زموږ د ځینو مخلصو اسلامکارو د تېروتنې یوه عمده سرچینه د دوی په نزد، د قانون او شریعت د مفهمونو د توپیر نه وضاحت دی.

دوی وایي، اسلام زموږ قانون دی، بل قانون نه منو. کله بیا وایي چې اساسي قانون نه منو، ځکه د خدای قرآن موجود دی. که څه هم، د نورو هېوادونو اسلامکاري په خپلو هېوادونو کې قوانین مني، خو په افغانستان کې دوی هم اسلام او نظام، اسلام او قانومندي په ټکر کې ګڼي، او د نړۍ ټول مفتیان په افغانستان کې د قانون او اسلام پر ټکر باوري دي.

که څه هم، د پاکستان او نورې نړۍ شیطان صفته خېټور په دې اړه جاهل نه دي، بلکې تجاهل کوي، خو د افغانستان ځینې سر ناخلاصي بیا په دې توپیر نه پوهېږي. را ځئ، چې په دې اړه یو لنډ بحث وکړو.

 قانون او شریعت توپیر لري. ځینې مهم توپیرونه یې لاندې دي:

1   شریعت د قانون سرچینه ده، چې البته، قانون له شریعت پرته، ځینې نورې سرچینې، لکه عرف، اجماع، قیاس، تخنیکي پوهه (دنیوي علم) هم غواړي.

2  قانون انسان جوړوي. شریعت خدایي، او د وحیې زېږنده دی. په دې اعتبار، د وضعي او غیروضعي قوانینو اصطلاحات غلط دي. شریعت غیروضعي دی، قوانین ټول وضعي وي.

3  قانون له وخت او ځای سره تغییر کوي، شریعت نه بدلېږي.

4  قانون عمدتاً له فردي رویې او فردي اخلاقو سره هومره تړاو نه لري، مګر دا چې پر نورو اثر پرېباسي. مثلا، د دروغو ویلو لپاره جزا نه ټاکي، مګر دا چې په بل چا پورې تړاو ولري. په شریعت کې بیا ټول اخلاقیات، فردي رویې، او عبادات نه دي شامل.

5  قانون محدود وي. ټول ژوند نه بوښي. شریعت محدود نه دی. د ټول ژوند لپاره دی.

6  قوانین دنیوي چارې، لکه ترافیکي مسایل، زراعت، کانونه، او زرګونه نورې چارې را نغاړي. د شریعت بیا له دې سره کار نشته چې کوم بوټی چېرته کرل کېږي، او کوم موټر ته د څومره بار وړلو اجازه ده.

پورته موضوعاتو ته په کتنه، ویلای شو چې اسلامي فقهه قانون دی، چې د وخت له احوالو سره تدوین شوې. یوه برخه یې، چې په حالاتو، مکان او زمان پورې اړه لري، بدلېږي، او یوه برخه یې، چې په ځای او وخت پورې تړاو نه لري او معمولا عبادات را نغاړي، نه بدلېږي.

مثلاً، چېرته چې شپه او ورځ شپږ شپږ میاشتې وي، هلته د لمر را ختل، او لوېدل د روژه ماتي او روژې نیولو معیار نه دي. په دې اړه احکام بدلېږي.

یا مثلا، هغه جغرافیه، چې پر اساس یې د اسلام سیاسي فقهه تدوین شوې وه، نوره نشته. اوس نړۍ په دارالحرب، دارالاسلام او دارالکفر نشي وېشل کېدای. نړۍ په هېوادونو وېشلې. د افغانستان هندو په هند کې بېګانه، او د افغانستان مسلمان په سعودي کې بېګانه دی. بلکې په سعودي کې د افغانستان تر مسلمان د امریکا کافر ته ډېر درناوی کېږي.

هېوادونه د مسلمان او کافر پر اساس نه، بلکې د ملي ارزښتونو پر اساس رامنځته شوي. مالیزیا تر نیمی زیاته له کفارو جوړه ده، او په هندوستان کې تر افغانستان څو چنده زیات مسلمانان اوسېږي.

په دې اړه نوي اجتهاد ته اړتیا ده.

البته، دا اجتهاد د شریعت په اړه نه دی. شریعت پر ځای، او نه بدلېدونکی دی. اجتهاد د فقهې، یا اسلامي تقنین په برخه کې ضروري دی. که څنګه؟

مجيد قرار

8 thoughts on “د شریعت او قانون نه توپیر، د لویو تېروتنو سرچینه”
  1. قرارصیب شه لیکنه موکړی ده قران داخرت دپاره قانون دی کدی داسی وه کړه داسی به درسره کیژی اوس که سړی مړی وه کی پټ سوک نسی په خبرده خلګودقانون سه خلاس دی خوپه اخرت کی سزاسته اوده انسانانوقانون دهرملک خلګ خپله ټاکی

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د شريعت او قانونيت بحث له پېړيو اوښتی دی، په افغانستان کې هم د اساسي قانون له ولولو سره د شريعت او قانونيت څپه ليا د ظاهر بابا له زمانه پيل ده، چې وروسته له شاهي نظامنامو د ۱۹۶۴ کال د اساسي قانون هم يو شمېر زما هممسلکانو يعني ملايانو غندنه وکړه، چې په ټولنه کې يې د ملایانو او ظاهر بابا ټوکه رامنځ ته کړه: وايي، چې پيسې له مشديو په نوټونو واوښتې او بيا د ظاهر بابا انځورونه پکې خپاره شول، نو ملايانو به ويل، چې د انځور ايستل حرام دی او د حق په لاره کې ډېران دي، بس ظاهر بابا هم پُلخشتي ته راوغوښتل يو شمېر ملايان او بل شمېر کلالان، چې ويې آزمويي په لسيانو او سديانو باندې، چې و نوټونه سمبال په رنګينو عکسونو باندې! نو کله چې د ملايانو د جمعې خطبه ختمه شوه او د پیسو خبره راڅټه شوه، نو يو ملا په يوه تښتېدلو او بل يې پر بله، چې د (بعضې ها اينطرف ګرېختند و بعضي ها انطرف!) وراشه يې رامنځ ته کړه، نو دا وه د اساسي قانون د پيسو د نوښت يوه وړه پړپړه، چې په ټولنه کې يې خپلې نښې پرېاېښې دي!
    په افغانستان کې د قانون تر څنګ دوې فقهې دي، چې يوه يې حنفي ده او بله يې جعفري يا سيغيي ده، خو نه يې اسماعيلي، نه غالي، وهابي، نه سلفي او نه هم در دې بترو ته پام شوی او له قانونه يې غورځولي دي، چې هندوان هم اوس خپله ماده، مقرره، مقوله او توګه لري، چې د هندي فلمونو په شاليد کې او د بجرنګبلي په مخليد کې يې پر مسلمان افغانانو ورتپي او ايران يې هم د خپلو لاسپوڅو په مرسته د کلتوري تري په بڼه خپروي، نو د افغانستان نه قانون قانون دی او نه يې هم فقه فقهې ته ورته ده، بس يو ځانکړی ذهنيت دی او يو مشخص هويت دی!
    دغه ليکنه په زړه پورې ده، مګر د افغانستانو د ستونزو عامل يې په ننني قانون کې نه دی څرګند کړی، ځکه ملي سرود يې ملي نه بلکې قومي دی، پښتو پکې ملي نه بلکې دويمه او که وروستۍ رسمي ده او داسې ډېر نورې ارزونې او نېمګړنې! خو تر ټولو غوره د افغانستان سياسي، اقتصادي او آيديولوژيک موقف دي، چې څوک افغانستان اشغال ګڼي، مګر نور يې د خپل ژوند ښه مجال ګڼي، چې چا بيا قانون پلمه کړی او نورو بيا دين تمبه کړی، چې هم د فقهې نارې وهي او هم د شريعت دورې وهي! بس خدای دي افغان ولس باندې ورحمېږي، چې هم يې عاقل ځپي او هم يې باطل سپکوي!
    معه سلاموکم الاهلول مباحثون
    ملا ميوند آخوند

  3. …………..اعو‌ذ باالله
    ………….الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم
    قرار صیب السلام علیکم
    ستا لیکني زما ډیري خوشۍ دي ځکه په څه ویلو ارزی
    قرار صیب زه نه جاهل یم اونه تجاهل کوم بلکه صفا پښتنی او افغاني خبره کوم
    په اول نمبر کي ته محترم وایي چي شریعت د قانون سرچینه ده،بلکل خوند اوره خبره ده او خبره نوره فیصله هم شوه چي جز له کل څخه شو او بیا ورپسي زیاتوۍ چي یو شمیر نوري سرچینی هم لری ، سوال او اختلاف په دغه ځای کی ده چي هغه سرچینی مستقلي دي او که هغه به هم د قران او احادثو په روح او رڼا کښي وي؟
    که په روح او رڼا کښي وي خو خبره خلاصه شوه او که مستقلي سرچیني وي او د قران د عمومي روح سره ټکر وي ستاسو په نظر بیا یی حل څنګه راوځي؟
    او په دویم نمبر کی مهرباني کوي چي شریعت وحي ده او الله جوړ کړی او قانون انسان جوړه وي ، دلته بیا هم په اوله برخه کی د اختلاف ځای نشته خو په ورستاړي کښي د اختلاف او سوال ځای دادي چي د وحی ارزښت څه شی دی؟ وحی د څه لپاره او چاته راغلي ده؟ موږ خو چي له قرانه زده کړی هغه دا دي چي وحي د انسان د عقل رهبری ده او د انسان عقل یی د نبي په مرسته تشریح کولي شي خو قانون جوړولای نه شي دا بیا بل باب دي چي ولۍ نشي جوړولای او یایی حق ولي نه لري؟ فکر کوم لنډ ځواب یی اوسني نړیوالی ناخوالۍ او د سبا په اړه جهالت کفایت کوي چی بلکل د خپل جهالت له کبله ثوابت نه لری
    په دریم نمبر خبره کښي فرمایی چي شریعت نه بدلیږي او قوانین بد لیږي ، فکر کوم چي چي شریعت ټول ژوند پوښي چي تاسو په پنځم نمبر خبره کي فرمایاست نو بیا خو خبره فیصله شوه چي ټول ژوند یی وپوشی ، اخیر دابه څنګه ټول ژوند وي چي سیاست، اقتصاد …………..ټول ورڅخه بیرون شي زه فکر کوم که دا جمله داسي ووایو چي د شریعت د فقهي برخي یو شمیر متغیر قوانین او اصول لري چۍ د قرانکریم د عمومی روح او خپلو ثوابتو په رڼا کښي په دین خبرو علماء د اجماع په علمي قوت تشریح کیږي نو به دا خبره معنا داره شي چي شریعت ټول ژوند احاطه کوي ځکه عالم او حکیم رب په دي خبر ؤ چی انسان یو شمیر متغیرو ته اړ دي او په دي هم خبر ؤ چي د عقل په مرسته او د قران او احادثو په سیوری کښي د واضح کولو توانایي لري
    او شپژم نمبر خبره چي شریعت په ترافیکي قوانینو او اقتصاد او تجارت کار نه لري فکر کوم په خپل ابتدایی شکل کي قرانکریم یو انساني ټولني ته نازل شوی چی هر څه یی درلودل البته په ابتدایی او خپل شکل کي دا چي پخوا وختونو کي انسان په راسته لاس روان ؤ او نن موټر په قانون کي به فرق نه راولي زما مسلک ټرانسپورټیشن دي او اصولو کښي وایی چۍ د انسان پښي دهر چا ، هروخت او هرځای کښي بهترین پبلک ټراتسپورټ دي او کانونه کي خوبلکل اسلامي فقه واضح پالسي لری او ته کولي شي له زرګونو مثالونو څخه یو پیښ کي چي شریعت ورسره کار نه لري ؟
    د درواغو مثال تاسو راوړی دی چي له بل چاسره تعلق پیدا نه کړي او تاوان نه وي قوانین ورباندي کار نه لري . سوال دادي چي ایا درواغ داسي هم کیدی شي چي ټولنه متضرره نه کړي ، ایا دغه انسان چي په دروغو عادت شۍ او ټولني ته یی یا بل کس ته یی ضرر ورسید دا په یو ورځ دروغجن شو او که یی عادت له وړو وړو درواغو اخستی ؤ ؟
    خو یو خبره ده چي اسلامي فقه هم وقایه ده او هم علاج او انساني فقهي یوازي یو نیمګړی علاج
    زما په فکر مشکل په تعریفاتو کښي دي

    باید دین تعریف کړو او شریعت تعریف کړو او بیا اکمال دین وپیژنو
    ژور باید وپوهیژنو چي قرانکریم متن دي نه تشریح
    او رسول الله د قرانکریم لمړني او بي مثاله مفسراو بیا به دقرانکریم ۵۰۰ د احکامو ایاتونه ، احادیث او بیا د مذاهبو په شکل کي د علماء اجماع او هم د وخت مطابق او ضرورت په وخت کي د مسایلو په اړه د علماء اجتهاد چي البته همدغه اجتهاد به د قرانکریم د متن په رڼا کی وي
    موږ خو دین داسي تعریفو ؤ چي د الله په کایناتي نظام کي د انسان د ژوند ټولي کلي او جزي امور چي د الله د امر موافق او رسول

    الله په طریقه اجرا‌ء شي دین بلل کیږي
    او دا خبره موږ د دغو دؤ او نورو ډیرو ایاتونو په اساس کولای شو
    …………..اعو‌ذ باالله
    ………….الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم
    ………….قل ان صلاتي ونسکی و محیای و مماتي لله ربالعالمی
    په درنښت

    1. دقیق وروره ملا ډوله ښکاریږئ خو الحمد لله خبرې مو وزن لري.

      زه د قرار صیب سره پدې موافق یم چې شریعت د قانون منبع یا سرچینه ده، خو خپله قانون نشي کیدی. مانا دا چې شریعت له خپلې لمړۍ ورځې د هماغه کوچیاني عربانو د ابتدايي ژوند لپاره مفصل اصول او قواعد نه درلودل. همدې خبرې د وخت په تیریدو سره دیني عالمانو څخه لاره ورکه کړه چې څنګه وکولی شي لدغه محدودې سرچینې څخه د ټولو مسلمانانو پوښتنو یا غوښتنو ته ځواب ووايي.
      د حضرت محمد ص له وفاته وروسته د اصحابو ترمنځ جګړې چې لسګونه زره اصحاب کرام پکې مړه شول یوه ښکاره بیلګه ده.

      زه د قرار صیب سره پدې کې هم موافق یم چې شریعت د ژوند ټول اړخونه را نغاړي. خو تاسو باید لدې سره دا ټکی په یاد ولرئ چې شریعت په هیڅ اړخ کې بشپړ اصول او قواعد نلري، بلکه دیني عالمان له یو عصره تر بله بدلوي را بدلوي او تغییرات پکې راولي.

      یو مثال :
      شریعت وايي که شتمن شواست، زکات باید ورکړئ، صدقه هم ښه کار دی.
      مګر د نن قوانین بیا وايي چې هرڅوک باید د خپل زکات او صدقې پرته دولت ته مالیه ورکړي. تاسو ووایاست چې په شریعت کې له زکات پرته مالیه شته؟

      د ټرانسپورټیشن په اړه آیا شریعت د یو ټکي هومره اصول لري؟

      له لږ تعمق وروسته به تاسو هم هرومرو پدې قناعت وکړئ چې ریښتیا هم قوانین او شریعت توپیر لري. او شریعت سره ددې چې د ژوند ټول اړخونه ېې را نغښتي دي، خو د هیڅ اړخ لپاره بشپړ او مکمل احکام او ضوابط ندي لرلي او نه ېې لري. پدې توګه انساني مداخله او د انساني عقل مداخلې ته اړتیا ده ترڅو د شریعت په رڼا کې د ژوند د هر اړخ لپاره قوانین له سره جوړ کړي.

      تشکر

  4. په ډیرو هیوادونو کی مسلمانان او غیر مسلمانان لکه هندوان ، بودایان ، مسیحیان ، یهودیان او نور هم اوسیږی. هلته که د شریعت مسله مطرح کړو هرڅوک د خپل شریعت تابع دی اود اکثرو مذاهبو او ادیانو احکام له یو بل سره په ټکر کی واقع کیدای شی خو وضعی قوانین چی د یوه هیواد د پارلمان له خوا تصویب کیږی د یوه هیواد په ټولو اتباعو یو شان د تطبیق وړ وی.
    مثلا د لبنان په هیواد کی مسلمانان چی په شیعه ، سنی دروزی او نورو ویشل شویدی اومسیحیان چی دوی هم په کاتولیک او پروتستانت او ارتودوکس ویشل شویدی – يوځای اوسیږی هلته د هیواد ټولی چاری د وضعی قوانینو په ذریعه تنظیمیږی. په اروپایی هیوادونو کی بیا دین او کلیسا خلکو ته پریښودل شوی او دولت ټول قوانین د ټولنی د اداره کولو لپاره وضع کړیدی . د مذاهبو او ادیانو هیڅ ټکر نه لیدل کیږی او هریو مجبور دی چی یو بل ته احترام ولری . هیڅوک حق نه لری چی د بل چا دین اویا یی پیروانو ته بی احترامی وکړی. په ښوونځیو کی د هر دین پیروانو ته جلا جلا ښوونکی درس ورکوی. د دینی مراسمو او فرایضو د پرځای کولو لپاره هر څوک خپل جومات، کلیسا ، کنیسی ، تکیه خانی او یا معبد ته ځی. که څوک د هیواد قوانین مراعات کړی دولت هم د دوی د مذاهبو مخالفت نه کوی.
    یادونه د (۱۳۸۹) د احصایی پر اساس د لبنان د اوسیدونکو له جملی نه ۵۹٫۷٪ مسلمانان ، (۳۹٪) مسیحیان او (۱٫۳٪) د نورو ادیانو پیروان دی
    o ۲۷٪ مسلمان- اهل سنت/۲۷٪ مسلمان -شیعه
    • ۳۹٪ مسیحی
    o ۲۱٪ مارونی/ ۸٪ ارتودکس یونانی/۵٪ دروز/۵٪ کاتولیک یونانی
    • ۱٫۳٪ د نورو ادیانو پیروان دی

  5. په درسته نړي کښي هر ملک د خپلي فقهي او قانون پیروی لری ایا د امریکا فقهه په سیکولر افکارو نه ده ولاړه هغه دین په سیاست کۍ داخل نه دی چی دا په خپل ذات کښي یوه عقیده او فقهه ده او داسی په هر ملک کي خپل خپل عقاید او قانون لری په داسی حال کي چي د پړونی د پرسرکولو څخه هم محروم وي ایا دا دهغوی فقهه او قانون نه دي ایا دایی عقیده نه ده په افغانستان کي چی په حنفی فقهه هیڅ سوال نشته او د هیواد رسمي فقهه حنفي او بیا د هر مذهب خپلی مهلی فیصلی د دوی په خپل مذهب او قانون حلول هیځ مشکل نه لری اخیر موږ په ټوله نړی کی هر چاته دا حق ورکوو چی خپلی لاسی انسانی جوړی لاسی فقهی او قانون عملی کړی او د الله قانون ښه لیری و غورځوی په داسی ملک کی چی مطلق اکثریت یی مسلمانان دی او حنفیان دی او فقه یی هم عقلی ارزښت لری او ولس ورباندی متفق ده بیا هم د هغه څه پیشنهاد کوو چی ان کمونیزم هم په دی اعتراف وکړ چی د افغان د عقایدو او قانون سره لوبه زموږ نه جبرانیدونکی تیروتنه وه او سلیمان لایق دا خبره په واز کومی د دغه حکومت په اوایلو کی د انتقاد په توګه
    وویله چي موږ کومه اشتباه وکړه نور هم زموږ په قدم راروان دی متاسفانه

    که دا ولس هندو وای لا کیدی شوای دا خبره څه د تامل وای چی فقه باید انسانی وی اوس خو اصلا ددی خبری ضرورت نشته زما په فکر ، خو کیدی شی یو شمیر کسان یی ضرورت احساسوی

  6. Mr. Qarar,

    I would like to comment that you have taken into discussion a sensitive issue related to Sharat and Laws. I appreciate your writing in regards to this sensitive matter. I understand that it is TABOO to talk about it, but it is good to put all these ideas and dogmas on the table for discussion.

    Excellent job…

    Mullah Habibullah

  7. دقرارصيب ليکنه اودنورو وروړڼوتبصرې مې ولوستې په رښتياهم چې دا ډيرمهمه موضوع ده او زه پخپله هم ډير ځلې په ټولګيوکې دمحصلانوله خوا د ورته پوښتنې سره مخ شو ى يم او د ډيرو نوروافغانانوسره هم دا پوښتنه شته يوځل مې دافغانستان داساسي قانون دڅار اوتطبيق کميسيون مشر استاد پوهاند ګل رحمن قاضي (چې زما لارښود استاد وو) د ا موضوع ورسره شريکه کړه ترڅوپه دې اړه دهيواد دتکړه او پيژندلوشويوعلماو په کچه يو سمينار جوړکړي ترڅوپه اړه دځينوکسانودا پوښتنه حل شي نو ښه به داوي چې علماو کرام په اړې خپل رسالت ترسره کړي .

ځواب ورکول MULLAH HABIBULLAH ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *