د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال یې په جهاد کې پراخه ونډه درلوده، د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته یې له کورنۍ جګړې ځان ګوښه کړ او یو بې پرې ګوند پاتې شوی دي. محمد کریم خلیلي د سولې عالي شورا د لومړي مرستیال په توګه ټاکل کېږي. که ژور فکر وکړو په هزاره مشرانو کې خلیلي تر ډېره یو متعدل او نرم لاری شخص دی. نه یې د چا سینې غوڅې کړې او نه یې د چا په سر مېخونه وهلي، بلکې په سوله ییزه لار یې د خپلو پلویانو د حق غوښتنه کړې. مولوي فضل احمد معنوي چې تمه ده د سولې عالي شورا د دویم مرستیال په توګه وټاکل شي؛ د دوی! ټولو په پرتله یو عالم شخص دی او په تېرو ۱۵ کلونو کې یې ځان د یوې معتدلې څېرې په توګه مطرح کړی. د سولې عالي شورا درېیم مرستیال به مولوی خیبر وي چې دی هم دیني عالم دی او تر ډېره اغیزمن ثابتېدلی شي. غلام فاروق وردګ چې تمه ده، د سولې عالي شورا د درالانشا د رییس په توګه وټاکل شي؛ د سولې په برخه کې یو مجرب شخص دی، تر دې وړاندې یې هم په دې پوست کار کړی، د افغانستان – پاکستان د امن د ګډو جرګو ټوله مشري ده کړې ده او د جرګو او مرکو په جوړولو او پرمخ وړلو کې بشپړه تجربه لري.

له پورته شننې په ډاګه کېږي چې د سولې عالي شورا نوې رهبري نسبتاً ښه ټاکل شوې او که نور هېڅ نه وي، ویلی شو چې د بدتر او بد په منځ کې بد ته لومړیتوب ورکړل شوی.

د سولې عالي شورا ولې ناکامه شوه؟

که له حقیقت سترګې پټې نه کړو د استاد برهان الدین رباني پرمهال د سولې عالي شورا یو څه لاسته راوړنې درلودې او د سولې لپاره یې هڅې پیل کړې وې، خو د ده تر وژنې وروسته د سولې عالي شورا د تنخوا وېشلو په یوه ژرند بدله شوه، ښاغلي کرزي خپلو د دېرې یارانو ته د تنخوا یو مناسب ځای پیدا کړ. د دې ترڅنګ د سولې عالي شورا واګې یا بهرنیو چارو وزارت ته ورکړل شوې او یا هم خپله په ارګ کې مخ پر وړاندې تلې.

اوس څه کول په کار دي؟

پورتنیو ټکو ته په پام سره، د سولې عالي شورا ته باید بشپړ واک ورکړل شي؛ لکه څه ډول چې په جرګو او مرکو کې دريېم ګړو مرکچیانو ته بشپړ واک ورکول کېږي، سولې عالي شورا ته هم باید دا ډول واک ورکړل شي، داسې چې هم پر حکومت نیوکه وکړی شي او هم پر مخالفو ډلو؛ د دواړو تر منځ باید منځګړي توب او بې پرې توب غوره کړي.

امنیت شورا، ملي امنیت او یا هم بله کومه اداره د سولې عالي شورا په چارو کې لاسوهنه و نه کړي، بلکې د سولې شورا ته ټول هغه اسناد په واک کې ورکړي چې اړتیا ور ته لري. د دې ترڅنګ د سولې خبرې که له امریکا سره وي، له پاکستان، چین او یا بل هر هېواد او هرې ډلې سره؛ وروسته تر دې نه د بهرنیو چارو وزارت له خوا وشي او نه هم له کوم سفارت څخه، بلکې په مستقیم ډول یې د سولې عالي شورا رهبري کړي. په کورنۍ کچه د سولې عالي شورا باید د رسنیو له لارې له کوم عذر پرته هره ورځ د عالمانو او پوهو کسانو لپاره د مباحثې، پوښتنو او ځوابونو لپاره موکه برابره کړي او عامو هېوادوالو ته بشپړه زمینه برابره کړي چې د سولې په اړه خپل نظر شریک کړي.

One thought on “د سولې عالي شورا د نوې رهبرۍ مشروطه بریا”
  1. چئ د معنوي نوم مې ولېذپوه شوم چې دا د لیوانو نوې ډله، بلکه
    تر نوې پوستکي لاندې هما غه پخوانئ ډله ده

ځواب ورکول شپون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *