مطبوعاتي اعلامیه

کابل، شنبه د ۱۳۹۲ کال د لړم ۱۸ مه

د آسیا پرمختیایي بانک د سړک جوړولو لپاره له افغانستان سره د 220 میلیونو ډالرو مرسته وکړه

د آسیا د پرمختیایي بانک له خوا د 220 میلیونو ډالرو د وړیا مرستې دغه تړون نن د مالیې وزیر ښاغلي ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال او په افغانستان کې د آسیا د پرمختیایي بانک د رییس ښاغلي جوجي تکاشي ترمنځ د مالیې په وزارت کې لاسلیک شو.

دغه مالي مرسته مواصلاتي شبکې د پروګرام  دریمه برخه ده چې د( شمال جنوب دهلیز ) د دره صوف او یکاولنګ ترمنځ 178 کیلومتره سړک او د  ګردن دیوال نه تر چغچران پوري  د سړک مقدماتي څیړنه او د کابل د حلقوي سړک څیړنه به ورباندې وشي

ډاکتر عمر زاخيلوال د دغه تړون  دلاسليک پر مهال وويل: « د آسیا پرمختیایي بانک د افغانستان د پراختیا په برخه کې یو له مهمو مرسته کوونکو څخه دی او موږ یې د دې مهمو مرسته څخه د زړه له کومې مننه کوو. د سړکونو او د   اوسپنې پټلۍ جوړول چې د آسیا پرمختیایي بانک په مالي ملاتړ رغاول کیږي، له موږ سره د افغانستان د مختلفو سیمو په نښلولو کې مرسته کوي ترڅو موږ هغه هدف ته ورسیږو چې افغانستان د سیمې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې په یوه مهمه مرکزي نقطه بدل شي.»

د آسیا د پرمختیایي بانک په مالي ملاتړ دغه یوه لویه پروژه ده چې په ترڅ کې به یې نژدې 578 کیلومتره ملي او سیمه ئيز سړکونه ورغاول شي او د افغانستان په شمال کې به نژدې 225 کیلومتره د   اوسپنې پټلۍ او ریل تمځایونه جوړه شي. همدا راز به له   حیرتانو څخه تر مزار شریف پورې د   اوسپنې پټلۍ ساتنه وشي او په بله برخه کې به د فواید عامې وزارت د ظرفیت په لوړولو او د ترانسپورټي سکتور په ښه والي کې ترې ګټه پورته شي.

دغه پيسي دهغو اته سوه پنځو 805 مليونو ډالرو له جملې څخه دې چې د 2011 کال د اکتوبر په 12 مه یې د افغانستان د مالیې وزارت او د آسیا پرمختیایي بانک ترمنځ تړون لاسلیک شوی ؤ. د دغې پروژې د دوو برخو قرارداد پخوا لاسلیک شوی او نن یې د دریمې برخې تړون لاسلیک کیږي.

په افغانستان کې د آسیا پرمختیایي بانک رئیس ښاغلی جوجي تکاشي وایي: د دریمې برخې د پروژې لاسلیک د دې ښوودنه کوي چې د آسیا پرمختیایي بانک د   2014 کال څخه وروسته هم خپلو پراختیایي مرستو ته ژمن دی. د مواصلاتي لویو لارو د جوړولو هدف د شمال جنوب د دهلیز بشپړول دي ترڅو د سالنګ تونل ځای ونیسي.

د آسیا پرمختیایي بانک په 1966 میلادي کال کې تاسیس شوی دي، 67 غړي لري چې 48 یې له سیمې څخه دي او مرکزي دفتر یې په مانیلا کې دی.  د اقتصادي ودې، د باثباته چاپیریال د برابرولو او د سیمې د یووالي له لارې په مرکزي آسیا او ارام سمندر سیمه کی د بې وزلۍ د کمولو له پاره کار کوي.

One thought on “د سړک جوړولو لپاره د اسیايي پرمختیايي بانک ۲۲۰ ملیون ډالري مرسته”
  1. ډیر ښه خدای دوکړی چه دافغا نستا ن ټو ل سړ کونه په اسا سی ډول جوړ شی .

ځواب ورکول سید الرحمن زیارمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *