په پاې کې د ديرش زره (30000) ډالرومعا مله:

د ډاکتر نجيب الله د واک په مهال د ده مهمه لاسته رواړنه د ملي روغې جوړې تګلاره وه، ولې دا چې پدې لاره کې دی څومره بريالی وه، د پوښتنې وړ دی؟

نوموړي له خپلو سيالو، تنظيمي جنګياليو سره روغه جوړه غوښته ولې دې ته يې پام نه وه چې لومړی يې بايد له کارمليانو سره او دويم يې د خلقيانو له هغې ډلې سره په سر کې له ګلاب زوی او تڼي سره روغه جوړه کړې وی . ده چې کله کشتمند، بريالی، کاوياني، لايق، مزدک، وکيل… خپل نکړل او په خلقيانو کې ګلاب زوی سفير کړ او تڼی يې کودتا ته اړ کړ، هغه وه چې خپلې مټې پخپله پرې کړې.

خو دا چې ده غوښتل له تنظيمي مشرانو سره روغه جوړه وکړي د خپلو ګوندي ملګرو په پرتله ورته ګرانه وه. دا ځکه چې: «د افغانستان د سياست په اړه سي آی اې په دې رضا وه چې د افغانستان سېاسي پېښې ،هغه د پاکستان استخباراتو ته خوشې کړي. حتی که د دې مانا دا هم وي چې په کابل کې خپل لاسپوڅی حکمتيار په څوکۍ کېنوي، نو څه؟»(9غوره به وه چې ولسمشر لومړی کور دننه يو باثباته مرکزي حکومت بنسټ ايښی وی او بيا يې له پاکستان سره د ملي روغې جوړې خبرې غبرګې کړې وی.

دا په دې مانا چې تنظيمونه په خپل سر د دې جوګه نه ول چې پرته د پاکستان له حکومت نه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي دا ځکه همدغه پاکستان وه چې د تنظيمونو په استازيتوب يې د ژينو موافقه ليک يې لاسليک کړ.

ولې بيا هم په توله کې د ملي روغې جوړې د تګلارې نوښت د پام وړ وه او په دې تړاو له سياسي لوري سره يوشمېر خبرې اترې ترسره شوې چې څو بېلګې يې دا دي:

۱ – له مجاهدينو، يوشمېر تکنوکراتانو او ان د ظاهر شاه له استازو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې اترې وشوې. د حکومت لومړنی پلاوی چې په دې کې سليمان لايق اسلم وطنجار (د مخابراتو وزير)، نجم الدين کاوياني، د امنيت وزير فاروق يعقوبي ګډون درلود د ياسر عرفات په مينځګړيتوب د ګلبدين حکمتيار د تنظيم له استازو عبدالقدير کرياب، غيرت بهير، همايون جرير سره په بغداد کې د فلسطين د سفير په کوربه توب خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې له ياسر عرفات نه پرته د هند سلاکار ابو خالد، په بغداد کې فلسطيني سفير اعزام الاحمد ګډون درلود. په امريکا کې د مېشتو کډوالو په «استازيتوب» يو درې کسيز پلاوي (د ضياء نصري په ګډون) کابل کې له چارواکو سره وليدل. د حضرت مجددي يوه استازي (ګلاب ننګرهاری) د نجيب الله استازي سليمان لايق سره په تورخم کې وليدل. همدارنګه د نجيب د خور مېړه وکيل نېک محمد په ۱۹۸۷ کال د حضرت صبغت الله مجددي له استازو سره په پاريس کې وليدل او د افغانستان د سياسي حل په اړه خبرې وکړي. همايون شاه اصفي او ولي احمد نوري هم د سولې ناکامې هڅې پيل کړې خو کومه پايله يې ترلاسه نکړه، که څه هم ده له حضرت مجددي، بير ګيلاني او مولوي محمد نبي سره وليدل او بيا په پټه کابل ته لاړ او هلته يې له نجيب سره خبرې وکړې که څه هم اصفي د ظاهرشاه استازی نه وه، خو د دې پلوی وه چې واک په بشپړه توګه هغو ته ولېږدول شي. نجيب الله دا غوښتل چې ظاهرشاه په يوه اتتلافي حکومت کې غوښنه برخه ولري ولې په دې يې ټينګار کاوه چې د دفاع، کورنيو چارو، او د امنيت وزارتونه بايد د وطن ګوند په واک کې وي.

همايون شاه په ۱۹۹۲ کال، لانجيب په واک کې وو چې د مرکزي کمېټې له منشي نجم الدين کاوياني سره په پاريس کې وليدل، اصفي ورته په ډاګه وويل: تر هغې چې نجيب له واک نه لاس په سر نشي، د سولې خبرې ناشونې دي.

کاوياني هم ورته ځواب ورکړ او ورته وې ويل:

«د نجيب لرې کېدل ګوند ته کوم پرابلم او ستونزه نده.»

دا هغه وخت دی چې د کارمل ډلې له احمدشاه مسعود سره د واک په سر خبرې کړې وې.

يعقوبي په ۱۹۹۲ کال په ژينو کې د پاکستان د استخباراتو له ريس حميد ګل سره چې د اسلامي ګوند د دوست په توګه يې ټټر وهلی وه خبرې اترې وکړې خو کومه غوڅه پايله يې نه درلوده.

له دېنه يو کال دمخه د ۱۹۹۱ کال په پای کې محمد اسحق توخي د نجيب په استازيتوب د افغانستان له پخواني صدراعظم ډاکتر محمد يوسف، صبغت الله مجددي او سردار عبدالولي سره وليدل، پدې تړاو شوروي چارواکو هم په روم کې له سردار ولي او محمد ظاهرشاه سره هم ليدنه کتنه پيل کړې وه. خو پخوانی پاچا په دې پوهېده چې د ده په واک سره هم وسلوال تنظيمونه په سرکې اسلامي ګوند، اسلامي جميعت، اتحاد اسلامي… د پاکستان د حکومت په ګډون په ارامه نه کېني نو ځکه يې زړه دېته نه ښه کاوه چې يوځل بيا د افغانستان پاچا شي.

له دې سربېره پخپله نجيب الله هم د سويس په هېواد کې له پير سيد احمد ګيلاني سره وليدل چې پاچا دېته وهڅوي د افغانستان په سوله کې خپله ملي او هېوادنۍ دنده ترسره کړي.

دې خبرو په پاکستان کې په I.S.I او بنسټ پالو تنظيمونو اور بل کړ چې ګني د دوی هاندې هڅې په اوبو لاهو شوې.

نجيب الله په کابل کې د احمدشاه مسعود له کاکا سره (ويل کېده)هم وليدل چې د خپلې اغېزې له مخې مسعود خبرو ته را مات کړي.

د نجيب له ټولو وروستنۍ ليدنه چې په لوړه کچه ترسره شوه هغه په ژينو کې له پير سيد احمد ګيلاني سره وه، که څه هم د پير له وراره اسحق ګيلاني سره هم په کابل کې وليدل. د اسحاق ګيلاني د خولې کيسه ده، (ماته د ده د ماما زوی «ارشاد» وکړه)  اورنګ ارشادد ارشادخان بابکرخيل زوې دلغمان دالينګاراوسېدونکی ،چې دهجرت په مهال دپېښورپه ورسک روډ کې اوسېده ،اسحاق ګيلاني دده دپلاردخورزوې کېږي …ده ماته په 1993کال د جون په 27مې نېټې په داسې حال کې چې دده ورورمحمود ارشاد اوتره يې تيمور شاه با بکرخيل هم حا ضروو،ما ته (ليکوال ) بشپړه کيسه وکړه ،چې لنډيزيې د اسحاق ګيلاني له خولې ،چې ده ته يې کړې وه دا سې ده …: ؛ما له نجيب او يعقوبي سره په په واروارليدل ،يعقوبي زما ميلمه پال وه …خوکله چې په دې  سبا راتلم نود خاد ريس جناب يعقوبي صيب راته د شپې لس بجې وويل ،اغا صيب سبا ته به زه اوتاسويوځاې له ډاکترصيب سره يوځاې سبا ناری کوو…هغسې خوڅوواررې له نجيب سره  دمخه هم ليدل کتل شوي ول او ان بيا مو په کرغه کې په ټوپک نښه وويشته خو ما ترې ميدان يووړ…هغه وو،چې په دا سبا راتلم د نجيب په کور کې چې له هغه سره يوځای سبا ناری وکړاوډېره ښه ډوډۍ يې کړې وه،ډول ډول کبا بونه…خود جګرکبا ب يې ډېرمزه ناک وو. بيا نجيب را ته وويل:

اغاصاحب په بکس کې دې څشی دي؟ ما ورته وويل دا دی کلۍ واخله وې ګوره.

کله چې هغه بکس خلاص کړ ومې ليده چې يو څه يې په بکس کې را ته کېښودل. هغه مهال چې الوتکه والوته بکس مې خلاص کړ ومې ليدل دېرش (۳۰) زره ډالر پکې ايښي ول. . .دوۍ ماته فرانسې ته دتلو اوراتلوالوتکه پلان کړې وه …

له دې سربېره همدا راز ماڼوکي منګل د ننګرهار په کوټ کې له قاضي وقاد سره وليدل چې د حکمتيار په وړاندې وهڅوي، نو منګل هم هغه ته په لسګونه زره ډالره ورکړل.

د ملي روغې جوړې دا ټولې هڅې هغه مهال په اوبو لاهو شوې چې د کارمل ډلې له احمدشاه مسعود سره اړيکې ټينګې کړې او د جبل السراج د موافقه ليک له مخې د نجيب الله حکومت را نسکور شو.

۲ – د نجيب الله د وروستيو هلو ځلو په لړ کې د ده يو لومړنی کار دا وه چې حسن شرق د يوه ناپېيلي کس په توګه د هېواد صدراعظم وټاکي.

شرق داسې انګېرله چې دا دي يوځل بيا د محمد داود خان له واک نه وروسته يوه مهم مقام ته ورسېد، نو په ډېرې خوښۍ يې کار ته مټې را بډ وهلې. ولې دی په دې نه پوهېده چې په حکومت کې را ولاړې شوې ستونزې د چوکۍ په سر دي. ګونديانو په سرکې کشتمند دی دېته پرېښنود چې د پام وړ بری ترلاسه کړي. نوموړي پخپله هم په خپل کتاب «کرباس پوش های برهنه پا» کې ليکلي:

« زه په ۱۹۸۸ کال د مې په مياشت کې صدراعظم شوم خو د کابينې نيم وزيران له پخوانۍ کابينې نه را باندې تحميل شول.»

نجيب يو شمېر چوکۍ اپوزيسيون ته پرېښودې، ان دا چې د دفاع وزرت يې په تشريفاتي بڼه احمدشاه مسعود ته پرېښوده. حسن شرق چې د مخه له کې – جي – بي سره اړيکې لرلې، په دې فکر کې شو چې ګني نجيب د مجاهدينو لپاره د منلو وړ ندی. شوروي ته سفر وکړ چې دی بايد دهغه ځای ناستی شي.

کوم وړانديزونه چې حسن شرق شوروي چارواکو ته کړي ول، د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شېوارد نادزي نجيب الله ته مخ کې کېښول.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نجيب الله که له يوې خوا دغه نېټه د هېواد د نجات ورځ اعلان کړه خو له بلې خوا يې په افغانستان کې بېړنۍ حالت هم اعلان کړ. بيا يې د همدې پلمې له مخې شرق لرې کړ او پرځای يې يوځل بيا سلطان علي کشتمند صدراعظم وټاکه.

۳ – نجيب الله د ملي روغې جوړې تر سرليک لاندې هڅه کوله چې د سيمې هېوادونو او ملګرو ملتو ته په ګوته کړي چې دی خپلو هڅو ته ژمن دی، نو ځکه يې په همدې بنسټ فضلحق خالقيار د صدراعظم په توګه دې ته وګماره چې خپل حکومت جوړ کړي. د کارمل بېرته راتګ او د کشتمند بيا لرې کېدل، نجيب الله ته يو لوی ګواښ پېښ کړ.

فضل حق خالقيار نيم سړی وو. د ده لا هغه ټپونه جوړ شوي نه ول چې په هرات کې د تسليمانو په يوه پېښه کې زخمي شو.

دی هم لکه حسن شرق غوندې د وطن د ګوند له خوا په سياسي کلابندۍ کې ايسار وه. دا ځکه چې محمود بريالی د صدارت د لومړي مرستيال په توګه وټاکل شوو نور مرستيالان يې عبدالصمد سليم، محمد انور ارغنديوال او عبدالقيوم نورزی ول.

د ښوونې او روزنې وزير ه عصمتي وردګ وټاکل شوه .

غلام محمی الدين دريځ عد ليه وزير، داکتر مهر محمد اعجازي د روغتيا، عبدالوکيل د بهرنيو چارو، راز محمد پکتين د کورنيو چارو او محمد اسلم وطنجارد دفاع وزير، محمد حکيم د ماليې، صالح فاروق اعتمادي د ټولنيزو چارو وزير،محمد صديق سيلاني د اسلامي ښوونو او اوقاف،محي الدين شهباز د کرنې، محمد انور دوست د خفيفه صنايعو او غذايي موادو، فقير محمد نېکزاد د ساختماني چارو، عبدالصمد صلاح د کانو او صنايع، ودير ساپی د ملکي هوانوردۍ، ديپلوم انجينر سيد محمد نسيم علوي د مخابراتو، مير عبدالغفور رحيم د ابو او برېښنا، احمد بشير رويګرد اطلاعاتو کلتور، محمد انور شمس د لوړو مسلکي زدکړو، فتح محمد ترين دعودت کوونکو ذکيم شاه د سوداګرۍ چارو، حيات الله عزيزي د کليو د بيا ودانولو، خليل الله د ترانسپورت، نور احمد بړېڅ مشاور، ډاکتر شاه ولي مشاور، سيد احمد پيګير مشاور، فقير محمد يعقوبي مشاور، وزيران وټاکل شول. چې په دغه ليک لړ کې لس تنه د وطن د ګوند غړي ول او نور ناګونديان ول، خو د دولت له مخالفينو څخه نه وو.

۴ – د نجيب الله د واک په مهال يو شمېر داسې ډله ييزې خپرونې او رسانۍ هم مينځ ته راغلې چې د دموکراسۍ پېښې پکې تر سترګو کېدې.

له دې سربېره يو شمېر سياسي ګوندونه هم د سياست ډګر ته را ووتل او د دولت لخوا ورته د دولت د څارنې پر بنسټ لاره پرانستل شوه، چې موږ دغه ګوندونه د ساري په توګه يادولی شو:

  1. د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د «وطن» پنوم.

  2. سازا، د محبوب الله کوشاني په مشرۍ ګوند.

  3. سزا، د حمدالله ګران په رهبرۍ…

  4. اسلامي ګوند، د عبدالستار سيرت په ښودنه…

  5. د دهقانانو د عدالت ګوند (عبدالحيکم توانا)

  6. د همبستګۍ په نوم ګوند د سرور نورستاني په مشرۍ.

  7. کجا، د عبدالعزيز تره خېل په رهبرۍ.

  8. د انصار الله اتحاديه د سفير محمد خادم په مشرۍ.

  9. د افغانستان د ملي رستګارۍ ټولنه د پوهاند محمد اصغر په مشرۍ.

يو شمېر داسې خوځښتونه هم ول چې د پرچم ډلې د يو شمېر پخوانيو مشرانو تر سيوري لاندې يې د توکميزو ناروغيو او ناندريو له لارې فعاليت کاوه. په دغو ډلو ټپلو کې داسې کسان ول چې ددولت پر وړاندې وسلوال بريدونه کول، ولې يو شمېر په پټه د دولت له چارواکو سره په دې تړاو چې امتيازات ترلاسه کړي لاره درلوده، چې موږ د ملي جنبش، وحدت ګوند، اسلامي جميعت، د محسني تر مشرۍ لاندې د حرکت ګوند، ملي محاز، د ملي نجات جهه، د ازاد بېګ په مشرۍ د شمال ټلواله او نور يادولی شو.

په دولت کې داسې وسلوالې پوځي ډلې هم وې چې د ملېشاوو پنوم او د پوځي ځواک په نوم يې ځانګړی ځواک او واک درلود، لکه د جنرال دوستم په قومانده ۵۳ فرقه، سيد منصور نادري په رهبرۍ ۸۰ فرقه، د حيرتانو «۷۰» مه ميکانيزه لېوا، د دهدادی ۱۸ فرقه او نورې وړې وړې ډلې د يادولو وړ دي.

۵ – نجيب الله دغه ټول ګواښونه په سترګو ليدل، خو د کابو کولو بشپړ واک يې نه درلود. دغه ګواښ هغه مهال زيت شو چې تڼي د کودتا هڅه وکړه.

له دې سر بېره د خوست جګړه، په يوې پوځي اډې کې چاودنه په پای کې د خوست نيول (۱۹۹۱ کال) د ارزګان په ولايت کې د (۱۹۹۰) ترينکوټ پېښه، د دولت لخوا د يو شمېر ولايتونو پرېښودل چې په دې سره د هېواد په لويو ښارونو کې د واک کلابندي مينځ ته راغله د پوځي ګواښ سره سره چې له يوې خوا د تنظيمونو وسلوال بريدونه ول او له بلې خوا د افغانستان حکومت خپله وړتيا او پوځي مورال له لاسه ورکړی وه، د ملګرو ملتو استازي بينن سيوان د سولې هڅې چټکې او نجيب الله هم پدې هڅو ډېره ډډه ولګوله.  

2 thoughts on “ د سيد اسحاق ګيلاني او ډاکترنجيب اله ليدنه | استاد شهسوارسنګروال”
  1. په مضمون د خاص نظر نلرم ستا شخصی اند دی ، خو د ستا د معلوماتو لپاره باید ووایم چه په لاس پوڅی په تشخیص کی خطا شوی یاست ،اصل کی د افغانستان واک په ګورنر هاوس کی چاته وسپارل شو؟ ، پاکستان لکه دا نن هغه وخت هم په هیڅ پښتون اعتبار نه درلود چه د ډیورڼد د کرښی امید تری وکړی، مونږ باید په استخباراتی های او هوی او پټکو د چا و غولیږو

  2. د کابل په داخلی جنګونو کی چه د کابل ختیځ د ګلبدین حکمتیار په لاس کی وه.په دیوالونو شعارونه لیکلی وه چه.دین به هله دین شی چه کابل ګلبدین شی.په دا شعر ما انتقاد وکړ ،چه څوارلس سوه کاله مخکی زموږ دین اسلام مکمل شوی دی،الله ج ایت شریف هم نازل کړی دې.په دا جا یز انتقاد باندی ګلبدین کسانو ونیولم.او دومره یی وډبولم چه څو میاشتی په کټ پروت وم،دغاړی جامی می د هغوی توپکو په خوله کی څیرۍ څیرې شوی وی،مطلب می دا دی چه هغه وخت کی ای اس ایی دا تش په خوله مجاهدین دومره نشه کړی وه.چه هر یوه رهبر کابل تخت غوښت.چه نتیجه کی دوه شپیته زره خلک شهیدان شول.او د هغوی جهاد اتومات طالبان وزیږول.طالبانو هم د ای اس اېې په مرسته داعش وزیږوه،نوی نوی جنګی تکتیکونه را منځ ته شول ،لکه ځانمرګی او داسی نور،راشی چه ټول لا س په دعا شو ،او د الله ج څخه وغواړو چه خدایه له دی بلاګانی څخه مو نورخلاص کړی .

ځواب ورکول Suliman Zahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *