تاند- د روسیې او چین د ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او کشي جینګ پینګ او نور مشران به روانه اوونۍ د یوروایشیا (اروپا – اسیا) په امنیتي سرمشریزه کې د اسلامي دولت یا داعش د هغه خطر په اړه خبرې وکړي چې له افغانستان څخه راپورته کېدونکی دی.

یوه چینايي چارواکي نن وویل چې ولسمشر کشي د روسیې اوفا ښار ته ځي چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د شانګهای تړون د مشرانو د یوروایشیا په امنیتي غونډه کې ګډون وکړي.

چین، روسیه، قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړي هیوادونه دي.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چینګ ګیوپینګ خبریالانو ته وویل:«د اسلامي دولت د تروریستي ډلې د اغېزو د خپرېدو له کبله، اوس افغانستان له ناڅرګند امنیتي حالت سره مخامخ دی.»

ده زیاته کړه:«د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو مشران به یقیناً د افغانستان پر مسلې ژورې خبرې وکړي. دوی به په دې هم وږغېږي چې د افغانستان حالاتو ته په څه ډول ځواب ووايي.»

افغانستان د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د هند، ایران، پاکستان او منګولیا په شان د څارونکي حیثیت لري.

دې ټولنې د بشپړو غړیو په توګه د هند او پاکستان پر منلو سلا کړې ده او دغو هیوادونو ته د غړیتوب ورکولو پروسه روانه ده.

One thought on “د شانګهای د همکارۍ ټولنې مشران په افغانستان کې د داعش د ګواښ پر زیاتېدو ږغېږي”

ځواب ورکول Мuhammad Zahir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *