تاند- د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل چې طالبان تروریست نه بلکې وسله وال یاغیان ګڼي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال ایریک شولتز د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبانو ته تروریستان نه وايي، د دې پر ځای یې وسله وال یاغیان بولي.

د سپینې ماڼۍ له مرستیال مطبوعاتي رييس څخه د اې بي سي خبریال وپوښتل، سره له دې چې طالبان لا هم تروریستي حملې کوي، او تاسو دا هم نه شئ ویلی چې جګړه پای ته رسېدلې ده نو ولې طالبان ترهګر نه بولئ؟

ده په ځواب کې وویل:«زه دا یادونه کوم چې طالبان وسله وال یاغیان دي. داعش یوه تروریستي ډله ده. نو موږ د تروریستو ډلو په وړاندې نرمښت نه کوو.»

له ده څخه بیا وپوښتل شول چې ایا طالبان تروریستان نه ګڼي؟

ښاغلي شولتز وویل:«فکر نه کوم چې طالبان— طالبان وسله وال یاغیان دي. دا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له کبله ده او ځکه داسي استدلال کېږي.»

امریکا تېر کال د طالبانو پنځه مهم بندیان خوشي کړل او تر دې مخکې یې په قطر کې د دې ډلې لپاره د دفتر له پرانستلو سره موافقه وکړه څو د خبرو لار اواره شي.

د امریکا اقدام د افغانستان له سخت عکس العمل سره مخامخ شو.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال د طالب بندیانو د خلاصون په اړه وویل چې په دې موضوع په خپل وخت کې په لویه سویه خبرې شوې وې. بندیان د شخړې د پای ته رسېدو په هدف تبادله کېږي.

په وروستیو کې یو وار بیا له طالبانو سره د سولې د خبرو پر احتمالاتو بحثونه کېږي.

چین ته د ولسمشر غني له سفره وروسته د دغه هیواد په بلنه د طالبانو یو پلاوی پیکینګ ته لاړ.

د امریکايي چارواکو په قول ویل شوي چې متحد ایالتونه د افغانستان په سوله کې د چین د رول ملاتړ کوي.

One thought on “د سپینې ماڼۍ یو چارواکی وايي، طالبان ترهګر نه دي”
  1. دتاند دفسبوک ددپنجشنبی د ورځ د۲۹/۱/۲۰۱۵نيټېدورځ پاڼی په يوه صفحه لاندی عنوان راغلی؟
    دسپينې ماڼۍ يو چارواکی وائ,طالبان تر هګر نه ګڼي.
    تاند:دسپينی ماڼۍ يوه چارواکی وويل چه طالبان تروريست نه بلکه وسله وال ياغيان دی.
    دسپينی ماڼۍ دمطبوعاتي دفتر مر ستيال (( ايرک شو لتز ))دچارشنبی په ورځ په يوه خبرې غونډه کی وويل:
    طالبانو ته تروريستان نه وائ ،ددی په ځای ئ وسله وال ياغيان بولی:
    د ای بی سی خبريال وپوښته چه طالبان لا هم تروريستی حملی کوی او تاسی نه شۍ ويلی چه جګړه پای ته رسيدلی.نو ولی طالبان تر هګر نه بولۍ.ايا طالبان تروريستان نه ګڼۍ .
    ايرک شولتز،وويل: طالبان وسله وال ياغيان دی . داعش يوه تروريستی ډله ده .

    داوه هغه مهم تکی چه ما رانقل کړه دوستان
    کولی شې چه ليکلی متن چه زما دليکنی پورته پروت دی په غور ولولی.

    ديو نظامی،او استخباراتی بخوانی کار پوه په توګه زما تاید نه شوی تحليل.
    دافغانستان په داخل او خارج کی اوسيدونکو خوياندو او ورنو تاسی شاهد ياست:
    ۱/شوروی اتحاد خلاف دکنواسيون دملل متحد زمونږ په حريم حمله ور او قانونی دولت ئ سرنګون او خپل تربېه شوی اګنت ئ دقدرت په چوکئ کښيناوه او لس کاله ئ زمونږ وطنوال په بی رحمانه توګه وزورول قتل او قتال چور او چپاول ئ وکړ اولس کاله بعد ټيټ سری او شرمنده ځمونږ دخاوری ووتل:
    چه تولی فجايع تاسو ته معلومی حاجت دسر دردۍ نه شته.
    ۲/دمجاهدينو او او طالبانو او شمالی ټلوالی خاطرات هم ستاسی په ېاو اونه هيريدونکی صحنی دکابل دشهر جنګ وژنئ او قتل او قتال ميخ کوبی او تيل داغی او دمړو ګدا اوخپل عزيزان په خپله حويلی کی خاورو ته سپارل هغه صحنی دې چه مشت نمونه خروار ما ورته اشارې وکړی.

    ۳/داچه امريکا په دسرکي بوش تصميم نيسی چه په افغانستان کی ترو ريستانو اوتر هګرو ځالی جوړی کړې او نړۍ ته ئ خطردی په بی رحمانه توګه دځمکی او هوا او دبحری قوتونو په شمول هر اړخيزی حملې او بمباری کوی کلی او کورونه مکتبونه او مسجدونه منهدم کوی ژوندی انسانان تر خاورو لاندی کوې بی شماره مثالونه ئ په شمال دافغانستان کی موجود دی نه غواړم چه تفصيلی پرې وغږيږم.
    اما داچه نن ورځ دناکامئ په حالت زمونږه خاوره ترک کوی پس له ديارلس کاله قتل عام او وطن په خرابه بد لول .اوس طالبان تر هګراو تروریست نه بلکه وسله وال ياغيان بلل کيږی.
    په رشتيا دايو افغانې ضرب المثل دی چه وائ ( دروغجن حافظه نه دارد ).امريکايانواوس دځان دنجات په خاطر په دروغجنو تبليغاتو لاس پوری کړی.او غواړی چه داخلي داړه مارانو ته دنجات لاره پيدا کړی.
    وطنوالو فکر وکړۍ اوعاقلانه تصميم ونيسۍ وطن او خلکو ته مو نجات ورکړۍ.
    /خپل منځی اتحاد اويو واقعې ا تفاق اوملی وحدت رامنځ ته کړۍ.نه داساختګی دخارجيانو لخو تحميل شوی په نامه ملی وحدت چه نتيجه ئ صفر او مخ په ړنګيدوده.
    /امريکا او اتحاد شوروی باید دجنګ غرامات ومنی.
    /امريکا او متحدين ئ بايد زمونږ هغه په پشو ولاړ اردو دهماغه وخت دځمکنی او هوائ تشکيلاتو دځمکنئ او هوائ سپکو او درندو وسلو په لرلو سره دوباره احيا او په پښو ودروی.
    /په اخر کې روس او امريکا او متحدين ئ دفرد،فرد افغان ځخه دخپلو کرغيړنو اوغير انسانی اعمالو څخه چه دوۍ زمونږ په خاوره کی انجام کړه عفوه وغواړې داچه څوک ئ بخشې اوکه نه دا دهر فرد دافغان شخصې حقوق دی.مرګ په جهانې خونخوارانو.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *