تاند- پاکستان وايي چې له افغانستان سره یې په ګډه د تېرې جمعې له خونړۍ نښتې وروسته پر دیورند کرښه د لانجمنو سیمو د سروې کولو کار پیل کړی دی.

د جمعې د ورځې په نښته کې، چې د سهار په درې نیمو بجو پیل شوې وه، ۲ افغان سرحدي پولیس او یوه مېرمن شهیدان او ۱۴ ملکیان ټپیان شول.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې په جګړه کې ۹ پاکستاني سرحدي ملېشه وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ته یوه پاکستاني چارواکي نن /دوشنبه/ وویل، دواړو خواوو موافقه کړې چې د جنجال د پای ته رسولو لپاره د کلیو جولوجیکي سروې وکړي.

د پاکستان د بلوچستان د ایالتي حکومت یوه چارواکي کاشیف نبي وویل، پلاوي، چې د پوځ افسران هم پکې شامل دي، نن /دوشنبه/ د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرتو کلیو ته ورسېدل او کار یې پیل کړ.

ده وویل چې اوس په سیمه کې وضعیت ارام دی خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لار لا هم بنده ده.

تراوسه د افغانستان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. خو دا خبره یې کړې چې د لمقمان او نظر کلي د افغان ځواکونو له لوري ساتل کېږي.

6 thoughts on “د سپین بولدک – چمن د لانجمنو کلیو جولوجیکي سروې پیل شوه”
  1. تاند والو اسلام علیکم! اما بعد! ګومان کوم چی ستاسو څخه ترمینولوژی ورکه شویده! جیولوجیکی سروی او سرحدی لانجی څّه سره اړه لری؟ دلته د سر شمیرنی اودیموګرافی سروی مسله یواړخ او دپولی ، برید یا سرحد تعینول بله مسُله ده.جیولوجیکی سروی خود کانونو ،خاوری ځمکی لاندی جوړښتونو سره کار لری.د کشالو مسلکی اړخ ته توجه وکړۍ صرف خبر مه خپروۍ هغه هم د هوټل دشاګردانواو کلینرانو په سویه لکه د بلوچستان د کویټي د مازدیګر ورځپاڼي.چی دسهارنیو باوری ورځپاڼوخبرونه به یی ټکی په ټکی رانقل کړل یوازی عنوان به یی په بدله بڼه ډیر غوړ او غټ لیکلۍ وو.

    1. اماج صاحب
      اسوشیتید پریس او ګڼو نورو اژانسونو جیولوجیکي سروې ښودلې.
      QUETTA, Pakistan (AP) — Pakistan and Afghanistan started a joint survey agreed on following last week’s deadly clashes along the two countries’ disputed boundary in Pakistan’s southwest, officials said Monday.

      The two sides agreed to conduct a (((geological))) survey of the border villages to “remove discrepancies.”

      دا هم د فرانس پریس اژانس:
      A senior Pakistani security source in Islamabad who requested anonymity said: “Officials from the (((((geological survey))))) departments of the two countries will conduct a survey, and they will also make use of Google Maps.” A second official in Quetta confirmed the sides had agreed to a survey.

  2. دا جیولوژجکی سروی د کانونو موندنی لپاره کیږی نو دلته یی هدف څه دی او یا د به کوم بل ډول سروی وی

  3. نړیوال سرحدونه او سرحدی سیمې هم د جیودیزی او کارتو ګرافی متخصصینو له خوا سروې کيږي تر څو معلومه کړی کومه سیمه د مخکنیو موافقو، تاریخي شواهدو ، ژبنی ، مذهبی ، قومي اړیکو او یا جغرافیایی جوړښت په اساس په کوم هېواد پورې اړه لري.
    خو داسې هیتونه هغه وخت سیمې ته لیږل کيږي چې د هېوادونو ترمنځ سوله تامین، ښې اړيکې موجودې وی، دواړه لوري د ديپلوماتیکو لارو تر اوږده جروبحث او تفاهم نه وروسته یوې موافقې ته ورسیږي.
    که فرضا دواړه لوري د موجوده تاوتریخوالی او عدم موافقت له امله ونه توانېدل داسې ستونزې حل کړي بیا دریم هيواد ته د منځکړیتوب لپاره مراجعه کیږی .
    خو له پاکستان سره د پورته ذکر شویو مواردو هیڅ کوم شرط ندي پوره شوی.

ځواب ورکول مجمد موسم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *