په ژوند کې هدف
دہ ویلي چې لومړنی نظر چې ما دې جھان ته وکړ او ښه ورته په ځیر شوم نو بیا مې د ځمکې کرہ مخې ته کېښودہ او له نورو کرو سرہ مې مقایسه کړہ نو بیا مې ولیدل چې ځینې داسې کرې شته چې په سوونو میلیونو واري له ځمکې نه غټي دي او بیا انسانانو ته په ځیر شوم چې په ځمکه کې پراته او مېشت دي ومې لیدل چې د دوی شمېر تقریبا له یو نیم زر میلیونو نه تجاوز نه کوي او دغه شمېر نسبت د ځمکې پراختیا ته ھیڅ دی.
او بیا مې ھغه کرہ په نظر کې راوسته چې څو سوہ میلیونه وارہ له ځمکې نه غټه دہ، او دا مې ھم فرض کړہ چې ھلته یو سړی زر کاله عمر کړای شي، او د ډېري ځمکې خاوند کېدای شي. نو په خیال کې راغله چې په دې حساب کېدای شې چې یو سړی دومرہ ځمکه ولري چې د ټولې ځمکې د کرې قدر ته وي، او د اولادې لمسیانو او کړوسیانو شمېر یې ھم ممکن دی چې د ځمکې د اوسیدونکو شمېر ته ورسیږي، پدې توگه چې سلگونه ښځې روا او د خلکو عمرونه ھم زر کاله وي نو زما د دغه خیال او تخیل په اساس که د مریخ په یوہ کلي کې یو سړی دومرہ ځمکه ولري لکه د ځمکې کرہ او د اولادې شمېر یې ھم د ځمکې د خلکو په شمېر وي نو آیا د دغه کلي د خلکو تر منځ به چې ټول د یوہ پلار زامن دي دغه راز اختلاف موجود وي لکه چې د ځمکې د کرې د خلکو تر منځ شته او که نه؟
زما خیالاتو ځواب را کړ چې (نه) بلکې د دغه کلي خلک به ټول په ډاډہ زړونو آرام ژوند تېروي چې نه به یو په بل رخه کوي او نه کینه او نه به غمجن کيږي، نیالگي به کښېنوي او تخمونه به کري او رېبي او راټولوي به یې او خوري به یې نه به د جنگ په معنا پوھیږي او نه به جگړي سرہ کوي ځکه چې دوی به پادشاہ او د تمو خاوندان نه لري پراخه ملک به وي او ھر راز نعمتونه به لري او د کلي له مشر خپل پلار سرہ به د ھغه واحد خدای (ج) عبادت او بندگي کوي چې د ھر څه خالق او د کایناتو پیدا کوونکی دی.
او بیا مې د ځمکې اوسیدونکو ته مخه کړہ او ھغه مھم ټکي مې تر څیړني لاندې ونیول چې د دوی د اختلاف سبب شوی دی او دا را ته څرگندہ شوہ چې د دوی په اختلاف کې د دین مسئله مھم رول او نقش لري، نو بیا موسوی، عیسوي او محمدي درې واړہ ادیان تر داسې دقیقي مطالعې لاندې ونیول چې ځان مې له ھر تقلید نه لري کړ او د عقل جلو مې خوشي کړ نو بیا مې له ډېري څیړني او ډېر ځیر نه وروسته ولیدل چې دغه درې واړہ ادیان په مبدا او غایه کې سرہ یو دي. او که په کوم یوہ کې د مطلق خیر څه کمبودتیا موجودہ وي په بل سرہ د ھغه نقصان پورہ شوی دی. او چې ډېرہ زمانه تېرہ شوې او خلک بېرته گمراہ شوي دي او لا یې د دین په جوھر کې څه نقصان راوستی دی نو سمدستي بل رسول ورته راغلی او کوم نقصانونه چې دوی راوستي ھغه یې پورہ کړي دي. او بیا مې شروع وکړہ او د خپلي نظریې لپارہ مې نقشه طرحه کوله او خطونه مې ویستل او دعوتنامې مې لیکلې ( او دغه کار په داسې حال کې ما کاوہ چې ما د ټولو ادیانو له پیروانو سرہ له نږدې کتلي نه ؤ او نه د ھغوی تر منځ د اختلاف په اسبابو خبر وم، حتی د یوہ دین د پیروانو تر منځ د اختلاف په اسبابو ھم خبر نه وم چې څنگه سرہ متفرق شوي، څانگي – څانگي شوي او ډلي ټپلي یې جوړي کړي دي.
خو کوم وخت چې پدې پوہ شوم چې د دین د علمبردارانو، د دغو ھوا پرستانو او ھغو ریسانو تر منځ له اتحاد نه پرته ھیڅ کېدای نه شي کومو چې ھرہ ډله خپله دوکان گرځولې او له ھغو نه استفادہ کوي او ھرہ طایفه د سرو او سپینو زرو کان او خزانه گڼي او د دوی سرمایه ھغه دیني، مذھبي او طبقاتي او طایفوي اختلافونه دي چې دوی د خلکو تر منځ اچولی دی لکه چې شاعر وایې:(د شعر ترجمه)
(ھر څوک د خپل تجارت لپارہ یو دوکان پرانیزي، او د دین دوکان پرانیستي دی) (تا له خپل دین نه شاھین جوړ کړی دی چې ښکار پرې کوې، او د شاھین خاوندان بری نشي وړی).
نو بیا پدې ھم پوہ شوم څوک چې د تفرقې د لري کولو لپارہ په مقابل کې دریږي او اختلاف له منځه وړي او د خلکو افکار دې ته راپاروي چې سرہ یو شي او د دین حقیقي اصولو ته مراجعه وکړي ھغه سړی د دوی په نظر کې( چې د دین له لاري د دوی روزي قطع کوي) کافر، ملحد، جاحد، له دین نه وتلي، مفسد، فتنه انگېز او تفرقه انداز برېښي او دغه راز نومونه پرې ږدي. او چې پوھه مې دغه حد ته ورسیدہ زما ټولي خیالي خوشالۍ په خفگان بدلي شوې او له خپلي نظریې نه وگرځیدم او ضعف او سستي مې په اندامونو راخپرہ شوہ. بیا مې خپل فکر بېرته را ټول او د تصور تیتي مرغلري مې بېرته سرہ را غونډي کړې او شرقیانو ته مې وکتل، نو افغان ملت مې د تفکر او تصور نیلی ودراوہ او ځان ته یې جلب کړم.
ځکه چې ھغه لومړنۍ ځمکه وہ چې خاورہ یې زما له جسم سرہ موښتې وہ او زما مولد وہ. او بیا مې ھغه ھند په نظر کې راووست چې زما عقل او علم پکې پورہ شوی ؤ. بیا مې خپل گاونډی ھېواد ایران په نظر کې ونیو او روابط مې را په زړہ شول او ھغه څه را په یاد شول چې ما یو څه خپل ھمت ورته صرف کړی ؤ او بیا مې جزیرة العرب:(مھبط الوحی او د تمدن د انوارو مشرق حجاز، یمن، نجد) عراق او د ھغه ھارون او مامون، شام او د امویانو داعیان او سیاستمداران، اندلس او دارالحمر او داسې نور اسلامي ښارونه را په زړہ شول او ھغه څه مې سترگو ته ودرېدل چې د غربیانو لخوا په دوی شوي او په دغه بدہ ورځ اخته شوي دي. زما ھدف او غایه شرق و شرق! او ما د خپل دماغ کمرہ ټوله د ھغه د مرض تشخیص ته متوجه کړې وہ او د ھغه د تداوۍ او علاج فکر مې کاوہ نو بیا دا پته را ته ولگېدہ چې د دوی ډېر وژونکی مرض او ھغه چې د دوی د یووالی مانع گرځي ھغه د دوی د خلکو انقسام او د ھغوی د افکارو تشتت او په یووالي اختلاف او په اختلاف باندې اتحاد دی پدې معنی چې ټولو اتفاق کړی دی چې سرہ یو به نشي او په دې متفق شوي دي چې نه سرہ متحد کیږي، او له دغسي قوم نه ھیڅ نه ولاړیږي.
ھو سید جمال الدین افغاني پخپل ټول توان او مداوم کوښښ سرہ پدې لار کې زیار وویست چې د شرق تیت پرک خلک سرہ یو او ھمتونه یې راوېښ او ھغه خطر ته یې ملتفت کړی چې د غرب لخوا ورته متوجه دي. ھغه غربي خطر چې د دوی ھستي تھدیدوي او مرۍ یې خپه کوي، نو دہ کوښښ وکړ چې شرقیان راوېښ کړی او د خپل یووالي د تامین په لار کې خپل کوښښونه پکار واچوي او ھر پاچا او ھر امیر د خپل قوم د ترقۍ او د خپل ھېواد د بھبود لپارہ چارہ وسنجوي او د شوری د قانوني حکومت په راوستو خپل مملکتونه تقویه کوي، او یو بل ته سرہ نږدې شي او په اتحاد او تحالف(معاھدہ) یو بل تقویه کوی تر څو چې ټول د یوہ خلافت تر سیورې لاندې سرہ را غونډ شي او یو مرکز ولري.
دا و د دہ د مفکورې لنډیز چې په لنډہ توگه بیان شو، او دی ھغه ته له نه رسیدو څخه مایوس نه ؤ ځکه چې دہ تل په دغه لار کې خپل کوښښونه کول او راز راز ربړونه او کړاوونه یې گالل، او د دغه عالې مطلب په لار کې یې ھر ډول مصایبو او نوایھو ته تن ایښی و او څه پروا یې نه کوله. ھو! دغه کار یې لري باله خو محال یې نه گاڼه، بلکې لیدہ به مې چې ھر فشار، جور، ربړ او کړاو چې به د غربیانو لخوا پر شرقیانو راغی خوشالېدہ به او ویل به یې چې:(په فشار سرہ د یوہ څیز تیت او پرک اجزا بېرته سرہ نښلي او یو څیز ترې جوړیږي، او مشقتونه او ربړونه ھمتونه زېږوي).
Allah de hadduna werta pa Jannat krri aw mosulmanano xaseten Afghanano tah de Sulhe aw youwali a`qil verkrri .Aamieyn.
سلامونه دا ليكنه مو اصلاح كري ؟
سيد جمال الدين افغاني ندي
داسي وليكلي د سيد جمال الدين افغان له خاطراتو سخه املايي غلتي راته معاف كري زكه چي كيبورد نلرم
بيا چغي ووهوو چي ايرانيان زمونز فرهنگ خرابوي . تاند كاركوونكي بايد توجه وكري