تاند، سه شنبه، د اسد ۲۲مه: د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کندهار پوهنتون یو استاد یې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د خپلې کورنۍ له څلورو غړیو سره وژل شوی دی.
وزارت ویلي، د کندهار پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي پر استاد صفت الله ساحل او د هغه پر کورنۍ د سړک د غاړې ماین د میدان وردګو په جغتو سیمه کې نن الوتی دی.
د لوړو زده کړو وزارت تاند ته په استولې خبرپاڼه کې نه دي ویلي، چې موټر کې د استاد ساحل د کورنۍ څو غړي سپاره وو؟ خو راپورونه وايي چې په پېښه کې نوموړی خپله وژل شوی او د کورنۍ څلور غړي یې ټپيان دي، خو وروستي راپورونه دا دي چې د استاد ساحل تر څنګ یې د کورنۍ ۴ غړي هم وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې استاد ساحل یوه میاشت وړاندې له هند څخه ماستري راوړې وه.
تر اوسه د نوموړي د وژنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو میدان وردګو کې اکثره مهال د سړک د غاړې ماینونه طالبان ښخوي چې ملکیانو ته په کې تلفات اوړي.
د یو معلم یا استاد مرګ یا وژنه به په حقیقت کی د علم او زده کړی څخه د وطن د سلو بچانو د بی
برخی کیدو او محرومیت په مانا وی
لوی او بخښونکی رب دی دا ګُلالی ځوان د کورنی د غړو په ګډون وبخښی
، په دا تیرو اولس اتل کلونو کې چې د دولت مخالفینو څومره خلک وژلي ډیری همداسې مظلوم ولسي خلک وو ملا هیبت الله، د دې ټولو ځواب به ورکوي، خدای دې په خپل غضب اخته کړه،