ګل اغا احمدي وردک

 لومړۍ برخه

ځغلنده نظر

له ټولو څخه د مخه غواړو چې د طالبانو د اسلامي تحریک په هکله مختصر معلومات وړاندې کړو ځکه چې د طالبانو تحریک د سولې د اوسني بهیر یو اساسي لوری دی که هغه د افغانستان د اسلامي جمهوریت سره د سولې په مذاکراتو کې وي او یا د نړیوالې ټولنې او د امریکا د متحده ایالاتو سره خبرې کوي. موږ به په خپله دغه لیکنه کې هڅه وکړو چې دغه ډله په مختصره توګه معرفي کړو چې آیا دغه ډله څه وخت، چېرې او د کومو موخو لپاره تاسیس شوه او ولې په افغانستان کې جګړه کوي؟ بل دا چې دغه دیني، سیاسي او جګړه ییز غورځنګ د خپل ۲۶ کلن جنګي فعالیت په ترځ کې له کومو لوړو او ژورو سره مخ شوی دی چې نن ورځ په افغانستان کې د سولې د خبرو یو اساسي محور دی؟

د طالبانو اسلامي تحریک چې د ۱۹۹۴ زېږدیزکال د اکتوبر په میاشت کې د ښاغلي ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ په دیني، سیاسي او نظامي شکل په دې موخه د کندهار ولایت په سپین بولدک کې را څرګند او تاسیس شو چې دوی به د کندهار د لویو لارو پر سر د مجاهدینو د تالاشۍ پاټکونه ورکوي او په سیمه کې به امن راولي. خو ګړندیو پرمختګونو د دې تحریک موخې ډېر ژر ژر بدلې کړې ځکه چې دغې ډلې  په محدود وخت کې د افغانستان په داخل او پاکستان کې زیات شمېر دیني طالبان خپلو جګړه ییزو صفونو ته ور جذب کړل، د هېواد زیاته برخه یې د قهریه ځواک په وسیله تر ولکې لاندې راغله، د مجاهدینو مختلفې ډلې یې یوه پر بله پسې خلع سلاح کړې، افغان ولس ورته ښه راغلاست ووایه، مجاهدین یې (د شر او فساد) په نوم و نومول او ځانونه یې د هغه کابل تر دروازو ته و رسول چې هلته د ښاغلي ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود، عبدالعلي مزاري، استاد سیاف او نورو د تنظیمي ځواکونو تر منځ د واک پر سر تودې جګړې روانې وې او کابل ښار په کنډواله بدل شوی وو. د دې ډلې دویم مشر ښاغلی ملا اخترمحمد منصور وو او دریم مشر ښاغلی ملا هبت الله آخونزاده چې همدا اوس هم د دې تحریک مشري پر غاړه لري. همدارنګه د طالبانو له تحریک څخه د یوې بېلې شوې ډلې مشر ښاغلی ملا محمد رسول دی چې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال د طالبانو د اصلي تحریک څخه بېل شو او جلا جګړه ییز فعالیت لري.  د طالبانو اسلامي تحریک د ۱۹۹۶ زېږدیز کال په اکتوبر کې کابل تر خپلې ولکې لاندې راوست، د ښاغلي برهان الدین په مشرۍ اسلامي دولت یې ړنګ کړ او په کابل کې یې د اسلامي امارت په نوم د خپل شکل داسې ځانګړې اداره رامنځته کړه چې مشري او د چارو مسئولیت یې تر ډېره بریده د جنګي طالبانو، ملایانو او دیني طبقاتو د اشخاصو په لاس کې وو او داسې یوه اداره ګڼل کېده چې پخوا یې د افغانستان په دیني، سیاسي او نظامي تاریخ کې هېڅ نمونه نه وه لیدل شوې او نه هم د نړۍ په کوم بل هېواد کې د هغې نمونه موندل کېږي. د طالبانو د اسلامي امارت اداره چې د ښاغلي احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمالي ټلوالې سره په جګړه اخته وه، وروسته له هغه څخه چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د نومبر په میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو او نړیوال ایتلاف د بریدونو په نتیجه کې ړنګه شوه چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د امریکا په متحده ایالاتو کې ترهګریز بریدونه و شول او پړه یې د طالبانو په عرب مېلمه (اسامه بن لادن) او د هغه په اړوند سازمان (القاعده) ور واچول شوه. طالبان په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د اسلامي امارت له ړنګېدو سره جوخت تیت پرک شول خو په ۲۰۰۵ زېږدیز کال یې یو ځل بیا سرونه راپورته کړل او په ۲۰۰۸ زیږدیز کال یې د جنګیالیو شمېر د ۱۱۰۰۰ په شاوخوا کې اټکل کېده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت، په افغانستان کې په مېشتو امریکایي ځواکونو او د ناټو په قواوو یې چریکي بریدونه پيل کړل. وروسته د طالبانو د وسله ډلې د بریدونو بڼه واوښته او ځانمرګي بریدونه یې هم پیل کړل چې د افغانستان په لویو ښارونو او عمومي محلاتو کې د عسکري تلفاتو تر څنګ د زیات شمېر ملکي تلفاتو سبب کېدل. په ۲۰۱۴ زېږدیز کال د طالب وسله والو شمېر چې ویل کېږي پاکستان، ایران او ځینې نور هېوادونه یې مالي او تسلیحاتي ملاتړ کاوه، کابو ۶۰۰۰۰ تنو ته و رسېده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، امریکايي او ناټو ځواکونو ته په یو لوی سر خوږي بدل شول او له همدې کبله افغانستان په تدریجي توګه یوې بلې پراخې تباه کوونکې کورنۍ جګړې ته ور ټېل وهل شو. دا چې په نظامي ډګر کې طالبان، د افغانستان اسلامي جمهوریت امنیتي ځواکونه او د هغه نړیوال ملګري نه دي توانېدلي چې یو بل ته بشپړه ماته ورکړي نو په ۲۰۰۷ زېږدیز کال د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن سیمه ییزه جرګه، په ۲۰۱۰ زېږدیز کال د سولې ملي مشورتي جرګه او د همدې جرګې د وړاندیزونو په اساس له طالبانو سره د اړیکو د نیولو او د هغوی د پخلاینې په موخه د سولې عالي شورا جوړه شوه. همدارنګه په همدې وخت کې د سولې د هڅو  ځینې څرکونه معلوم شول او د افغانستان اسلامي جمهوریت هڅې پيل کړې څو د طالبانو له وسله والې ډلې سره اړیکه و نیسي او په افغانستان کې روانه جګړه د سولې له لارې حل کړي. په ۲۰۰۵ زېږدیز کال د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د عالي شورا پلاوي د لومړي ځل لپاره د طالبانو له یو پلاوي سره د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته څېرمه د مري په ښار کې د سولې مذاکرات وکړل چې دغه لړۍ د طالبانو د تحریک د مشر ملا محمد عمر مجاهد د مرګ د خبر په خپرېدو سره په ټپه و درېده. سره له دې چې په ۲۰۱۳ زېږدیز کال د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر د سولې د مذاکراتو په موخه پرانیستل شو، په دې برخه کې خورې ورې هڅې روانې وې او د افغانستان اسلامي جمهوریت هڅه کوله چې د مختلفو لارو څخه په استفادې د طالبانو له تحریک سره د سولې د مذاکراتو لړۍ پيل کړي خو د طالبانو د منفي ځواب له کبله یې کومه محسوسه نتیجه ور نه کړه او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته نه شو. د ۲۰۱۸ زېږدیزکال د سپتمبر د میاشتې څخه را وروسته د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوي او د طالبانو د قطر دفتر د سولې مرکه چي پلاوي چې مشري یې د ښاغلي ملا محمد عباس ستانکزي او ښاغلي ملا برادر پر غاړه وه، تر منځ د قطر په دوحه او د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښارونو کې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال تر پایه پورې ۱۱ ځلې د سولې مذاکرات وشول او دغو مذاکراتو په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې برخلیک ټاکونکې بڼه غوره کړه. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د ۱۱ پړاوه خبرو څخه وروسته د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د فبروري په ۲۲مه نېټه دواړو خواوو د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ پيل کړه چې د دې کرښو د لیکلو پر مهال هم دغه اونۍ دوام لري او د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبروري په ۲۹مه نېټه به د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک شي. موږ غواړو چې په دې سلسله کې د سولې پر هغو مذاکراتو یو عمومي نظر واچوو او په څو برخو کې یې د ګرانو لوستونکو د پاو وړ و ګرځوو چې په دې برخه کې تر سره شوي دي. موخه مو دا ده چې د یو آزاد لیکوال په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د طالبانو د اسلامي تحریک، د امریکا د متحده ایالاتو، ناټو سازمان او نړیوالې ټولنې تر منځ د سولې تر شوي مذاکرات او روانې هڅې په یوه داسې سلسله کې را غونډ او وړاندې کړو چې په څو برخو به ویشل شوي وي. هیله مو دا ده چې نور په ګران افغانستان کې د تل لپاره د ښکېلو اړخونو تر منځ تلپاتې سوله تامین شي، د ټوپکو شپېلۍ ګونګې شې او هېواد مو له روان ناورین څخه و ژغورل شي. همدارنګه باور لرو چې که افغانستان په هر اړخیزه توګه د سولې په زېور ښایسته شي نو ورسره سم به دغه جګړه ځپلی هېواد او مظلوم افغانان د داسې هر اړخیز پرمختګ شاهدان وي چې یوازې د خوښیو او نېکمرغیو وړانګې به یې د ژوند تیارې په رڼاګانو بدلوي او د نړۍ د پرمختګ په کاروان کې به خپل مقام یو ځل بیا مومي. له ټولو څخه مهمه دا ده چې سولې ته لوی خدای (ج) خیر ویلی او افغانان باید د ۴۲ کلونو د ناخوالو په تېرېدو سره نور له دغه ستر الهي نعمت، خیر او ښېګڼې څخه په ټولیزه څخه برخمن شي او د روانې جګړې له تباهۍ څخه و ژغورل شي. د همداسې یوې ورځې په هیله. دا سلسله دوام لري له موږ سره اوسی….

One thought on “د سولې مذاکرات | ګل آغا احمدي وردګ”
  1. سلام
    عدل ، انصاف ، مساوات او اخوت یوه کلا ده وايې چې د حمص والی خلیفه عمر بن عبد العزیز ۷۱۷-۷۲۰ م ته ولیکل چې دځان ساتنېلپاره موږ ته یو کلا ضروری د ه د تعمیر اجازه یې راکړی هغوی وفرما یل
    که ته عادل یې نو دکلا ضرورت نه شته
    که ا فغانانو خپل کورنی اختلا فات ، جنجالونه ، بېګټې دریځونه ، مقام اوقدرت سم مدیریت کړی وای نو سولې ته به ضرورت نه وه
    سیاست مخ اوڅټ نه لری او معجزه هم نه ده که افغا نان واقعا له خبلو شخصی ګټو تیر شی او دهېواد، خاورې او ملی زعامت ته دنورو هېوادونو په څېر امتیاز قایل شی هېڅ امکان نه لری چې سوله نتیجه ور نکړی په سوله کې ژوند دهر چا په ګته دی لنډ مثال یې د شاتو موچۍدی چې شات جوړوی یووالی او زحمت یې ستر مثال دی
    راخۍ دبن ککړه معاهده بیا تکرار نه کړو لږ شاته لاړشو دغه یووالی ته ارزښت ورکړو او په دې بریالی شو چې خپلې ناکامی ښې محاسبه کړو اود ځانګړی دریخ اوسیاست له موخوسره د یوویشتمې پیړس له کا روان سره سموون ولری چې دولس په کې خیر او بقا وی له بده مرغه ډیر داسې کسان وبېزندل شول چې هېح یې نه دی کړی خو دیر داسې کسان شته چې بیاهم دملت افتخار ور باندی ساتل کیږی
    د افغانانو اساسی مشکل دادی چې خپله غلطی هیڅوک نه منی که له دوه غوږوپورې فساد کې دوب وی خو بیاهم شهید دی او ستر لقب لری که شخصیت یی په مایکروسکوب کې هم نه لیدلکیږی خو بیاهم نیغ نیغ ترپکې وهی او هوایی دګریې به نوم کیږی افغانان باید دسولې عملی فرهنګ ژوند ی او بیاوړی وساتی او دسولې د بهیر لپاره تل مثبت دریځ ولری سره ددې چې د سولې خینې برخې ګونګې دی او پته نه لګیږی چې څمڅۍ کې به له کتوی څه راووځی! خو بیا هم یو الله جل جلاله کامل دی( تو کلت علي الله) دا باید ومنوچې تول انسانا ن له کمبود سره ملګری دی اودغه ستونزه موږسره شته افغانستان د تولو قومونو اوقبیلو ګد کور دی او به همدې خلکوباندې ښه ښکاری

ځواب ورکول ع.شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *