سرچینې: بېلا بېل  /ژباړه: شریف افغانمل

په اوسنۍ زماني مقطع کې د افغانستان پر سر د ایران او امریکا اختلافاتو ته تر ډېره ایران یوازې له مذهبي اړخه لابېنګ کوي او دا موضوع په افغانستان کې په یو خاص قشر کې داسې تزریق شوه، چې ګنې ایران له مذهبي اړخه له امریکا سره شدیده دښمني لري او ددې دښمنۍ ملاتړ په هر مسلمان فرض دی.

هغه ډلې چې له امریکا سره په افغانستان کې دښمني پالي، د همدغو مشترکو وجو له امله د ایران تر خاص نظارت لاندې راغلې او دا لړۍ لا تر اوسه هم دوام لري.

ایران په ښکاره په افغانستان کې د امریکا د نظامي اډو د مخالفت غږ پورته کړی او ان یو ځل خو پخواني ولسمشر احمدي نژاد کابل ته د یو سفر پرمهال د افغانستان له تربیونه د امریکا ضد غږ پورته کړ او افغانستان یې اشغال وباله.

د  ایران ـ امریکا د جعلي دښمنۍ کرکټر هغه مهال بیخي ښه څرګندېږي، چې د بن کنفرانس په اړه د تیاریو لومړني لاس لاسوندونه وکتل شي.

جېمز ډبنز پخپل کتاب (له طالبانو وروسته ملت جوړونه په افغانستان کې / ژ، ډاکتر ځلاند) کې د ایران د هغه رول په اړه د ټولو جوړجاړیو یادونه کړې، چې د روم، شمالي ټلوالې او حزب اسلامي ډلو ترمنځ د نوي افغان حکومت د تشکیل پرسر یې چنې ووهلې.

پدې ټول جریان کې د ایران د رضایت او غوښتنو مفصله شرحه هم یاده شوې ده، چې هغه مهال له امریکا سره د نږدې اړیکو په اړه یې ښه سند دی.

په اوس وخت کې امریکا د ایران هغه اندېښنې لا له پامه ندي غورځولي، چې که په افغانستان کې پاتې کېږي او یا وځي له ایران سره باید څه وکړي او یا حد اقل په د نه مزاحمت په شرط یې په څه شي راکړي؟

امریکا په هڅه کې ده له ایران سره د افغانستان په اړه هم کټ مټ د عراق لوبه تکرار کړي، ځکه داسې ډېر راپورونه شته، چې امریکا له عراق څخه په وتو له ایران سره معامله وکړه، خو اوس په افغانستان کې د ایران د غوښتنو د منلو د اندازې پرسر لفظي جنجالونه دوام لري.

امریکا د پاکستان دغه اندېښنې هم له نظره نه غورځوي او په سلامت ډول په افغانستان کې د خپلو نظامي تجیهزاتو د لېږد او رالېږد سربېره د خپې سیاسي نقشې د عملي کولو لپاره د ایران او پاکستان ملګرتیا مهمه بولي.

په ځانګړي ډول د ایران ـ امریکا د اړیکو په اړه د سي ای اې د مامور افشا شوي رازونه له دې اړیکو بله پرده پورته کوي. د سي آی اې پخوانی مامور رابرټ بایر وایي، هغه مهال چې احمدي نژاد د تهران ښاروال وو، ما په ښکاره د هغه په دفتر کې کار کاوه.

که څه هم د احمدي نژاد د ولسمشرۍ په دوره کې د ایران ـ امریکا لفظي اختلافات ډېر خراب تصویر شول، خو د هغه د دواړو دورو پر مهال ښکاري امریکایي جاسوسان په ایران کې پاتې ول. خو دا چې دوی د کوم ماموریت په اړه دنده درلوده بېلابېل نظرونه شته، خو قوي پکې دادی چې په ګډه د سیمې د هېوادونو لپاره د ګډې نقشې جوړول د دغو جاسوسانو مسوولیت وو.

بایر دا خبرې له اسوشیتد پرس خبري اژانس سره د مرکې پرمهال د رابرت لوینسون په اړه مطرح کړې دي، چې په ځانګړي ډول د ایراني رسنیو زیات پام یې ځانته واړوه.

لوینسون هغه امریکایی دی، چې په ۲۰۰۷ کال کې ایران ته تر سفر وروسته لا درکه شو او لا تراوسه د هغه د ژوند په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.

کېدای شي استخباراتي سازمانونو ته دا لوبه تر یوې ډرامې ډېر ارزښت ونه لري، خو کله هم چې له امریکایي استخباراتي ادارو او مامورینو د لوینسون د موندلو په اړه پوښتنې کېږي هغوی بې خبري ښيي او تل یې همدا ځواب وي، چې لوینسون لا هم لا درکه دی.

دا لوبه هغه مهال لا مهمه شوه، چې اسوشیتد پرس خبري اژانس راپور خپور کړ، چې رابرت لوینسون په ایران کې د امریکا د استخباراتي سازمان برحاله مامور دی.

ددې راپور د معلوماتو له مخې لوینسون د یاد سازمان هغو تحلیل ګرانو ته جاسوسي کوله، چې له امریکا بهر یې د معلوماتو د راټولو اجازه ندرلوده او یا له امریکا نشوای وتلی.

د سي آی اې دغه پخواني جاسوس رابرت بایر پدې اړه ویلي :((اصلي ستونزه داده، چې لوینسون سي ای اې ته جاسوسي کوله او پدې ټول ایرانیان پوهېدل، لوینسون هماغه مهال چې په ایران کې وو، زه هم په ایران کې وم.))

هغه وړاندې ویلي، چې ما په ښکاره د احمدي نژاد په دفتر کې د سي ای اې د یو پخواني جاسوس په توګه کار کاوه او پدې ټول خبر ول.

بایر د اسوشیتد پرس خبري اژانس ددې پوښتنې په ځواب کې چې ددې راپور خپرول به لوینسون ته څه زیان وانه ړوي؟ ویلي :((نه پوهېږم، اما ګومان کوم ایران اوس هغه په افراطي ډلو کې شامل کړی، هغه افراطي ډلې چې په بلوچستان کې فعالیت کوي او کېدای شي ددې راپور خپرول د لوینسون ماموریت ته جدي خطرونه متوجه کړي. موږ دا مسله ان لا د لوینسن له کورنۍ هم پټه کړې، څو ځل مو د هغه کورنۍ ته هم دروغ ویلي او قضیه مو په یوه او بل ډول پټه کړې، خو حتمي دا راپور دې اور ته لمنه وهلی شي.))

راپورونه وایي، امریکایي او ایراني جاسوسان په ګډه په سیمه کې له افراطي ډلو سره اړیکي لري او په یوازې ډول یوه لوري ته هم ددې ماموریت غځول، ځکه ستونزمن کار دی، چې باید یو د بل ګټو ته خطر پېښ نه کړي او دا په ګډ توافق کېدای شي.

بایر په ایران کې د یو شمېر نورو جاسوسانو په اړه هم معلومات ورکړي، چې په ډله کې یې (ډیویډ بلفیلډ) هم شامل دی، خو وایي، هغه اوس خپل نوم په داود صلاح الدین اړولی دی :((دواد صلاح الدین هغه نوم دی، چې دې جاسوس پخپله ځانته خوښ کړی او دا مهال په تهران کې خبریال دی، لیکنې کوې او کتابونه یې هم چاپ شوي دي.))

دا په ایران کې د سي ای اې د مامورینو د یو لنډ جاسوسي پروګرام افشا شوي رازونه دي، خو تېره میاشت د منځني ختیځ یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د افغانستان په شمال کې د امریکایي او ایراني جاسوسانو هغه ډلګۍ وخت نا وخت لیدل شوې، چې له وسله والو سره اړیکي لري او په سیمه کې د رېښو غځولو په هڅه کې دي.

3 thoughts on “د سي آی اې پخوانی مامور: په ښکاره مې د احمدي نژاد په دفتر کې کار کاوه”
  1. له بده مرغه چې نن لوبه داسې جوړه شویده چې که پښتانه د ټوپک په زور خپل حق غواړي، نه یوازې دا چې حق نه ورکول کیږي، بلکه داسې نور مغرض او مفسد عناصر ګټه ترې اخلي چې هغه بیرته د پښتنو د سر دوښمن ګرځي.

  2. وایی چه اوښه کوم ځای دی سم دی چه پاتی دی غاړه شوه نو دایران کوم کاردسړی دی چه تاسی یی اوس دا راپه ګوته کوی

  3. Luy KHODAY de da monakgheen nor hem vasharmavi.
    Da fahesh farciaan aw hemagha fahish rezasha sha sara jorridl +_ shamali ttalvala (sp.ata,mohakik,dostem,e t c…}

ځواب ورکول Safi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *