ژباړه: نورالله غازي يار

 ډېر کلونه پخوا،  چې  فلسطيني وګړو پر خپله خاوره په سوله او سوکالۍ کې ژوند کاوه، دفلسطين دخليل په ښار کې دعمر په نوم يو خياط اوسيدو، هغه ډېر بې وزلی و، جونګړه يې ډېره په بد حال وه، نيستۍ اوبې وزلۍ يې فکر ډېر ورخراب کړی و؛ خو چې کله يې ميرمن مړه شوه، پر مغزو يې دغم يو ګردی کاڼی ولکيدو، همدا لامل و چې لږې لوړې خبرې هم پرې بدې لګېدې، چې لږشور به شو پر ده به يې دومره بد اغېز وکړ، لکه څوک چې دبارودو ډېري ته بل ګوګړ ورنږدې کړي .

عمر په خپله جونګره کې له خپلې لور عارفې او يو څو لمسيانو سره اوسيدو، کله کله به د ګلاليو ماشومانو په کټکټي خندا او شور  پر هغوی دومره وروچريدو، لکه په اسمان کې چې تندر وغړمبېږي، هغه به يو دم غلي شول او په ويريدليو سترګو به يې ورته کتل . یوه ورځ چې ماشومان له ډوډۍ خوړلو وزګار شول، نو دجونګړې په خوا کې يې شور او غوبل جوړ کړ،  پرعمر شور سخت بد ولګيدو، سر يې درد وکړ، له ځايه پورته شو، له جونګړې دباندې ووتو، تر ډېره دباندې ګرځيدو؛ خو دماشومانو شور يې همغسي په غوږونوکې تڼېدو. په زړه کې يې وويل:

ــ   اې خدايه څه وکړم، په څه ډول ځان ته سکون  راولم،څه وکړم. . . .

اخېر په زړه کې وروګرځيدل، چې بايد له يو چا سره په دې اړه مشوره وکړم، له دې سره يې ناڅاپه دابوالحسن نوم ذهن ته راغی، ابوالحسن ددوی په کلي کې بينا اوداناسړی و، ټولو کليوالوبه دکومې ستونزې دورپيښيدا پر وخت له ده مشورې اخيستې . عمر هم دابوالحسن دکور پر لور ورغی، ابوالحسن له کوره دباندې پر کټ ناست و او ديو پنډ کتاب پر لوستلو بوخت و، عمر ورته سلام وکړ، هغه  کتاب بند کړ، ستړې مشې يې ورکړه او دحال احوال پوښتنه يې ترې وکړه، عمر ورته وويل :

ــ   ابوالحسنه وروره! نور ښه يم يو څه ګوزاره چلېږي؛ خو دلمسيو له شوخۍ او شوره تر پوزې راغلی يم، يو څو شېبې سکون او راحت هم نه شم موندلی، څه داسې لاره او  چل راته وښايه چې  يو څه په سکون کې شم .

ابولحسن دعمر خبرې ښې په غور واورېدې، تر ډېره يې سوچ وګړ او بيا يې عمر ته چې له ده سره پر کټ  ناست و مخ ورواړوه :

ــ   عمره! که ته له دې شوره خلاسون  غواړې؛ نويوه دانه پېشو درته پيدا کړه .

عمر په حيرانۍ ترې وپوښتل :

ــ   ايا له پېشو سره به مې په کور کې  شور نور زيات  نشي؟

ابوالحسن په   تيزه لهجه ورته وويل :

ــ   که له شور او غوبل نه خلاسون غواړې؛نو چې زه څه وايم هغه وکړه !

عمر دې ته اړ شوچې يوه دانه پېشو پيدا کړي؛ خو لکه څنګه چې عمر ويل همغسې وشول، پېشو به ټوله ورځ په جونګړه کې ميو ميو کاوه، دعمر په جونګړه کې شور کم نه شو؛ بلکې نور هم  زیات شو. عمر څو ورځې صبر وکړ؛ خو اخېر په تنګ شو او بيرته ابوالحسن ته ورغی . ابوالحسن  د کور په انګړکې شنو بوټو ته اوبه ورکولې .

عمر ورته خپل مشکل ووايه، ابوالحسن له يو څه سوچ ورسته  وويل :

ــ   داسې وکړه چې يو سپی هم پيدا کړه!

عمر ددې سره په انديښنه کې شو او په سواليه نظر يې ابوالحسن ته وکتل ، ابوالحسن يې پر مقصد وپوهيدو او ورته وی ويل :

ــ   ځه، سوچونه مه کوه او زما پر مشوره عمل وکړه!

عمر په خپل کور کې سپی هم زيات کړ، اوس نو دعمر په جونګړه کې دسپي غپا او ونګيلا هم زياته شوه،پېشو او سپی به چې سره په خپل مينځ کې ونښتل؛ نوغوغا او کړنجيدا به ټول کلی په سر واخيست .

عمر بيا په خورا پريشانه حالت کې ابوالحسن ته ورغی او دمرستې غوښتنه يې ترې وکړه .

ابوالحسن ورته وويل :

ــ   اوس يو دانه چرګ هم پيدا کړه!

ــ عمر په وارخطايۍ وپوښتل:

ــ   چرګ؟

ــ   هو،  چرګ . . . .ککړه کو ککړه کو به درته وايي …

ابوالحسن له دې سره وموسيدو او بيرته دخپل پنډ کتاب پر لوستلو بوخت شو .

عمر يو دانه چرګ هم واخيست، اوس نوپېشو، سپي او چرګ دعمر په جونګړه کې ښه شور ماشور جوړ کړ، دعمر دشپې هم خوب وتښتيدو، دلمسيانوشور خويې يوازې د ورځې و او دورځې به يې سکون نه و، د ابوالحسن ګرانبيه مشورو خويې د شپې سکون او ارام هم ترې واخيست ، تر نيمي شپې به يې دسپي او پېشو دميواوغور له کبله  سترګه نه پټېده،  چې تر نيمې شپې وروسته به يې لږې سترګې سره ورغلې؛ نو چرګ به بانګونه پېل کړل .

عمر چې سترګې يې پړسېدلې او شکله يې په بله اوختي وه، همداسې په پريشانه حالت کې ابوالحسن ته ورغی او له خپل حاله يې خبر کړ .

ابوالحسن سوړ اسويلی وکړ، سترګې يې پټې کړې، تر ډېره غلی و او بيا يې زياته کړه:

ــ  ښه، عمره وروره! ته اوس يو خر هم پيدا کړه!

عمر چې دخره دساتلو مشوره واوريده، نورنګ يې تور واوخت، هغه پوهيدو چې که خر هم جونګړې ته راولم؛ نوپه جونګړه کې به څه حال وي . ابوالحسن چې عمر په سوچونو کې ډوب وليد، په تيزۍ يې ورته وويل :

ــ   ځه، ډېر سوچونه مه کوه، په مشوره عمل وکړه او يو خر راپيدا کړه!

د عمر په جونګړه کې يو خر هم زيات شو، اوس نو پېشو، سپي، چرګ او خره خپل خپل اوازونه ويستل، کله به دخره ناړو کې دسپي غپا ورکه شوه او کله  دچرګ په ککړه کو کې د پېشو ميو ميو  او چې دې څلور واړو به په يو وار نارې کړې؛ نو عمر به  ګوتې په غوږونوکې ننويستې او حال به يې دلېدو نه و. د عمر په همدې شور ما شور کې يو څو ورځې ووتې؛ خو اخېر يې صبر تمام شو اوبېرته ابوالحسن ته ورغی او په ژړغونې غږ يې ورته وويل :

ــ   ابوالحسنه! زه خو مړ شوم، مړ ، دپېشو،  چرګ او سپي شور خو کم و، چې اوس مې جونګړې ته خر هم راوستو، نور لېونی کېږم ، دخدای لپاره . . . . . ماته سکون او راحت راکړه . . . . .

د ابوالحسن په څېره کې ژوره موسکا رابرسېره شوه او  وموسېدو:

ــ   ځه لاړ شه اوخر دې وپلوره!

يو څو ورځې وروسته ابوالحسن په خپله دعمر  پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغی، هغه وليدو چې عمر دجونګړې په دروازه کې ناست و او پر يوه کميس يې تڼۍ ګنډلې .

ابوالحسن پرې ورغږ کړ :

ــ   سلام عليکم عمره! څنګه يې؟

عمر په لومړي ځل وموسېدو :

ــ  راځه ابوالحسنه،کينه!  خر مې چې  پلورلی؛ نو پوره سکون او ارام مې موندلی او ډېر خوشاله يم، اوس دسهار نه وړاندې  يو څه سترګه هم پتوم .

ابوالحسن وويل :

ــ   ډېر ښه، اوس نوسپی هم له کوره وباسه او په دريمه ورځ زما کور ته راشه . . . . .

په دريمه ورځ  عمر په خوښۍ خوښۍ د ابوالحسن تر کوره ورغی، ابوالحسن غږ پرې وکړ:

ــ   عمره! نن خو ډېر خوشال ښکارې؟

ــ   هو ابوالحسنه!  د خدای فضل دی، زه ډېر خوشال يم، ستا په مشوره مې سپی له کوره وويستو، اوس پېشو غريبه غلې دکوټې په کونج کې ويده وي، زما په کور کې اوس ډېر سکون دی . . . .

د ابوالحسن تندی وغوړيد:

ــ   مبارک شه، مبارک، چې تا د سکون په څېر يو ښه نعمت لاس ته راوړ،  ځه لاړ شه اوس پېشو هم له کوره وباسه .

عمر وويل :

ــ   خېر دی پېشو دې وي، هغه زما په سکون کې هيڅ ډول خلل نشي پيدا کولی .

ابولحسن په تېزه ورته وويل :

ــ   عمره! چې زه وايم همغسې وکړه!

عمرڅه ويل غوښتل؛ خو ابوالحسن د لاس په اشاره غلی کړ .

څو ورځې ورسته عمر په خندا ډکه خوله د ابوالحسن کور ته راغی، په څيره کې يې تازګي او خوښي ښکاريده .

ابوالحسن ورته وويل:

ــ   وايه عمره! اوس دې حال څنګه دی؟

ــ  د خدای شکر دی، اوس مې په کور کې پوره سکون او ارام راغلی، اوس کله کله زه هم د جونګړې له خاموشۍ تنګ شم، که زما د ګلاليو ماشومانو په کټ کټ خنداګانې نه وای؛ نوخاموشۍ به ليونی کړی وم، همدا ماشومان دي چې پوره سات مې ورسره تېر دی .. . . .

ابوالحسن ورته وويل :

ــ     عمره! په اصل کې خوښي او سکون هلته له وړاندې موجود و؛ خو تا يې د پېژندلو پوهه نه درلوده .

3 thoughts on “د سکون په لټه (د فلسطین د خلکو کیسه) ژباړن غازیار”

ځواب ورکول رازمحمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *