تاند- تمه ده چې د افغانستان نوی ولسمشر د سپټمبر په لومړۍ اونۍ کې لوړه وکړي. په دې ترڅ کې د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې لوی رییس عبدالخالق فراهي وایي چې د سیمه ییزې حکومتولۍ د ستونزو او غوښتنو په اړه یې راتلونکي حکومت ته تفصیلي راپور برابر کړی دی.
فراهي دا خبره په افغانستان کې د بریتانیا له سرپرست سفیر رابرټ ډیکسن سره په کابل کې د یکشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د لیدنې پر مهال وکړه.
فراهي وویل، په دې راپور کې یې راتلونکي حکومت ته د سیمه ییزې حکومتولۍ د ستونزو، لاسته راوړنو او هغو ساحو ته چې جدي کار او پاملرنې ته اړتیا لري یادونه کړې ده.
د سیمه ییزو اورګانو د خپلواکې ادارې مشر په تیرو اتو کلونو کې په خپله اداره کې شویو پرمختګونو ته اشاره وکړه چې د کاري ویش، د عوایدو د لوړیدو او د خدماتو د عرضې ترڅنګ یې یو شمیر موضوعات یاد کړل. په دې ترڅ کې ښاغلي فراهي، د سییمه ییزې بودیجې جوړیدل، د مالیاتي او تدارکاتي صلاحیتونو لوړول، له نظامي او قضایي اورګانونو سره د والي او ولسوال د اړیکو له سره تعریفول او څو نورو موارد یاد کړل او ویې ویل چې په دې برخو کې هم پرمختګ شوی دی خو په دې مواردو کې نورو هڅو ته اړتیا شته.
د بریتانیا سرپرست سفیر رابرټ ډیکسن د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادراې د تیرو اتو کلونو لاسته راوړنې وستایلې او دا اداره یې د غوره سیمه ییزې حکومتولۍ د بنسټونو د رامنځته کولو په برخه کې بریالۍ وبلله. سرپرست سفیر له سیمه ییزې حکمتولۍ سره د خپل هیواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې تر اوسه بریتانیا ټولې مرستې د رسمي چینلونو او د افغان دولت لومړیتوبونو ته په پام سره ترسره کړې دي.
دعدلی او قضای تعریفاتو په اړه کوم وړاندیز ؟ والی هم والی دی–هم قاضی دی–هم څارنوال هرڅه یی چه زړه وغواړی کولی شی دخپل جیب نه څه مصرف نکوی بلکه بیتالمال دخدای لری دولتی څمکی یوه یوه نمبره دهر څه دوا ده دنوی حکومت څخه موږ هم هیله کوو چه باسواده وطنی نسل اصلی هویت یی افغان وی نه اجینټدپا کیستان دوالی په صفت مقررشی .
هیڅ پرمختګ نه دی شوی ټول دروغ دی دالله نه نه ویریږی اودروغ وایی