وزیر ځدراڼ، جرمني

سره له دې چې سپی د ډېرو خلکو له پاره د ژوند یو ښه ملګری دی خو دا هم باید له یاده ونه باسو چې سپی یو څیرونکی حیوان دی او په ځانګړې توګه کله چې سپی لېونی شي.

په یوه وروستۍ پېښه کې یوه لېوني سپي د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ د ولسوالۍ په توریخېلو سیمه کې یو شمېر خلک داړلي ول چې څو کسان یې سخت په تکلیف کړل او یو بېچاره کس یې حتی د مرګ کومي ته ورټېل واهه.

د پېښې قرباني چې د څو وړو ماشومانو پلار وو ډول میر ځدراڼ نومېده چې څو اونۍ وړاندې پرې یوه لېوني سپي خوله لګولې وه خو ارواښاد ځدران او کورنۍ یې دغه پېښه بابېزه ګڼلې وه او فکر یې کړی وو چې ښایي دا به د یوه عادي سپي حمله وي. خواوشا دوه اونۍ وروسته د ډول میر روغتیايي حالت خراب شو او کله چې خپلوانو یې کابل ته ورساوه معلومه شوه چې ارواښاد د لېوني سپي د حملې قرباني شوی دی.

که چېرې ستاسو په ګاونډ یا سیمه کې کوم سپی چا ته خوله ور واچوي او ویې داړي، هڅه وکړئ چې ژر تر ژره یې داسې روغتیايي کلینیک ته ورسوئ چې په کارپوه ډاکټران او روغتیایي اسانتیاوې ولري څو معلومه شي چې سپی لېونی نه وي او که وي چې په ټاکلي وخت یې درملنه وشي.

د لېوني سپي د وایرس ضد واکسینونه تقریبا په هر ځای کې وړيا ترلاسه کیږي.

یادونه: عکس د لېوني سپي له خوا د داړل شوي ارواښاد ډول میر ځدراڼ دی.

2 thoughts on “د سپي داړلو ته په کمه سترګه مه ګورئ”
  1. الله ج د ارواښاد ته جنت فردوست کورانی او دوستانو ته د زړه صبر ورکړی,

  2. Yea Allah ta Janet war keay.Ameen..He was good parson .never thing that Dog is nothing bout Dog is very denger .don’t play with Dog and if u heart be Dog u must go to Dr .

ځواب ورکول Wazir farm London ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *