لیکنه : خوشحال آصفي

په داسې حال کې د امريکا او وسله والو طالبانو استازیو تر منځ په قطر کې د سولې روانو خبرو ته تر پخوا اوس هيله مندي ډېره شوې؛خو دې هیلې ته د رسېدو د بیې،څرنګوالي او پایلې په اړه ځینې پوښتنې او اندېښنې مطرح کېږي.

که څه هم د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ځلونه افغانانو ته په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړی،چې له وسله والو طالبانو سره د دوی هوکړه به د افغانانو په ګټه وي او اوربند ته به زمینه برابره کړي،خو افغان ولس د دې هوکړې په اړه اندېښنې او ځينې پوښتنې لري.

په ډېرو مجلسونو کې دا موضوع مطرح کېږي،چې:
– که د سولې خبرې بریالۍ شوې د افغان پوځ سرنوشت به څنګه شي؟
– کومې مرستې،چې اوس له افغانستان او افغان پوځ سره کېږي؛ به درېږي که دوام به لري؟

– آیا بیا به د ګاونډیو او سیمې هېوادونو تر ستوني تېرېږو؟

– آیا رښتیا هم له سولې وروسته د اوسني حکومت ته لاره هوارېږي؟

– آیا ټاکنې به وشي که نه؟

ـ آیا مؤقت حکومت را منځته کېږي؟
– آیا حکومت به سقوط شي؟
او…
خلک حق لري،چې دا پوښتنې وکړي او ځوابونه یې هم تر لاسه کړي،ځکه د سوله،جګړه او هر ډول هوکړه د دوی له سرنوشت سره تړلې موضوعات دي.سوله باید راشي،خو په کوم قیمت؟ دا باید ټولو افغانانو ته واضحه وي.

د سولې ارزښت


په دې ټول پوهېږي،چې له سولې وروسته په ټول هيواد کې آرامي راځي او کورني او بهرني پانګوال هم په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کوي چې ورسره به په زرګونو بېوزله او وزګارو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

اوس،خو هره ورځ د جګړې په ډګر کې افغان امنيتي ځواکونه په لکونو افغانۍ زیان کوي؛ یعنې روانه جګړه، اوسمهال افغان حکومت ته په لکونو افغانۍ ورځنی تاوان رسوي، خو که سوله حاکمه شوه؛ د جګړې په برخه موجوده لګښتونه به هم ختم شي او له دغو پيسو به د افغان امنيتي ځواکونو په تمويل او تجهيز کې استفاده وشي.

بله مهمه موضوع دا ده،چې که سوله وشي نو امنيتي وضعیت کاملاً ښه او د قانون پلي کېدو ته زمینه برابرېږي او بيا به  د کانونو غير قانوني کيندنه هم بنده او کانونه به کاملاً د حکومت تر کنټرول لاندې راشي.له زورواکو سره به حساب کتاب هم چټک او خلکو ته د لا ښه خدمت موکه په لاس ورشي او د کانونو د قانوني کيندنې له لارې به وکولی شي په بشپړه توګه پر ځان بسيا او د امنيتي ځواکونو د تمويل او معاشاتو د ورکړې تر څنګ به نور ولس ته هم د کار زمينه برابره شي.

د سولې د خبرو موخه باید روښانه وي،څو خلک د اندېښنو په جال کې ګیر او پر نړیوالې ټولنې لا بې باوره نشي.

ځکه تېرو کلونو له وسله والو طالبانو غوښتنه دا وه،چې دا ډله باید له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي،وسلې پر ځمکه کښېږدي او د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي،خو اوس شرطونه په نوې بڼه مطرح کېږي او دغسې موارد د دې لامل ګرځي،چې خلک د راتلونکې په اړه اندېښنه ولري.

څه باید وشي؟

لومړی خو په هر ډول،چې کېږي د موجوده نظام ملاتړ وشي او له افغانستانه د ترخو تجربو لابراتور جوړولو او د حکومت د سقوط اجازه ورنکړو.

دویم دا،چې نړېوالې ټولنې ته دا پیغام ورسوو،چې موږ ژوندي یو او ستاسو کړنې څارو؛ نو داسې څه مه کوئ،چې افغان دردېدلی ولس یو ځل بیا د اور په نوې څپې کې وریت شي.


دریم ګام کې باید زموږ حکومت د سولې د خبرو په پروسه کې جداً شامل شي،ځکه ناخبري به یې هم په لسګونو پوښتنې را ولاړې کړي.

او څلورمه موضوع،چې ډېره مهمه ده؛ باید دا هم معلومه شي،چې تش په نوم سوله راځي که واقعي او داسې سوله،چې افغانان یې څلور لسیزې په تمه وو؟


په دې هر څوک پوهېږي،چې افغانان نور له جګړو ستړې شوې او د سولې تږي دي، نو ټولو اړخونو ته په کار ده،چې د ولس له پاک احساس او سرنوشت سره داسې لوبه ونشي،چې بیا یې جبران ټولو ته ډېر ګران وي.

One thought on “د سولې قیمت د حکومت سقوط دی؟”
  1. سلا مو نه
    سوله اصلا قیمت نه لری او ارزښت یی په یوه ټو لنه کې له هرڅه نه لوړ دی . سوله خپله هغه جهان بینی ده چې هېڅ ډول انحصار، خود خواهی ، زور او فشار نه منی سوله کی د یوې تولنې هر اړخیزه ثبات ، شتون او ر سالت نغښتی ، کیف او کان به دقیق دول څېږی او هزدول هیاهو او غوغا نه ډډه کوی سقوط سره د سولې ملګړتیا نه کیږی انحصار قیمت منخ ته راوړی. سوله پرچمئ خلقئ او یا برعکس نوماند نه منی هر زور واک پېژنی او نور خواک او بې باک ابن الوقت سره سازش نشی کولی سوله جوړه ده او روغه . سوله په معاصره نړۍ کې کومه معجزه هم نه ده چې امکان نه لری خو سوله را وستل یا سوله کول به هره ټولنه کې د احسن الخالقین او د احسن التقویم بر بنا مفهو م اوستر ویاړ او بر یا ده وښه او انسانی صفت دی :
    ښه ده ، ښه ده دا دنیا
    چې توښه ده دعقبی په دیا کې بدی نه شته که بدی نه وی له تا
    دا بحث ډېر اوږدېږی دا به برېږد . زما هدف په تبصره کې له تا سره مسابقه او کوم توبیر نه دی زه ستا لیکنو سره اړیکی لرم پوهېږ م چې نیوکه دېره اسانه کار دی په ځانګړې توګه دکړکېچو نو او پېچومو وخت کې ،خو ما سره په ټوله کې سوچ دادی او له کوم وخت نه چې د افغانستان کړکېچ څېړم دغه پوښتنه ما سره نا حله باتې ده چې موږ ولې دومره احساساتی ا و به وچ سیاست مین خلک یوولې سوله نه شو کولی خو سهار اوبېګاه مودا څه حال دی ؟ په څلورو لسیزو کې به دی بریالی نه شو ، چې دخبل مظلوم هېواد بشپړ« برخلیک» ته په سوله کې عملی جامه ورواغوندو.؟ مګر سوله شاخ اوښکر لری موږ چې خبله څه نه شو کولئ او دغه زمینه مو مساعده کړه چې نور زموږ کورکې کار ولری نو بیا ………………..
    کله چې بهرنی دسولې ناری وهی ولې مونږ به سیمه ایزه توګه ، اسلامی جهان بینۍ ،پوهه او ضرورت ،نړیواله تګلاره، او دیوووالی به خاطر نه شو کولی را ځی چې لږ شاته وګورو او له خبلو سهوو اوغلطیونه یو څه زده کړوا و نن له سبا سره، ا وسبا له بل سبا سره، مقا یسه کړو چې موږڅه کوو،څه کړی دی و او څه به وکړو؟
    بل بنسټیزه مشکل دادی چې مونږ ډېرد قدرت تږی او شهرت وږی یو او په همدی نوم اوحرص مو دتولنې نفس ویستلی چې اوس طبیب ته ضرورت لری ددې بهیر ترڅنګ ځینې کسان ډېر بې وخته مشهوره شول چې ه ددې ملت لپاره یې هېڅ نه دی کړی او ځینو بیا په تا ریخی لحا ظ دومره ناروا او خاین کارونه کړی چی سالم عقل یې نه منی او ټولنه یې غندی . د سولې مکانېزم ، اهداف ، لوړې او ژورې او په تېره بیا د سولې ملی او سیاسی اصول اوضوابط باید ملت ته تر یوه حده پټ نه بلکې راڅرګند وای وېره ده چې بیا د بن معاهده ور نه جوړه نه شی خکه خلیل زاد دا فغانستان کړکیچ کې ښه سابقه نه لری د شپا نه اولیوه کیسې تکرار ېدونه اعتبار مهم دی ځکه یو شمیر تېر وتلو خلکو د احسا سا تو په لړکې د هغه د تېلو او تمبو مرکونه چې له وخته مخکې یې تبلیغ کړې اود شا باش ا وزنده باد په شعار کې یې پهلوان یې وګاڼه خو د غنی بابا له اقتصادی او انکشافی بروژو سره یې که مقایسه کړو افغانستا ن په وچه باندې تړلئ هېواد لقب یا نوم نه د خلاصېدو به څلور لاری بدلیږی چې دا ډیره مهمه او تا ریخی مسله ده ای بې انصا فه خلکو! دغه ډول سیاست له وچ سیاست سره د ځمکې او اسمان توپیر لری د غنی بابا اقتصادی بحث
    داسلام اباد به ستراتزیک انستیتوت کې ډېر مهم وه چې دا سلام اباد له سیاستمدارانو او واکدارا نو سره یې په دبلوماتیکه توګه بشيړکړاو هغو ته یې وښوده چې افغانستا یو خبلواک ،ازااد او مسثقل هېواد دی . او ولس مشر لری ! دنر خبره رغنده وی په پای کې اوس هم سروخت چې ولس خپل غوږونه دسولې روغې به ټولو اړخونوبه بشپړدول خلاص کړی او داد هر افغا ن مسلم ،په داګه او څرګند حق دی چې نورو ته اړه نه بیداکیږی او نه ورته وه.

ځواب ورکول ع. شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *