تاند- په بلخ ولایت کې د شاهین قول اردو پر جومات د وسله والو ترهګرو د نن ورځې په حمله کې تر ۵۰ تنو زیات لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

مخکې یوې سرچینې د ۱۵۰ تنو د وژل کېدو احتمال ورکړی و.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ ویندوی ډګروال جان توماس وویل«احتمالاً تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي. موږ له دې خبر نه یوو چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په دې برید کې زیان لیدلی او که نه دی.»

ده زیاته کړه«زموږ د راپور له مخې هلته په اډه کې یو جومات او یو رستوران شته او داسي ښکاري چې حمله پر جومات شوې ده.»

ګڼو نورو خبري اژانسونو هم د تلفاتو شمېر شاوخوا ۵۰ تنه ښودلی دی.

د شاهین قول اردو په حمله کې د ۱۵۰ تنو د وژل کېدو احتمال

ناتایید شوي راپورونه وايي چې د بلخ په دهدادي کې پر شاهین قول اردو د وسله والو سختدریځو په برید کې ۱۵۰ تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې حمله کوونکو، چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و او په پوځي موټر کې قول اردو ته ننوتل، د قول اردو په جومات کې د جمعې پر لمانځه پر ولاړو بې وسلو پوځیانو یې ډزې وکړې.

د شاهین قول اردو په حمله کې لږترلږه ۱۸ تنه وژل شوي

افغان چارواکي وايي چې وسله والو ترهګرو نن د ماسپښین په یوه نیمه بجه د پوځیانو په جامه کې په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو حمله وکړه.

 چارواکي وايي، په دې برید کې د دې قول اردو یو شمېر منسوبان وژل شوي دي.

د بلخ روغتوني سرچینې د ۱۸ تنو وژل کېدا او د ۵۰ نورو ژوبلېدا تاییدوي.

د بلخ د ولایتي چارواکو په وینا وسله وال حمله کوونکي د افغان ملي اردو په دوو موټرو کې قول اردو ته ننوتل او پر پوځیانو یې، چې د قول اردو په جومات کې یې لمونځ کاوه، ډزې پیل کړې.

لا هم نښته پای ته نه ده رسېدلې او وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شي.

وسله والو طالبانو ویلي چې دا برید د دوی کسانو کړی دی.

One thought on “رویټرز د شاهین قول اردو پر جومات د تلفاتو شمېر ۵۰ تنه ښيي”
  1. Sad moment for Afghan forces but I think Afghan forces still not take serious that they are in big conflict they must uprise the security at any time and at any places. Even I have seen in some check post that they sitting like in home drinking tea out side of the post ????

ځواب ورکول شمس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *