په هغه شپه د عادت خلاف په دې هيله وختي ويده سوم، چي سهار پرماناوخته نه سي.

اندېښنه مي وه او د ارواپوهني يو شمير استادان وايي، اوږدې اندېښنې پر انسان خوب کيږي.

دا خبره پر ځاى ده، په هغه شپه خپلي اندېښنې راباندي خوب سوې، په خوب به مي ليدل، چي ټول خلګ تللي وي، يوازي زه پاته يم.

سترګي مي روڼي کړې، برق له څو ورځو پټپټاني وروسته بيا د شپې ناوخته راغلى و، د خوني دېوالي ساعت ته مي وکتل د شپې درې بجې دي.

شکر مي وکيښ، چي زه پاته سوى نه او تراوسه لان نيمه شپه ده.

په همدې اندېښنو کي مي بيا سترګي سره ورغلي او خوب ځان ته ور وبللم.

داځل، چي مي سترګي را روڼي کړې، سمدم سهار دى، تر لمانځه وروسته مي ژر خپل مايکروفون، کيمره او ټيپ ريکارډر يوځل بيا له سره وکتل، ټول سم وو.

چاى تياري وې، ليکن له خوشحالۍ مي اشتها بنده او هيڅ شى مي خواته نه کېدل.

په راډيو کي يې د سهار اووه بجې يې يادي کړي وې، خو زه شپږ نيمي بجې ټاکلي ځاى ته ورسيدم.

په کور کي يې د تګ پرمهال راته وويل، ( له ځان سره پام کوه، حالات سم نه دي) ليکن زه د ملي اختر د خوشحاليو په درشل کي کله په دې کيسه کي وم؟

د کلک امنيت لپاره هري خواته ملي پوليس، ملي اردو او نور امنيتي څارونکي بيا په ولسي جامو کي يوې او بلې خواته ولاړ وو.

زما څخه هري امنيتي ډلي  د وختي راتګ پوښتنې وکړې، تلاښي سوم، ټول راسره شيان يې په ډېر دقت وکتل او بيا يې د دننه تلو اجازه راکړه.

 هيڅ چا داسي فکر نه کاوه، چي په دومره زيات شمېر کي به زاړه، ځوانان، ښځي او ان معلولين په دې بهير کي برخه واخلي.

دا(١٣٩٣) کال د وري مياشتي شپاړسم سهار و.

زه په دغه ورځ تر لس زياتو مرکزونو ته د مرکو لپاره ولاړم.

تر پنځوس زياتو کسانو راته وويل، راتلونکي ته ډېره هيلي لري د دوى  يوه رايه کولاى سي، چي د ټول هيواد برخليک ته بدلون ورکړي.

که څه هم د رايي ورکولو په ځينو مرکزونو کي د رايي ورکولو پاڼي او د ټاکنوکميسون مامورين کم وو، ليکن بياهم په اوږدو کتارونو کي ان اويا کلن سپين ږيري  هم د رايي ورکولو په هيله ولاړ وو.

دا د افغانستان په پنځه زره کلن تاريخ کي لومړى وار دى، چي افغانان په داسي لوړ احساس  په دغه ملي اختر کي ونډه اخلي.

تر ټولو پر ما د يوسپين ږيري اوښکو ډېر اغېز وکړ.

اغامحمد، خپل عمر پنځه اوياکلن راوښود او د اوښکو سره مل يې راته وويل، ( تاسي څه لېدلي دي، موږ د کرارۍ وختونه ليدلي دي، په کرارۍ او سوله کي خورا ډېر خوند دى.

زه په دې خاطر دلته راغلى يم، چي يو وار بيا هغسي وختونه راسي. )

0 thoughts on “د سپين ږيري اوښکي/ ابراهیم سپېڅلی”
  1. سپیڅلی صا حب سلا مونه او درنا وې مې ومنی. ګران سپیڅلی صا حب !!!!!!! ستا سو دلیکنې او داغا محمد اکا دخبرو په تا یید چې تر تیرو (۳۶) کلونو مخکې که څه هم ژوند په دغه اوسنی اندازه هو سا نه وو خوزړه ډیر خوشحاله وو او سکون بیخې ډیر وو
    لومړی ځل چې ما په انټر نیت دشهید محمد داودخان اودده دکونۍ عکسونه پیدا کړه. ما به ټوله ورځ دغه عکسونوته کتل او ورته ژړل به مې تر دا سې اندازې مې دا کا ر ډیر کا وه چې دخپلو اولا دونو او مږور څخه به وشرمید م. او داغه رنګه تیر کال په بې بې سې پښتو پا ڼه کې دثور د(۷) ، تورې ،خونینې کودوتا جریان لیکل شویوو هم به ما ور ته ژړل. که څه هم ما دغه جر یان دنورما مد تره کې دحکومت په دوره کې په یوه کتا بچه ګۍ کې چې پر لیکل سویوه ( دثور دانقلا ب په هکله) او دوی و ۱۲ پا سانو ته په نوټ وا یه ما مطالعه کړیوو. خو د بې بې سې لیکنه ما تر هغه پخوانۍ مستند ه وبلله
    دا ود خان زما شخصا هیڅ نه وو او زه دیوې مذهبې کورنۍ غړی یم. موږ دسیا ست څه کا ر هم نه درلود. خو زما ژړا دګران هیواد او دګرانو هیواد والو پر حا لت وه

ځواب ورکول عبده ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *