تاند- د ولسمشر بارک اوباما په حکومت کې د سي آی اې یا د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې پخواني رييس په ۲۰۱۶ کې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو او سلاکارانو د ایستلو په وړاندې خبرداری ورکړ.

اوباما ویلي چې د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ټول محارب ځواکونه باسي او یوازې څو زره روزونکي او سلاکاران تر ۲۰۱۶ پوري پرېږدي.

مایک موریل وویل:«په نړۍ کې یوه سیمه چې موږ ته ورڅخه د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې په شان د بلې حملې د خطر امکان شته، له بده مرغه هغه افغانستان دی. کله چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، که دا کار وشي، احتمالاً چې دا کار کېږي، بیا نو غالباً طالبان د دغه هیواد په ختیځ او جنوب کې خوندي ځایونه مومي.»

ښاغلي موریل دا څرګندونې د امریکا د سمندري ځواک په یوه غونډه کې، چې په نړۍ کې د تروریزم پرضد د جګړې په اړه بحث ته رابلل شوې وه، وکړه.

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«کله چې داسي وشي د القاعده غړي، چې په پاکستان کې دي، بېرته افغانستان ته ځي او په افغانستان کې له طالبانو سره خوندي ځالي مومي، که د امریکا متحد ایالتونه نه غواړي یا نه شي کولی چې څه وکړي، دوی (ترهګر) بېرته رایوځای کېږي او بیا زموږ پرضد اقدام کوي.»

غونډې ته د جورج ډبلیو بوش د حکومت د کورني امنیت د وزارت د تروریستي ضد چارو مرستیال فران ټاونسیند وویل، اوباما له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په مهالوېش ولاړ دی خو دا به په افغانستان کې د هغسي یوه وضعیت سبب شي چې په عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې رامنځته کړی دی.

ده وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه لا هم د امریکا مرستې ته اړتیا لري او که شرایط په پام کې ونه نیول شي او امریکايی پوځیان له دې هیواده ووځي افغان ځواکونه به د عراقي پوځیانو په شان ناکام شي.

دا بحث له تلویزیونه په مستقیم ډول خپور شو

0 thoughts on “د سي آی اې پخواني رييس له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره کلک مخالفت وکړ”
  1. This region has been a strategic point for USA since 1950 as on that time USA was facing the chalenges of cold war and communism from Soviet union.and that time USA used afghan as proxy to defeat Russia and disintegrate the Russia and achieved it’s interest.But for now they still have plenty of interest in South Asia and as well as in central Asia so I do not thinks so that it will suit for America to withdraw all of its forces from Afghanistan. And I think USA will not do this and that are just rumours that USA are withdrawing their all combating troops.the 2014 is end of this game but the influence of USA will continue to be existing in this whole region by its millatery presence or and by economical assistance to its allies.

  2. دسی , ای,ای دپخوانی مشر خبری کاملآ په ځای او دآستخبا راتی دبیش منزل له نظره چه په دی دنده کی سابقه او دافغانستان په مهمو شرآيطو کی می دنده په مخ بوولی او دتولو شرآيطو سره اشنا یم زما دتاید وړ ده.
    دبلیخوا دا ننه ئ وضع خپله ګواهی ورکوی,همچنان دعراق ، اوسوری فعلی حالات او دداعش پر مختګونه ، اودالقاعدی دمشر اخطارونه ، اوهم دافغانستان او پاکستان دافعلی وضعه او دافغانی او پاکستانی طالبانو حاکمیت او پيشرفتونه په مشته پشتنو سيموکی دوضع داحتمالی خرابوالی او دداعش دپرمختګونو په ارتباط بايد پيشبينه او سو.داچه طالبان دافغانستان اوپاکستان په مشترکو پولو کی دخلکو په منځ کی پر مختګونه لری آو شرایط کاملآ ددوی په ګته دی اودوی هم دداعش سره اړیکی لری ، دبلی خوا دعبدالله دانا خوالی او جنجالونه هم دطآلبانو په ګته تماميږی .
    امید وارم چه په ملی او بين المللی توګه دا پور تنی تکی دیاده ونه بآسی او په نظر کی ونيول شی.

  3. ښاغلی جنرال حبيب الله جلالزوي صیب دهرڅه دمخه دپښتنی مینی سلامونه درلیږم.
    ستاسی زیاتره تبصری زه لولم ډیر خوند راکوی٬ خو ستاسی ددغی تبصری سره هیڅ جوړ نه یم او حتی چه دیو افغان په حیث یی په کلکه ردوم.
    ځکه د سي آی اې دغه مشر په خپله اقرار کوی
    (چې داسي وشي د القاعده غړي،چې په پاکستان کې دي، بېرته افغانستان ته ځي او په افغانستان کې له طالبانو سره خوندي ځالي مومي،)
    نو دغه مشر بیا ولی داسی نه وای چه دالقاعده غړي باید مونږ په پاکستان کی ختم کړو٬ ایا دادجنگ میدان همدا دافغاستان بیچاره خلک دی٬ ایا دادپرمختللو اسلحو دازموینی ځای فقط افغانستان دی، په دیی باید هم پوه شو چه وطن مو په دغه دولسو کلنو کی ددغه زهرجنو موادو څخه داسی ملوس اوککړ شویدی چه دخلکو حافیظی مو پنځوس فیصده کار نکوی اونوی ماشومان چه پیداکیږی هغه دمختلفو نیمگړتیاوو سره مخامخ دی

    زما وروره جلالزی صیب په ننی وخت کی دامریکایانو سیاست په افغانستان کی گونگ٬نامعلومه٬ او بی هدفه روان دی ،مگر دامریکا سیاست دپاکستان دگتو لپاره رون او پاک روان دی٬ دایران سره هم اوږه په اوږه په عراق او سوریه کی دداعش سره جنگږی، مگر متأ سفانه زمونر سره په چل ول او دوکه روان دی٬ په تیره په افغانستان کی دپښتنو سره.
    ته په دیی باور ولره چه امریکایان هرڅومره زمونر په وطن کی ډیرپاتی کیږی هغومره به زمونر دسر خلک ختمیږی او بلاخره به له مینځه ځو، او هم به مو کلتور،وقار اوعزت ختمیږی او په ذلالت او شرم به شپی او ورځی تیروو.
    امریکایان که په رشتیا زمونږ دوستان وی باید زمونز سره بی دریغه اقتصادی کمک وکړی،او دامریکایانو پاتی کیدل زمونر په وطن کی جگړه اوږدوی،دوی په ۱۵۰۰۰۰ عسکرو مونږ ته دا خیر راورسووچه څوک دخپلی جونگړی وتلی نشی نو اوس چه نمایشی یو څو زره عسکرپاتی کیږی نو دابه څه وکړی
    تبصره راڅخه اوږده شوه خومونږافغانان باید خپلی لیکنی په سنجش او زور فکر سره وکړو نه توکلی او اوخیالی فکره
    دخدای په امان

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *