تاند، جمعه، د دلوې ۱۷مه: په کابل کې د سولې ملي آدرس په نوم ‌‌‌‌‌‌ډلې د جنګ له ښکېلو خواو څخه له قید او شرط پرته د سولې مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې.

د سولې ملي آدرس چې تازه له یو شمېر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او شوراګانو څخه جوړ شوی دی وايي، چې د جنګ ښکېلې خواوې دې له قید او شرط پرته د سولې خبرې وکړي.

دوی غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې همه شموله بین الافغاني خبرې پیل شي.

د سولې ملي ادرس غړي سوله د افغانانو لومړنۍ غوښتنه یادوي او پر نړیوالو غږ کوي، چې د افغان سولې په برخه کې صادقانه عمل وکړي

. دوی وايي د سولې خبرو پیلېدو لپاره باید د جنګ دروازې وتړل شي او د سولې له روان فرصت څخه دې ګټه پورته شي تر څو افغانان یوې پایداره سولې ته ورسېږي.

3 thoughts on “د سولې ملي ادرس ډله: بې قیدو شرطه مذاکرات غواړو”
  1. داسی خبری باید وشی چه اول ددواړو خواوو د ارادی او صداقت ډاد ورکړل شی او دا خبری د منافقت او چل نه ووزی او هغه ددواړو طرفو نه د اشرف غنی د طرحی مطابق مکمله ډزبندی ده ، دغه اوزبند یا ډزبندی شرط نه بلکه ددواړو خواوودطرفه د صلحی راوستلو ته د صداقت لرلو او هوډ به معنی ده ، او بغیر د ډزبندی نه دخبرو او مذاکراتو غوښتنه د هغو کړیو خبره ده چه په افغانستان کی دجګړی او مذاکراتو موازی دوام غواړی ، او ملت دغه داخلی او خارجی کړی ډیری ښی پیژنی . حقیقت دادی چه که طالبان د جګړی دوکانداری نوره نه غواړی نو را وړاندی دی شی د اشرف غنی دغه د اوربند چلنج ته دی غاړی کیږدی او وینه تویول دی اول بند کړی او جوخت ورسره مذاکرات په پوره اطمنان شروع شی ، د افغانانو په خونریزی بندولو کی چه اشرف غنی یی نه غواړی د طالبانو څه تاوان دی چه له اوربند نه تښتی ؟ .

  2. د خبر رد
    د دې خبر د رد په اړه باید و ویل شي د سولې د ملي ادرس د برخه والو تر منځ په تشکیلاتو کار نه دی شوی چې ادعا وشي چې څوک یې مشر او څوک یې کشر دی. مهمه
    خبره دا ده چې په نوموړې غونډه کې داسې ګډونوال هم وو چې هغوی په داسې ټولنو کې په فردي رهبري قطعا باور نه لري او په ټینګه د فردي مشرتابه مخالفت کوي. تر دې بله مهمه دا هم ده چې په دې خبر کې د ظاهر قدیر نوم یاد شوی چې هغه یې هم غړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ظاهر قدیر هم د افغان په کورنیو جګړو کې یو بدنام لوبغاړی او یوه منفوره څهره ده، نو له همدې امله د سولې په اړوند خوځښتونو کې د ده په څیر خلکو ته هیڅ ځای نه
    لیدل کیږي.

    مننه

    حیات پیاوړی

  3. د نوموړي خبر رد
    د دې خبر د رد په اړه باید و ویل شي د سولې د ملي ادرس د برخه والو تر منځ په تشکیلاتو کار نه دی شوی چې ادعا وشي چې څوک یې مشر او څوک یې کشر دی. مهمه خبره دا ده چې په نوموړې غونډه کې داسې ګډونوال هم وو چې هغوی په داسې ټولنو کې په فردي رهبري قطعا باور نه لري او په ټینګه د فردي مشرتابه مخالفت کوي. تر دې بله مهمه دا هم ده چې په دې خبر کې د ظاهر قدیر نوم یاد شوی چې هغه یې هم غړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ظاهر قدیر هم د افغان په کورنیو جګړو کې یو بدنام لوبغاړی او یوه منفوره څهره ده، نو له همدې امله د سولې په اړوند خوځښتونو کې د ده په څیر خلکو ته هیڅ ځای نه لیدل کیږي.
    مننه
    حیات پیاوړی

ځواب ورکول حیات پیاوړی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *