حامد مایار

د تېرو څوارلسو کلونو نامالوم مزل تعقیب یو ځل بیا دا په زباد رسوي چې د سولې ټينګښت ته د شعار او خیال په سترګه کتل کیږي.

د سولې ناکام چوکاټ ته د نااغېزمنو او بدنامو اشخاصو ګمارل نه یوازې بې ګټې دي بلکې د خلکو د اذهانو د کرک کېدو لامل کرځي.

د سولې په راس کې د مخکنیو مشرانو ( رباني، ګیلاني) له استعمال وروسته اوس د خلیلي ټاکل د سولې ټينګښت ته نه یوازې هغه شته هیلې زیانموي تر څنګ یې په یو ډول د حکومت خپله اعتراف دی چې دوی سوله ته قوي اراده نلري.

د مرحوم رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا کې د ملیونونه ډالرو له مصرف پرته بل هیڅ لاسته راوړنه نه وه، د شورا له مسولو کسانو به چې د لاسته راوړنو پوښتنه وشوه دوی به د ځان خلاصون په خاطر د سولې د غلط چوکاټ بهانه کوله.

له حزب اسلامي سره د مرحوم ګیلاني لاسته پر ځای خو د طالبانو سره یې د سولې هڅې له ثمره خالي ګڼلی شو.

دا مهمه نه ده چې د سولې مخکیني او اوسني مشران به ښه او یا هم بد خلک وي مهمه دا ده چې دغه اشخاص طرف واقع دي او د مخالف جهت (طالبانو) سره هم په فکري او هم په ټولنیزو چوکاټ کې ستونزه لري.

دوی طالبانو ته د ترور لومړي مهرې ښکاري، دوی کلونه کلونه له طالبانو سره د مرمیو تبادله کړې، تر منځ یې مرګونه شوي، داسې مرګونه چې هېریدل او بښل یې دې خلکو ته اسانه کار نه دی.

که دا فرض کړو چې د دوی تر منځ مرګونه او جګړې نه دي شوې خو دا د لمر په څېر روښانه خبره ده چې په تېرو څه باندې دو لسیزیزو کې  دوی د طالبانو پر ضد تبلیغ کړی.

طالبان هم پریښتې نه دي هغوی هم ګڼې ستونزې لري، خو مهمه دلته دا ده چې سولې ته مناسبه فضا برابره او دا بهیر بریالي پړاو ته ننوځي.

کریم خلیلي ممکن یو څه نرم مزاجه سړی وي خو طالبانو سره یې اړیکې، پخوانۍ ستونزې اوسنی نظر د دې ښکارندوي کوي چې د سولې تش په نامه هڅې به پخوانۍ بابولالې وي.

د حکومت له اړخه چې د سولې په برخه کې ستونزې له ورایه ښکاري نو د طالبانو بهانې به لا زیاتې شي، ځکه دواړه لوري عام ولس پيژني چې ملي ګټو ته یې تل پام کم او ډېر تمرکز یې په شخصي ګټو ولاړ وي.

ښه خبره دا ده که حکومت په ځانکړې ډول ولسمشر خپلې ژمنې پوره کول غواړي، د ولس لوی آرمان پوره کول غواړي، په دې وطن یې زړه درد کوي، له شرط او مطلب پرته په دې خاوره کې سوله غواړي نو په کار ده چې داسې یو منځلاری کس د سولې شورا راس ته راولي چې هغه هم د مخالفو جهتونو په مزاج برابر او د ولس له هر کلي سره مخ شي.

One thought on “د سولې غلط چوکاټ|| حامد مایار”
  1. څه جوار لانده دی او څه ژرنده پڅه ده .
    فکر کوم طالب هیڅ نه غواړي سوله وکړي. هغه په سوله کې خپل مرګ او اضمحلال ویني، طالب تر اوسه سیاسی شعور نه لري چې له مقابل لوري سره خبرې وکړي . بنا کله چې منطق نه وي د جنګ لار غوره کيږي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *