افغانستان د ۱۳۵۷ کال د غویي د اوومې له خونړۍ کودتا سره د جنګ و جنجال و ژورې کندې ته ور وښویېد؛ دا جګړه یوازې په افغانستان او منطقه پورې محدوده نه وه بلکې څرګند نړیوال ماهیت یې درلود؛ دې جنګو دا دی نژدې ۳۸ کاله دوام وکړ او له یوې ورځې بلې او له یوه پړاوه بل ته یې لا پېچلي ابعاد پیدا کړل.

په ۱۹۹۲ کې د شوروي له شکست سره سړه جګړه پای ته و رسېده خو د افغانانو غمېزو دوام پیدا کړ او د افغانستان بحران لا خونړی شو.

افغانان په دې ۳۸– کلن بحران کې کله له خارجې قواوو او کله هم تر خپل منځ سره جنګېدلي او لا هم جنګیږي؛ موږ نه له پردیو سره د سولې مخه و موندای شوای او نه مو تر خپل منځ دا توان و وجدان پیدا کړای شوای چې پر خپل نړېدلي وطن او خپلو ځپلو خلکو مو زړه وسوځي.

راځئ د واک له هوسه را شاته شو او خپل ګران هیواد له دغه بې معنا او پردیو په ګټه روان جنګ څخه را وباسو او د سولې و ثبات انساني فضا حاکمه کړو؛ هیله ده چې نور مو نو د خپل خیر و شر د تشخیص توان پیدا کړی اوسي.

 په دې اصل باید پوه شو، څومره چې جګړه و بحران اوږديږي، په هماغه اندازه لا پېچلي اړخونه پیدا کوي او د سولې پروسه مغلقه کيږي، ځکه نو دا د هر باوجدان و وطنپرست افغان ملي- ایماني وجیبه ده چې چې څومره کولای شي د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره خپله مادي و معنوي پانګه ولګوي او خپل نوي نسل ته د جنګ و جنایت پر ځای د سولې و ثبات میراث پريږدي.

موږ باید په دې مهم ټکي هم ښه سم سرونه سره خلاص کړو چې اول باید دغه ۳۸- کلن بحران ته په غړېدلو سترګو سره عاقلانه نظر وکړو او و ګورو چې څنګه د جنګ تاوانو ته همېشه افغانانو اوږه ورکړې او ګټې یې سیمې او نړیوالو مغرضو قوتو وړي دي او دوهم دا چې تر دې به نو بله لویه سادګې نه وي چې له دغه روښان واقعیت سره- سره بیا هم د خپل محبوب وطن په ورانې او مظلوم ملت په تباهي کې پردیو ته د ګټو زمينه برابره کړو.

په تېرو ۱۳ کلونو کې د جنګ و بحران له عواملو څخه باید پر دې مهم عامل هم سترګې پټې نه شي چې د حکومت د بې پروایۍ او پراخ فساد له امله، چې کار- روزګار نه وو، خلکو ته خدمات نه رسېدل، ډېر خلک، په تېره بیا ځوانان د حکومت مخالف شوي او د سولې پروسه یې لا متزلزله کړې ده او تر هغه چې د تېر حکومت نیمګړتیاوې جبران نه شي، د فساد کچه راټیټه، بې روزګاري ختمه نه شي، خلکو ته خدمات و نه رسول شي او په حکومت کې ژور  اصلاحات رامنځته نه شي نو سولې و ثبات ته رسېده به د سراب له هیلې پرته بل څه نه وي.

د تېر حکومت په دوران کې د سولې شورا د هغه وخت له شرایطو او سیاسي تقاضاوو پر بنسټ جوړه شوې وه او دا چې خپلې هڅې یې وکړې او بریالیتوب ته و نه رسېده نو دا د هغوی په کړنو پورې اړه درلوده خو اوس چې د دغې شورا په چوکاټ کې نوي ټیم له نوي طرزفکر او نوې ارادې سره کار را پیل کړی نو دا به له تېرو نیمګړتیاوو څخه په زدکړه او د نوو شرایطو په ژور تحلیل سره نوي اقدامات کوي او لوی خدای ته امید دی چې د سولې په لار کې به زموږ مخلصانه هڅې بې نتیجې نه پریږدي.

د سولې نوې دارالانشاء چې د تېرې رهبرۍ تر چتر لاندې جوړه شوې دا کفایت و ظرفیت لري چې د سولې شورا د ملي، انساني او  اسلامي هڅو د بریالیتوب لپاره به شپه و ورځ کار کوي او پردې به فکر کوي چې له څه ډول بریالیو میتودونو څخه په استفاده سره په دغه ملي- انساني چوکاټ کې څه ډول مثبتو بدلونو ته لار پرانیزي او دغه د خیر بهیر د سولې شورا د ټولو مخلصو غړو په صادقانه همکاریو سره د کامیابۍ پړاو ته و رسوي.

د سولې دارالانشاء ژمنه ده چې د افغانستان د عزت او افغانانو د هوساینې لپاره به یوه شېبه هم غفلت نه کوي او نه به د ستړیا احساس کوي؛ د دې تر څنګ پر ټولو افغانانو او په افغان بحران کې پر ذیدخلو اړخو باندې ږغ کوي چې نور باید په ګډه روان بې فایدې او تباه کوونکي جنګ ته د پای ټکی کښېږدو او د یوې دایمي سولې و ثبات لپاره انساني لار خلاصه کړو، ځکه دا جګړه نه د مسلمانو افغانانو، نه سیمې او نه هم نړۍ په ګټه ده.

دا هم د افغان ولس ضرورت او هم یو الهي حکم دی.

3 thoughts on “د سولې هوډ؛ د کار ژمنه/محمد ایوب رفیقي”
  1. هو بلی،دافغانستان قاطع اکثریت تر ۹۰٪ زیات مؤمن خلک صلح غواړی دا د بن معامله ګر دی چه د خپلو ،منطقوی او نړیوال خبیثو کړیو د اهدافو لپاره د جنګ لار یی نیولی او اکثریت باندی ظلم او قتل عام روان دی ،اصلا جګړه د شمال ټلوالی او طالبانو وه چه د بن د مبتکرینو له خوا بیا پیل او حکومت او خلک ورکی ټیل وهل شول او خپله جګړه یی پرنورو تحمیل کړه او د جګړی ساحه یی پراخه کړه نو که جګړه محدود ساتل شوی وای ، آفت یی کم او صلح به هم آسانه وای.

  2. بریالیتوب مو غواړم زما په اند دبریالتوب یوه لیاره به دا وی هغه داچی کوم کسان دسولی پروسی سره یوځای کیږی باید په کافی اندازه تشویق شی داسی کومه ګیله ورسره پیدا نشی چی ما څه وکړل او دولت راسره څه وکړل نوبیا کیدای شی دداسی کسانو په راتګ اوتشویق نور وسلوال هم تشویق او دغی پروسی سره یوځای شی که مونږ خپل تیر وتلی هیواد وال دمخالفینو له صفوفو څخه جلا اوسولی ته یی راوبولو نو هیڅ یو خارجی هیواد که هغه ګاونډی دی اوکه بل هیواد بیا څه نشی کولای خبره ټوله زمونږ پخپلو افغانانو کی ده چی هغو په اخلاص راوبولو اودژوند په ټولو ستونزمن چاروکی ورسره لاس نیوی وکړو ځکه یو متل دی چی وایی به تنګ امد به جنګ امد
    راځئ چی دتنګولو څخه خلک خلاص اوخپل دخولی قپ ورسره نیم کړو نوبیا هله دیو واقعی سولی امکان شته او کنه په میم زرما ټوله زما بیا مسلی نه حلیږی اونه هم وطن جوړیږی باید یو څه ورکړو اویو څه واخلو په ورکړه کی زمونږ لای بیا سخاوتمندانه وی دفرصت څخه په استفادی تاسو محترم ته دنوی دندی مبارکی وایم کامیاب اوسی والسلام محمد داود یتیم یار کابل افغانستان

ځواب ورکول Samiullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *