سپین سرې حاجۍ د مقام ابراهیم پر پنجره ټینګ لاسونه ایښي وو، ښیښه یې ښکوله او سترګې یې هم په پنجره پورې موښلې.
رڼې اوښکې یې په ګونځي مخ پرلپسې روانې وې.
تر ډیره ودریده، سر به یې پورته کړ، بیت الله شریف ته به یې وکتل، شونډې یې خوځولې، سوالونه یې کول.
د سپین پړوني پر شاتنۍ برخه یې له تور سور زرغون بیرغ لاندې په غټو تورو ( افغانستان) لیکل شوی وه،
ناڅاپه هیجاني شوه، ولړزیده، غبرګ لاسونه یې پر سر کیښودل ، بیت الله شریف ته مخامخ شوه، چیغه یې کړه :
یا الله یاالله یاالله، یا د دې کور څښتنه، زموږ په وطن کې نور کونډې او یتیمان نه ځاییږي، نورې مه راکونډې کوه، نور مه رایتیمان کوه.
په کندهارۍ لهجه یې همداسې دوام ورکړ، خوا وشا کسان یې په ننداره وو، په ژبه یې نه پوهیدل، حیران حیران یې ورکتل
خو هغو د ګوتو په شمار افغانانو یې چې خبرې اوریدې، سم ورسره وژړل او د حاجۍ په دعا یې امین وویل.
ماته چې اوس کله کله د دې چیغې رایادې شي، هیله مې پیدا شي چې ګوندې نور یې دعا قبوله شوي وي.
الله د یی دا دوغا قبوله کړی
وخدت تا نه هم زیاته مننه کوو زموږ ویاړ یی
ګرانو لوستونکو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خدای شته، چې د الله تعالی د کور ددې حاجۍ، الله تعالی زاریو، چغو او عرضونو زما په زړه کې هم هیله را وټوکېدله، الله تعالی دې نور پدې ځورېدلي ولس رحم وکړي او – په ريښتیا دې هم – نورې تور سرې په کې نه کونډې کوي او نور نازولي بچيان دې په کې نه یتیمان کوي.
ددې ښکلې خاطرې په لوستلوسره ماته هم یوه دې ورته خاطره را یاده شوه.
دا زمونږ د سیمې د یوه مشهورعالم چې د یوسف خیلو اخوندزاده صاحب په نامه یې شهرت درلود، خاطره ده. په اصل کې دیوسف خېلو آخوندزاده صاحب د وردګو ولایت، د سیدآباد د ولسوالۍ، د کابل – قندهار په لویه لار پراته حسن خیلو د کلي و.
دغه مشهور عالم زمونږ بابا عبدالرحمن آخوندزاده صاحب ته کیسه کوله چې کله مکي حرم ته ورتلم نو له ځانه سره مې زیاتې دعاګانې او عرضونه تیار کړي وو، خو کله چې د مکي حرم په باب السلام ورننوتلم او په کعبه شریفه مې سترګې ولګېدلې، نو هرڅه را نه هېرشول.
پدغه وخت کې ناڅاپه یو تکړه او لوړ ځوان مې خواته ودرېده او لاسونه یې ښه پورته کړل، په دعاګانو یې پيل وکړ. ماهم یوازې د هغه له دعا وروسته ورسره خپل آمین، آمین غبرګاوه.
تردې چې هغه ځوان په لوړ آوازه چغه کړه چې: اې خدایه ! زمونږ په پښتنو کې دا دود دی چې څوک دچا کورته ورشي، هرڅه چې ترېنه وغواړې، هغه ورکوي، زه ستا کورته له ډېرو زیاتو ګناهونه سره راغلی یم، زما سره د پښتنو کار او دود وکړه او ګناهونه مې راته وبښه…
له دې ورسته دغه ځوان دومره وژړل چې زیات خلک ورته را ټول شول، په ژبه به یې څوک پوهېدل، که نه؟ خو ددغه ځوان د ژړا ننداره یې کوله.
الله تعالی دې نور په ګران افغانستان خپل رحم وکړي او ددې ولس څخه دې د غم، ویر او وینو تغر ټول کړي
آمین ثم آمین یارب