تاند، دوشنبه، د جدي ۱۶مه: که څه هم د ولسمشر دویم مرستیال څو ورځې وړاندې د طالبانو په خوښه د اساسي قانون د نه بدلون په اړه ټینګار وکړ خو د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د سولې په هوکړه او مذاکراتو کې د اساسي قانون د نقض په اړه وېره ښودلې ده.

د اساسي قانون د شپاړس کلنۍ په پوره کېدو د دغه کمېسیون رئیس قاسم هاشمزی تاند ته وايي، په اساسي قانون هر ډول ناقانونه کتنه او په کې بدلون یا تعدیل د هېواد نظم د ګډوډۍ له ګواښ سره مخ کولی شي.

بلخوا د حقوقي چارو شنونکی اکبر داور هم تاند ته وايي چې اساسي قانون باید په هیڅ صورت یوه ګواښوونکي حالت سره مخامخ کېدو ته پرېنښودل شي.

د ده په خبره لکه څرنګه چې حکومت نظام او قانون سره کرښه بولي، باید د طالبانو په خوښه په دغو دواړو ارزښتونو کې تغییرات رانه وستل شي: (( هر څه باید دیوې قانونمندې پروسې په طی مراحلو سره رامنځته شي، که داسې نه وي موږ یوې بې قانونه ټولنې خواته ځو او بې قانونه ټولنه موږ تجربه کړې ده چې ښه پایلې یې نه درلودلې پرتله له بدبختیو.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبان بیا د هیواد اوسنی اساسي قانون نه مني خو داسې ټینګار کېږي چې که دغه ډله سوله کول وغواړي نو باید چې اساسي قانون ورته د یوې قانونمندې پروسې له مخې تعدیل کړای شي.
د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال د جدي په ۱۴مه نېټه د لویې جرګې لخوا تصویب شو.

One thought on “د سولې په هوکړه کې د اساسي قانون د نقض وېره زیاته شوې ده”
  1. کله چی په افغانستان کی داسی قانون جوړیږی په لویه جرګه چی اکثره د عام ولس نماینده او سیاسیون شتون ولری نو د دوی حضور کی داسی ماده چی اسلام پر ضد وی منظور شوی نو بیا باید تغیر شی کچیری له اسلام سره ټکر نلری او دا قانون د ټول افغانان لپاره د تطبیق وړ دی ولی لوړ پوړی چارواکو یا فساد پیشه چارواکو باندی د تطبیق وړ ندی مګر یوه بیچاره او بی واسطه باندی هر قانون او طرز العمل او اصول تطبیق کیږی مګر چارواکو او زورواکو بچیان ترینه متثنی دی کچیری قانون د جامعی د تنظیم لپاره وی نو زورواکو او فساد پیشه کسانو بچیان او پخپله د پارلمان او دولتی چارواکی دا قانون ولی په ځان نه تطبیقوی او بیا وایی چی موږ ته قانون تبدیل او تعدیل د منلو ندی کله چی یوه بیچاره په سهوی یا قصد سره د جنګی مجرم وپیژندل شی په سزا رسیږی مګر علی پور لپاره همدی دانش چی دوهم معاون دی ضمانت وشو مګر تر نن پوری خلاصی تڼی ګرځی
    همدارنګه قیصاری باندی هم ورته تور مګر تر نن پوری خلاص ګرځی آن تر چی څوک په کوږ هم نشی کتلی ځکه چی امریکا یی ملاتړ کوی

    پرون په شمشاد تلویزیون کی د دارالمان ماڼی په اړه یو راپور لیده هغه کی مسول انجنیر وویل چی په هر قضیه او قرارداد کی خارجیان دخیل وو په هغه قضیه او قرارداد کی فساد شتون زیات لیدل کیږی

    کچیری تاسی د بانک جهانی کمکی پیسو قراردادونه په هره اداره کی وګوری یو خاصی کړی سره شوی ترڅو هغه دلته هغه کړی نوری هم بډایه شی

    طالبان وايي، د پاکستان د اساسي قانون یوه ماده هم اسلامي نه ده

    http://www.taand.com/archives/19848

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *