تاند- د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د کاندیدانو پر سیاسي خبرو د نهیلۍ د څرګندولو تر څنګ وايي چې که د انتخاباتو پایلې هر څه وي دوی به یې ونه مني خو د دې په مقابل کې د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم وايي چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیاسي خبرو پرمختګ کړی او دوی هیله لري چې یوې نتیجې ته به ورسېږي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم ویندوی سید حسین فاضل سانچارکي د پنجشنبې په ورځ وویل، د دوو کاندیدانو ترمنځ سیاسي خبرو هیڅ مثبته نتیجه نه لرله.

ښاغلي سانچارکي زیاته کړه:«نورې سیاسي خبرې باید د یوه نوي چوکاټ پر اساس وي؛ ډاکتر عبدالله دا مسله ډاکتر غني ته د خبرو په ترڅ کې څرګنده کړې ده.»

سانچارکي په عین حال کې وویل چې د ملګروملتو او نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې د تفتیش روان بهیر غیرقانوني دی او دوی به د دې تفتیش په پای کې د انتخاباتو پایلې ونه مني.

سانچارکي په عین وخت کې وویل چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو غړي او مشران به خبرو ته دوام ورکړي.

ده خپل کاندید بریالی وباله، ویې ویل:«موږ د انتخاباتو په لومړي پړاو او دغه راز دوهم پړاو کې بریالي وو او خبرې به له همدې موقفه کوو.»

سانچارکي په دې اړه چې که د ده کاندید بریالی وي نو بیا ولي د اجرايي چوکۍ د اختیاراتو د زیاتېدو غوښتنه کوي، څه ونه ویل.

د دواړو کاندیدانو د سرچینو د راپورونو له مخې په سیاسي خبرو کې زیات اختلاف د اجرايي ريیس د اختیاراتو پر سر nدی. د عبدالله ټیم غواړي چې اجرايي رييس دې د کابینې مشر هم وي خو د اشرف غني احمدزي ټیم د ټولو چارو مشري د منتخب ولسمشر بولي.

د عبدالله عبدالله د ټیم خلاف د اشرف غني انتخاباتي ټیم، چې د دوهم پړاو انتخاباتو له ابتدايي پایلو سره سم په انتخاباتو کې بریالی اعلان شوی، د دوو ټیمونو ترمنځ د سیاسي خبرو د دوام پر ضرورت ټینګار وکړ او په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یې د دوو ټیمونو ترمنځ پر یوې موافقې جوړجاړي ته خوشبیني وښوده.

په همدې منځ کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم د تخنیکي پلاوي غړي حلیم فدايي وايي چې ځیني بهرنیان د دې لپاره چې د ده په وینا د عبدالله عبدالله پزه په ځای شي د اشرف غني احمدزي د ۶ لکه رایو د باطلېدو غوښتنه کوي.

د ښاغلي فدايي په وینا که څه هم د دومره شمېر رایو د باطلېدو په صورت کې بیا هم اشرف غني ولسمشر غوره کېږي خو بهرنیان هڅه کوي چې عبدالله عبدالله، چې په انتخاباتو کې یې د پراخو درغلیو ادعا کړې وه، په خپله ادعا باندې یو مخ ونه شرمېږي.

3 thoughts on “د سیاسي خبرو د پرمختګ په اړه د دوو کاندیدانو د پلویانو متناقضې څرګندونې”
  1. فدايي صاحب ز ما نظر داده چي ملل متحد دي دبل داوړو څخه چاته پزه نه جوړه وی،بل داچي ،6 لکه رايي چي قانونی اوپاکی وی نبايد دچا دپزی دجوړيدو قربانی شی ،دادخلکو حق دی چي په سختو شرايطوکي د ټاکنوصندوق ته په لين کی ولاړ وه اوبس .بل داچي په ملی حکومت کی دوطن ټول ملی کدرونه دګډون حق لری نه داچي يوازی شورأيي نظار ددی ملی حکومت وکدارانوی وی ،په وطن کی ډير پوه کدرونه لرو چي کيدايي شی دوطن په ابادولوکی تر ټولو ښه ونډه واخلی،ملی حکومت يا دغلود حکومت بايد څه فرق وشی . په درناوی

  2. ای شرمیدلو :تاسی شرم او حیا نلری خواست وکړی بیایی دپریکړو طاقت نلری هر څه ستاسو په خواښه روان دی نن خارجی نا ظرین هم نه منی رښتیاچه (ګل مرجان دوینو تویولو تږی ده ) خو په یاد دوی چه ستا وینی به هم تویږی .

  3. داوسنیو نندریو او ډیر بد حالت مسولیت مستقیما دکمیسیون انتخاباتو په غاړه دی دومره ډارن او بی کفایته کمیسیون دی چه خلک له لوږی وطن پریښودوته اړ شول او دوی رښتیا نشی ویلی هر څوک چه وی بارنده او بازنده په ډاګه کړی دومره بی کفایتی ۶-۷ میاشتی کی نتیجه نه معلومیږی برنده چه هر څوک دی معلومشی خپل مسولیت له اوږو کوز کړی بیا بازنده چه هرڅه کوی ودکړی .

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *