پنځه ویشت کاله مخکې د طالبانو په نوم ډله د یوازیني ښکاره هدف په موخه عملاً ډګر ته راووته او په کم وخت کې یې د هېواد بلها ځایونه ولکه کړل. دوی د ملت په منځ کې د نجات پرښتې ځکه وبلل شول چې خلک یې د لنډغرو، جګړه مارو، غلو، لوټمارو او په ټوله کې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو له شره خلاص کړل. هغه ټولې ډلې یې وزغلولې او د افغانستان پنځه نوي سلنه خاوره یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته چې د امنیت له پلوه بې ساري حکومت به یې تاریخ هم هېر نشي کړای.

خو دلته زه پر تاریخ نه غږیږم، خبره د هاغه هدف او سیاست ده چې پنځه ویشت کاله مخکې طالبانو رابدرګه کړ او کیسه یې تر دې را ورسوله چې اوس یې خلک هم ورپورې حیران کړي دي.

کله چې طالب پر افغانستان واکمن شو، لنډغران او جګړه ماران یې ګدایۍ ته کښېنول او ځینو لا ان بیخي وطن پرېښود؛ خو پنځه کاله روسته د بن له ناستې او افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو له راتګ سره سم، چې کله طالب رژیم نسکور شو، همغه کرکجن جګړه ماران یو ځل بیا د واک پر ګدۍ راټول شول؛ دوی دا ځل بیا هم غلا، چور او غصب ته مخه کړه، خو توپیر یې له پخواني حالت سره دا و، چې هلته یې توپک او وسله کاروله، اما دا ځل یې د حامد کرزي واکمني د یو رسمي او قانوني سمبول په توګه وکاروله او هر چور، تالان او غصب ته یې د دیپلوماسۍ په رڼا کې د حق نوم ورکړ. دا لړۍ دومره اوږده او پراخه شوه چې نه یوازې د عامه او بې طرفه وګړو حقونه پکې تر پښو لاندې شول، بلکې د طالبانو د بیا راژوندي کېدو او پیاوړي کېدو یو لوی لامل هم یادیږي.

وګورئ، حامد کرزي دغه ټول (په اصطلاح) مکروبونه دومره تغذیه کړل چې د پړسېدو له امله یې پخپله کرزی هم څو ځله د همدوی لخوا سپک او توهین شو. دا کار شاید پر کرزي هم سخت تمام شوی وي؛ خو ګمان مې دا دی چې ساعت روسته به یې هر څه هېر کړي وي او لکه څنګه چې ښکاره وه، چلند به یې رښتیانی هم عادي و، اما د دغو ټولو بار پر ملت دومره دروند شو چې که ووایم اکثریت یې پر زمکه نسکور کړل، عقدمن یې کړل او په بیلابېلو پلمو او ډولونو یې وځورول، نو مبالغه به مې نه وي کړي. کاش چې یو ځای یې نیولی وای، دومره درد خو به یې نه درلود؛ اوس د تأسف ځای همدا دی چې نوموړی ښاغلی هغه وخت هم د لنډغرو په مدحه او ستاینه بوخت و او نن هم همغه الفاظ داسې ادا کوي چې نه ورباندې شرمیږي او نه ستړی کیږي.

اصلي خبره کوم! زه د سیاستونو همدغه ټکر ته حیران یم. طالب چې په چا پسې راخیستې وه، هغوی ټول کرزي تغذیه او تقویه کړل او لا یې هم د یو ټیم په چوکاټ کې د راټولولو او د سولې مذاکراتو کې یې د یو مطرح اړخ په توګه د پېژندلو هڅې کوي؛ چې د طالبانو لخوا نه دا موضوع جدي ګڼل کیږي او نه یې هم پر وړاندې د منصفانه سیاست له مخې د اعتراض او انتقاد جرأت کوي، ان تر دې چې له لوري یې پراخ او څرګند هرکلی شوی او د دوی په اصطلاح همغه د شر او فساد ډلې ته سیاسي ارزښت قایلیږي او ترجیح ورکوي.

بلخوا د افغان حکومت په رأس کې د اشرف غني په نوم یو سپینږیری چې له جسمي پلوه ډنګر او کمزوری سړی دی، تر ډېره د طالبانو لومړنی او اصلي هدف پوره کوي او په محسوس ډول یې دا ثابته کړې هم ده چې اکثره لنډغران، جګړه ماران، غاصبان او زورواکان یې د دولت، په تېره د حکومت له تشکیل څخه بهر کړي او ښه په زغرده یې د انزوا حالت ته رسولي دي؛ خو له دغو هر څه سره سره بیا هم دا سپینږیری نه یوازې له پامه غورځول کیږي، بلکې د روان وضعیت په بهیر کې د هر مخالفت، انتقاد او فشار لپاره په پوره زور سره په نخښه کیږي، چې د همدوی خپل یو شعار له مخې، د دوی دا کار زموږ له اسلامي او افغاني سیاست سره په هېڅ دلیل اړخ نه لګوي.

نه غواړم څوک مې د غني په پلوۍ تورن کړي، دا اعتراف به زه پخپله وکړم او هغه دا چې موږ دلته هر څوک او هر څه تجربه کړي، ان د حکومت او نظام تشه او همدارنګه عبوري او موقتي حکومتونه مو هم داسې تجربه کړي؛ چې زیانونه به یې د هېواد راتلونکي دوه نور نسلونه هم جبران نشي کړای. 

زه د کوم شخص نه، بلکې د نظام او حکومت پلوی یم او له ټولو افغانانو مې همدا تمه ده؛ ما ته یې د ارزښت پته لګېدلې او هېڅ ډول بدیل نشم ورته ټاکلی؛ ځکه دا زموږ د ډاډ، سیالۍ، بسیاینې، نجات، ننګ او برم تر ټولو لوی ادرس دی او دغه ادرس ته په درنه سترګه کتل خپل ویاړلي تاریخ ته درناوی دی او په رښتیني توګه د افغانانو او افغانستان نومونو ته ژمنتیا ښودل دي.

One thought on “د سیاستونو ټکر ته حیران یم | عبدالجمیل ممتاز”
  1. تیره ورځ می یو په دری ژبه یوه لیکنه لوسته او په اخیر کی کرزی د طالبانو د نماینده په حیث معرفی شوی

    رژيم و امارت طالبان را نيز استقبال و تجربه كرديم ، آنچه كه تاريخ در مورد آن گواهى دارد كه با منابع مالى امريكا و سعودى ، طراحى انگليس ، كمك و همكارى بى دريغ سازمان استخبارات پاكستان از معجون مركب همان مجاهدين حركت انقلاب اسلامى ، حزب اسلامى خالص ، عده يى از مجاهدين پيشين و حتى افسران نظامى حزب خلق و طلاب افغانى و پاكستانى در مدارس پاكستان و همه با پيشوند ملا تشكيل شده بود، حكومت مجاهدين بخصوص سران رژيم بخاطر سر كوبى رقيب و حريف نظامى خويش در آنوقت كه شهر كابل به ميدان جنگ تبديل شده بود ، تا توانست تحريك طالبان را از لحاظ مالى با بانكنوت هاى چاپ مسكو و حمايت نظامى ، تا درب هاى ورودى به كابل كمك و همكارى كنند.

    تحريك طالبان ٩٠ در صد از خاك كشور را در كنترول داشتند و كشور هاى سعودى ، امارت و پاكستان رژيم و يا امارت طالبان را به رسميت شناخته بود و در نيويارك نيز نمايندگى سياسى به رياست عبدالحكيم مجاهد كه سفير دولت مجاهدين در جاكارتا بود، نمايندگى و قرار بود كه حامد كرزى نماينده اين تحريك و يا امارت طالبان به سازمان ملل معرفى شود.

    چی موضوع د کابل داخلی جنګونه او د کابل ښار په کنډواله بدلولو او اوسنی د حکمتیار او عبدالله عبدالله د ناستی په اړه چی ټاکنی د جنجال په تړاو شوی وو لیکل کړی وو

    د تاسی له لیکنی او پورته دری متن داسی معلومیږی چی ټولی جنګی ډلی چی پاکستان مالی ملاتړ تر سیوری لاندی فعالیت کوی د شخصی او ګوندی ګټو په خاطر او پاکستان په اشاره سره یو دی

    ځکه مخکینی مجاهدین هم له نجیب الله سره سولی ته حاضریدل او پاکستان د دوی په نماینده ګی په بین الملل کی خبری کولی مګر اوس هم د پاکستان پوځ او استخبارات له ټرمپ او خلیلزاد سره خبری کوی او خلیلزاد په هر دوره کی یوځلی پاکستان ته منډی وهی کچیری سوله د افغانانو ترمنځ وی نو خلیلزاد پاکستان کی څه کوی کچیری طالبان خپلواک ولی خلیلزاد ته نه وایی چی ته سوله کوی له ماسره کوی که پاکستان سره
    ځکه دوی هم پدی پوهیږی او پورتنی دری متن هم همدا خبره تصدیق کوی

    پاکستان دلته داسی نظام غواړی چی پاکستان ګټی پکی وی نو امکان شته چی اوسنی د ګلبدین او عبدالله ناسته هم د همدی په خاطر وی ځکه تر اوسه حکمتیار ندی ویلی چی پدی ۱۸ کلن جنګ افغانانو زیان لیدلی مګر دا کراتو کراتو یی ویلی چی اوسنی جنګ کی زیات زیان پاکستان ولیده مطلب موږ سره چی پاکستان څه کوی پرحقه دی

    کچیری د ټاکنو پایلی اعلان شی او اشرف غنی بی له اجرایه ریاست او صدراعظمی سره مینځ ته راشی نو پاکستان ته یو ډول سور څراغ ده او پاکستان د ځان لپاره په اوبو کی چاړه وینی نو ګمان کوم اوس پاکستان د نتایجو کی د ځنډ لپاره له ډول ډول لارو او چارو کار اخلی ترڅو نتایج بیا داسی اعلان شی چی ګټونکی او بایلونکی معلوم نشی او دوهم ځل ته خبره لاړه شی چی لدی سره د اجرایه ریاست چوکی وخت هم تمدید شی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *