خبرپاڼه
نېټه ١٣٩٢\٨\١٤
کندهار افغانستان – په کندهار کي د يوې شخصي دښمنۍ له امله دوه تنه عام خلک شهيدان سوي او دوه تنه نور ټپيان سوي دي.
ياده پېښه د کندهار ښار د لسمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي شرکت مېوې ته څېرمه په يوه رهنمايي کي رامنځته سوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ د تحقيقاتي ډلي د لومړنيو معلوماتو پر اساس ياده پېښه له دولت سره هيڅ تړاو نه درلود او د څو کسانو تر منځ د شخصي شخړۍ له امله رامنځته سوې ده.
پوليس زياتوي چي په رهنما کي پر ناستو کسانو د نامعلومو موټر سايکل سپرو له خوا ډزې سوي او په رهنما کي ناست څلور تنه يې په ډزو ويشتلي چي دوه تنه د پېښې پر مهال شهيدان سوي او دوه تنه نور ټپيان سوي او په بېړني ډول ميرويس روغتون ته د درملني لپاره لېږدول سوي او اوسمهال يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل سوی دی.
د امنيې قوماندانۍ د تحقيقاتي ډلې مسوولين وايي، د يادې پېښې په اړه يې پلټني پيل کړي او تمه کېږي چي ډېر ژر به د پېښې عاملين ونيسي او د پېښي په اړه به پوره معلومات او ټول حقايق رسنيو ته وړاندې کړي.
دا خلک چې یا خو څوک مړه نکړي او یا خپله مړه شي، آرام او اسوده ژوند خوند نه ورکوي.
عبدالباري جهاني صیب دا خلک ډیر ښه تشریح کړیدي. خو هغه پخپل شعر کې د شینوارو د سپین ږیري نوم اخیستی دی، پداسې حال کې چې د هغه سپین ږیرې کرکټر د ده پخپل ټاټوبي کندهار کې روڼ او شفاف مثالونه لري.
د سوکاله افغانستان په هیله، د جهاني صیب شعر به یو ځل بیا واورم. جهاني صیب مې ډیر خوښیږي
http://www.youtube.com/watch?v=Kp8qtJi5xyw