په افغانستان کې ځینې خصوصي رسنۍ د سلګونو میلیونو ډالرو کاروبار کوي. دغو رسنیو هغه د چا خبره له صفره کار پیل کړ خو اوس یې مالکان په سلګونو میلیونه ډالر لري. دوی دومره ډیرې پیسې له کومه کړې؟

 دغه سوال ځکه نه مطرح کیږي چې د شتمنو رسنیو پکې تاوان دی او هغه اواز چې شتمنې رسنۍ یې اوچت نه کړي، نااوریدلی پاتې کیږي. د شتمنو رسنیو د مالي فسادونو په باب د بحث د نه مطرح کیدو یو بل علت دا دی چې هر صاحب نظر، سیاستوال، وکیل یا داسې بل کس د خپل شهرت د ساتلو لپاره له دغو رسنیو سره احتیاط کوي. دغو رسنیو له ځانونو څخه مردارې اوبه جوړې کړې دي چې هر څوک پایڅې ورڅخه جګې وساتي او د هر چا هڅه دا وي چې په خیر او عافیت ورڅخه واوړي.  دغه رسنۍ په حقیقت کې د افغانستان د ټولنې له مطرح کسانو جزیه اخلي او هغوی چې جزیه نه ورکوي، تر تبلیغاتي کمپاین لاندې یې راولي.

 زموږ د هیواد شتمنې رسنۍ کله نا کله د هغه چا د ټکولو او ځبلو لپاره چې دوی یې د خپلو ګټو خنډ ګڼي، د فساد موضوع رامنځ ته کړي او بې له دې چې مفسدان افشا کړي، د هغو کسانو په خلاف شکونه پیدا کوي چې له فساد سره د مبارزې او مقابلې نیت لري.

 تیره ورځ په کابل کې اعلان وشو چې له فساد سره د مبارزې عالي شورا جوړیږي چې مشري به یې له ولسمشر سره وي. یوې شتمنې رسنۍ د دې خبر له خپرولو وروسته په ولسي جرګه کې  د ولسمشر غني یو مشهور مخالف حفیظ منصور بحث ته کښېناوه او کابو لس دقیقې یې د ولسمشر غني په خلاف وغږاوه. منصور او د شتمنې رسنۍ ژورنالیست دواړو دا خبره کوله چې ولسمشر ولې ټول کارونه په خپل لاس کې انحصار کړي دي او د قدرت تمرکز پخپله تباهي راولي. دوی له فساد سره د مبارزې د عالي شورا مشري د قدرت د تمرکز یو تازه مثال باله او د دې په ځای چې د مفسدانو په خلاف بحث وشي، بحث د هغه چا په خلاف روان و چې له فساد سره د مبارزې نیت لري.

 لکه  څنګه چې مو وویل شتمنې رسنۍ د فساد پر ضد له واقعي مبارزې څخه په دې دلیل ویریږي چې که دا مبارزه جدي شي نو له دوی سره هم د حساب کتاب لاره پرانیستل کیږي. البته، یو بل لوی دلیل هم شته چې شتمنې شوې رسنۍ د فسادیانو پلویتوب کوي. بل دلیل دا دی چې دغه رسنۍ له فاسدانو امتیازونه تر لاسه کوي او خپلې ګټې له دوی سره شریکې ویني. دغه امتیازونه کله د اعلاناتو په بڼه وي او کله د نغدي رشوتونو په شکل.

 ولسمشر اشرف غني د روان کال د پیل په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې سږ کال به له فساد سره د هر اړخیزې مبارزې کال وي. زما په اند، د هر اړخیزې مبارزې لپاره دا هم پکار ده چې د خصوصي سکتور له شتمنو کاروباریانو مالیه راخیستل شي او هغوی چې له مالیې یې ځان پټ کړی دی، رسما څارنوالي ته معرفي شي. د خصوصي سکتور په لویو کاروباریانو کې د افغانستان ځینې خصوصي رسنۍ هم راځي چې په تیرو پنځلس کلونو کې یې صاحبانو بې شمیره پیسې ټولې کړې دي، خو د مالیې له ورکړې یې ډډه کړې ده.

 فساد په هره اداره کې بد دی او خطرناک عواقب لري خو د شتمنو او موثره رسنیزو ادارو فساد ځکه لا ډیر خطرناک دی چې دغه ادارې د خپلې غلا د ادامې لپاره حقایق سرچپه کوي او له مفسدانو څخه قهرمانان او د ملت ناجیان جوړوي.

One thought on “د شتمنو رسنیو فساد/ شاه محمود محمود”
  1. ښاغلی محمود صاحب
    /په یوی ډیری اړینی موضوع مو لیکنه کړیُ ولی تاسو خپله هم د هغو فاسدو رسنیو له لیکنی څخه ډډه کړی نو څرنګه به نور دی ته وهڅوی چی د هغوی پر ْْْضد ګام واخلی یا یی لږ ترلږ نمونه واخلی

ځواب ورکول Suliman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *