د طالبانو د بیا زیږیدو تر ننه طالبانو د سولې لارویان له مخې لیرې کړي او هغوی ته یې هر کلی ویلی چې په جګړه باندې ټینګار لري.
له دې سترګې نه شي پټیدلی چې د طالبانو په لیکو کې هغوی ډیر واکدار دي چې په جګړه تمرکز لري او د جګړې او افغان وژنې ښه پلانونه له ځان سره لري.
د طالب جګړه ډیزان شوې د دې لپاره ده چې څنګه افغانستان له پرمختګ راوګرځوي او څنګه افغانان یا ووژني او یا یې له یو بل سره په دښمنۍ واړوي.
اوس چې طالب د جګړې او فساد لپاره افغانستان کې ښه بستر برابر کړی دی، د جګړې سوداګر د طالب چوکاټ ته ننوځي او له همدې ادرس څخه خپلې ګټې لاس ته راوړي او طالب لپاره ناامني جوړوي.
د طالب په چوکآټ کې هر څوک چې سیمې ډيرې ناامنه کړي، ډیرې جګړې وکړي او ډیر خلک ووژني، هغه په هغه سیمه کې هر څومره ملي شتمني چور کړي، طالب ورته هیڅ نه وایي، دا سیمې د دولت له واک وتلي سیمې وي او طالبان پکې پیسې ټولي او خپلو کې یې ویشي.
نو دا جګړه اوس د طالب لپاره هم ډیره پیچلې شوې ده، طالب هم د جګړې په ځینو ابعادو خبر نه دی، خو د دې لپاره چې تر واک لاندې سیمه یې پراخه وي، او پراخه پيسې لاسته راوړي، هر هغه کس یې ځان ته منسوب کړی چې ګډوډي یې جوړه کړې ده.
طالب رهبران ځینې وخت فکر کوي چې ټولو سیمو کې وسله وال یې تر کنټرول لاندې دي، خو په دې په هره سیمه کې خلک پوهیدای شي چې څوک او کومه ډله په څه ډول د طالب مشرانو ترواک لاندې دي.
هره سیمه کې طالبان خپلې مشخصې ګټې لري، ځینې کانونه سپړي، ځینې د تریاکو او انسانانو قاچاق کوي، ځینو سیمو د ځمکو د غصب موضوع ده، ځینو سیمو کې لارې چور کوي او د ماليي په نوم پيسې اخلي، ځینو سیمو کې له دولتي ځمکو عواید دي، ځینو سیمو کې د برښنا عواید دي چې ډلې او اشخاص پرې ماړه دي او طالب پورې منسوبې ډلې دي چې طالب یې یواځې ګډوډیو ته خوشحاله ده.
لکه مخکې مې چې یادوونه وکړه چې طالب پروژه ډیزاین شوې د همدې لپاره ده چې افغانان په ژوند تنګ کړه، افغانستان له پرمختګ راوګرځوي او هر هغه کار کوه چې په هیڅ دین او قانون کې نه وي.
نو دا موضع په دې پوره وه چې که طالب د سولې او له جګړې لاس اخیستو ته جوړ شوی وای، نو نږدې شل کاله په دې کار وشو چې طالب دې سوله وکړي او د سولې په میز دې خپلې غوښتنې مطرح کړي.
خو دا چې د طالب مهار له بل چا سره دی، هر طالب مشر ورسره ګرو دی او که د سیمې د استخباراتو له امر سرغړونه کوي، هم دی په ګواښ کې دی او هم یې کورنۍ په ګواښ کې ده.
موږ ولیدل چې زیات شمېر هغه طالبان ووژل شول، یا له صحنې لیرې شول چې تر ننه یې درک نشته، کومو چې له افغان دولت او افغانانو سره سوله کول غوښتل.
اوس هم د طالبانو په رهبرۍ کې سوله غوښتونکي طالبان پیدا کیږي، خو دا چې د سولې کیلي د بل چا په لاس کې ده، سولې ته رسیدل د طالبانو له واکه وتلي او یواځې جګړه ورپاتې ده چې ژوند یې تضمینولی شي.
طالب پخوا د سولې لپاره یواځینی شرط د بهرنیو ځواکونو وتل یادول، اوس چې دا شرط افغان لوري منلی دی، طالب بیا له سولې تېښته وکړه او اوس دا پلمه کوي چې له امریکا سره خبرې کوي او له افغان حکومت سره یې نه کوي.
که طالب سوله غوښتلی، سلګونه دیني عالمان به یې نه وژل چې د سولې غږ یې پورته کړی و، د طالبانو په څو کلنه جګړه کې په ولسوالیو کې د جوماتونو دیني عالمان شهیدان شول چې له طالب یې سوله غوښتله او افغان وژنه یې ناروا یادوله.
که طالب سوله غوښتله او سوله یې کولی، نو لسګونه خپل مشران او قومندانان به یې نه وژل چې د سولې پلویان و او طالب په دې پوهیده چې دا ورته درد سر جوړیږي، نو له مخې یې لیرې کړل.
اوس چې د سولې یو ولسي کاروان چې د جګړې قربانیان دي، له هلمنده یې حرکت کړی، کابل کې تم شوي او مخ په شمال تللي، طالبانو ته یې د سولې پيغام وړی، طالبانو سخت توهین کړي او ډبولي دي.
دا کاروان په تمه دی چې پلي مزل باندې به په بیلابیلو سیمو کې طالبانو ته د سولې پيغام ورسوي او د جګړې د قربانیانو کیسې به ورته وکړي، خو اوس داسې ښکاري چې طالب هیڅ د سولې لپاره اراده نه لري، دا ډله د جګړې لپاره روزل شوې او د سولې غږ ته به هيڅکله لبیک و نه وایي.
نو د خلکو مسوولیت دی چې له افغان ځواکونو سره یو ځای د دې ډلې پروړاندې راپورته شي او نور یې له شر څخه افغانان خلاص کړي.
دجګړی سوداګر هغه لامذهبه کالانعام بل هم اضل ، شر پسند مضر موجودات دی چی نړی یی نا آرامه او د انسانیت په متضاد اړخ او ساحه کی تفکر او عمل لری ، زموږ منطقه او ګاونډ کی د آیت… او مولانا تر نقاب لاندی د جګړی سوداګری روانه ده چی نه تنها انسانیت شرموی بلکی تر دی نقاب لاندی دین او دیندار ته هم ضربه واردوی او انسانیت غولوی ځکه دوی یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم تمثیلوی او تأمرون الناسس بالبر وتنسون انفسکم تکراروی
مع الاسف د جګړی سوداګر د مولانا او آیت … له لباس او سټایل لاندی ، کودن خیل ، ښکاروی او جنت پری خرڅوی او دا سوداګری ځکه کامیابه شوه چی زموږ خادم المفسدین ۱۴ کاله مفسدین حاکم او علمایی ارګ نشینی ،مرکوب شاهانه ، خوراک ملوکانه او سفر عیاشانه ته تشویق او زمینه سازی یی ورته وکړه ، چی دا خصوصیاتو اوس جهانی شهرت موندلی، موږ اصلا جهالت او فساد مات کړی یو ، حکام ما انزل الله نه پیژنی نو حکم به څنګه وشی ، یواځی شخصی روابط ، انګلیسی او کمپیوتر د حاکم لپاره کافی ندی
دین وګوری چی څوګ حاکم کیدای شی ؟ همدا سوال که حل او عملی شی نور موږ د جګړو د سوداګرو له شر نجات مومو.ان شاءالله
نو د دین چا ونه منله ، افسدالناس او ارذل الناس ته د حکم مقام ورکړ شو او دا واضحه او په کرات ثابته شوی ، چیرته چی د بماانزل الله سره سم حکم ونشی نو هلته نتیجه فسق ، ظلم یا کفر دی