فلسفه ځانګړى او څرګند تعريف نه لري، له پوهې او حکومت سره د مينې لغوي مانا ورکړل شوې، همداسې يې پيدايښت او پيل هم د ځمکې پر مخ د انسان له پيدايښت او عمر سره تړلى، د وخت په تېرېدو په کې بدلونونه راغلي او د انسان د تر ټولو ازاد فعاليت د ډول په توګه يې ځان ښکاره کړى.

   په همدې ډول شعر هم له دومره ستر نوم او شهرت سربېره هم په تعريف کې نه شو ځايولى، ځکه شعر هغه سرکښه مرغه دى چې د بشر په تاريخ کې يې تر اوسه پورې د تعريف د ټولو جوړو شوو قفسونو پنجرې او بندونه مات کړي او په هر ډول حالاتو کې يې خپل اوچت الوت ته دوام ورکړى، خو ددې موضوع يادونه هم اړينه ده چې د بشري ژوند په تاريخ کې يې له ژبې سره خپل ژور تړاو نه دى پرې کړى.

   لرغونو انسانانو له شعر څخه کار اخيستى او متمدنو انسانانو وده ورکړې. د بشري ژوند په ټولو دورو او ټولو ملتونو کې شعر ليکل شوى، دهر ډول وسيلې او هر ډول انساني پوړونو لکه شپنو، کروندګرو، طبيبانو، پوهانو، فيلسوفانو او… حتى ملنګانو او پاچاهانو له خوا ويل شوى او اورېدل شوى دى.

که څه هم ځينې شعر پوهان د هندوانو څلورګوني مقدس کتابونه(ويدا) د شعر لرغونې بېلګې بولي، خو د ر��ګويدا سردونه هم تر مېلاد وړاندې له زرو تر پنځو زرو کلونو پورې تاريخ لري.

همداسې د زردشت ګاثا او نورې لرغونې بېلګې دا څرګندوي چې شعر د بشري ژوند په ټولو دورو کې د انسانانو په ځانګړي ډول د لوستو کسانو لپاره د پاملرنې وړ و، خو نالوستو او حتى کوچنيانو هم د شعر له ساده بڼو سره مينه کړې ده.

ددې ټولو لامل دا و چې شعر له يوې خوا مذهبي ارزښت درلود او له بلې خوا د لرغونې خلکو لپاره د شطرنج، غېږ نيونې او يا هرې بلې لوبې په څېر ځينو ته يوه خوندوره سرګرمي وه چې دوى ترې خوند اخيسته، روحي ارام ورکاوه، مينه يې ورسره کوله او پاللى يې دى.

مخکې له دې چې دشعر پر فلسفه خبرې وکړو، له فلسفې سره به يې د تړاو اړيکه هم يو څه روښانه کړو.فلسفه له حکمت سره مينه ده، په پوهه او حکومت مين انسانان د فلسفې له لارې خپلې ورکې لټوي، د خپلو ورکو خوبونو او انساني ورکو خوښيو د لټون په موخه په ځان کې ورکېږي.

په پښتو شعر کې د فلسفي اندونو او فلسفي ښکلاوو شاعري غني خان اوج ته رسولې او ځان ته يې د پښتو ژبې د فلسفي شاعر مقام خپل کړى دى، دې “لېوني”شاعر په خپله زمانه کې داسې شعرونه وليکل چې د فلسفي ذوق د مينه والو او فلسفې مينانو تنده يې خړوب کړه.

د اروښاد مجروح د “ځان ځانۍ ښامار” اثر هم د ازاد شعر په قالب کې يو لوړ سمبوليک روايت دى چې د ځينو کره کتونکو په اند په پښتو کې بې ساري اثر دى او له رواني او فلسفي اړخه په سمبوليکه ژبه د انساني ژور طبيعت د تمرد او عصيان بيان دى.

شعر او فلسفه يو له بل سره نه ماتېدونکى پخوانى تړاو لري او ډېر کم داسې فيلسوفان به پيدا کړو چې د شعر په اړه يې دې کوم مطلب نه وي بيان کړى. د يونان دوو فيلسوفانو سقراط او افلاطون شعر له اخلاقي ليد لوري د الهام پايله بللې ده.

افلاطون که څه هم شعر د تاريخ په پرتله حقيقت ته نږدې باله، خو دا چې دده په اند شعر د طبيعت تقليد(Mimesis) دى او طبيعت د فکر له عالم څخه تقليد کوي، نو ځکه يې شعر بې ځايه خبرې وبللې او شاعران يې له خپلې خيالي او ارماني نړۍ څخه وشړل.

   د افلاطون په باور، شاعران داسې سترې او عاقلانه خبرې کوي چې خپله يې هم په مانا نه پوهېږي يا هغه څه چې وايي خپله يې نه کوي او د شعر د لوستونکو اخلاق خرابوي.

ارسطو بيا که څه هم د افلاطون په څېر يې شعر د طبعيت تقليد ګڼلى، خو توپير يې دا و چې ده د شاعر کار وچ کلک نه دى بللى، بلکې ويل يې چې له شعر سره د شاعر د خيال هنر هم ملګرى دى او له طبيعت څخه يې دا تخليق په غوره بيان او انداز سره کړى چې ښکلى دى.

   دى د شاعر او مورخ( تاريخ ليکونکي) د کاري روش او له ښکارندو سره د چلند د توپير په اړه وايي:((د شاعر کار دا نه دى چې يو څه هغسې کټ مټ او کره توګه را واخلي، څنګه چې رامنځته شوي، بلکې دده کار دا دى چې چارې په داسې يوه انداز را واخلي چې امکان لري هغسې پېښې شي يا د هغه پېښدو احتمال لري.))

دى زياتوي، د مورخ او شاعر توپير دا نه دى چې يو خپل روايت د شعر په قالب کې راوړي او هغه بل(مورخ) د نثر، ځکه امکان لري چې د هيروډټ تاريخ په نظم وليکل شي، خو بيا به هم تاريخ وي.

   شعر تر تاريخ فلسفي دي او تر ډېره د کلي چارو کيسه کوي، خو تاريخ جزوي چارې بيانوي، په شعر کې له کلي چارې څخه دادى چې يو شخص کوم د احتمال او اړتيا د حکم پر حساب په ځانګړو شرايطو کې ترسره کړي، په تاريخ کې هم موخه همدا ده، خو جزيي چاره ده، مثلا يوه مشخص کس ته څه ورپېښ شوي دي.

د هيګل په څېر ځينې نور پوهان هم شعر د هنرو پاچا بولي چې له موسيقي او نقاشي څخه يې اغېز زيات دى. هيګل وايي: شعر له نقاشۍ او موسيقۍ نه اوچت مقام لري او شعر تر ټولو لوړ هنر دى.

د ګڼو نورو پوهانو په وينا چې شعر د ښکلو هنرو په منځ کې لومړى مقام لري ، ځکه چې د انسان هوش پراخوي او ددې وړتيا ورکوي چې له تخيلي ځواک نه بنديزونه لرې کړي او ازاد الوت ته يې پرېږدي.

ايټالوي فيلسوف توماس ماکياولي د ارواپوهانو ليد لوري ته نږدې نظر لري. دى وايي چې شاعر او د شعرونو لوستونکي يې د ذهني ګډوډۍ پر ناروغۍ اختي دي، ځکه پر وينا يې له ذهني ګډوډۍ پرته نه څوک شاعر کېږي او ن هم له شعر نه خوند اخيستلى شي.

نيچه د شاعرانو د خپلو تجربو پر وړاندې د هغوى چلند بې شرمانه باله، ځکه دده په باور شاعرانو خپلې تجربې استثمار کوي، خو ژان پل سارتر بيا شاعر د انسان د اسطورې خالق يا پنځوونکى بولي.

دا هم د ده خبره ده چې: ځينې کسان داسې ګڼي چې شاعر د يوه عبارت ترکيب وړاندې کوي، خو دا د هغه يو ظاهري کار دى، دى په حقيقت کې يو څه (خلق کوي) پنځوي.

   هغه تجربه شاعر يې له ژوند څخه موږ ته وړاندې کوي، تر ټولو نورو تجربو نوې ده ځکه چې موږ ورسره د لومړي ځل لپاره مخ کېږو. موږ په لسګونه او سلګونه ځله د عطرو، غاټول، نرګس او نورو… ګلونو ښکلا تجربه کړې وي، خو شاعر بيا له دې ګل نه بيخي بل ډول تجربه وړاندې کوي، دى په عالم کې دنوو اړيکو د کشف او پنځولو له لارې عجيبه خبرې وړاندې کوي او د خپل شعر مخاطب ته هم په کې ونډه ورکوي.

د شعر رول دا نه دى چې د تر لاسه کړې تجربې څخه کوم مطلب راته بيان کړي، بلکې دا هنر موږ ته په تخيلي بڼه اجازه راکوي چې په دې تجربه کې ځان ور ګډ کړو او ونډه په کې ولرو.

په ټوله کې ادبياتو له موږ سره مرسته کوي چې د ژور، بشپړ، پراخه، موثر او شعوري تخيل له لارې ژوند وکړو.

دا کار په دوو بڼو تر سره کولى شو. يو د خپلو هغو تجربو د پراخولو له لارې چې په ژوند کې ورسره مخ کېږو او بل هم د خپلو تجربو د ژور والي په وسيله، په دې مانا چې د ژوند د ورځنيو تجربو څخه تر نورو ژور او غوره فهم او درک ولرو.

د ژوند له ورځنيو پېښو څخه د شاعر درک لومړنۍ بيداري، تجربه او کشف دى، خو هغه څه چې دده له ليکلي شعر څخه نورو ته پيدا کېږي، د ويښتيا دويمه يا ثاني بڼه ده چې چې د هغه له کشف څخه ثانوي تجربه او له کشف څخه خبرتيا ورته ويل کېږي.

   دا خبره د شاعر رابرفراسټ ددې وينا وضاحت دى چې شعر پنځول يا ويل کشف بولي. فراسټ وايي چې هېڅکله مې هم د داسې يوه شعر ليکل يا پنځول نه دي پيل کړي چې له پاى نه يې دې خبر وم. د شعر ليکل کشفول دي.

شعر د ادب او ژبې يوه مهمه برخه ده، په لومړيو چې د شعر په اړه دومره پوهه نه وه، ممکن شعر به د ژبې او بيان يوه موثره بڼه تعريف کېده چې له له معمومي ژبې يې ډېر اغېز درلود. په همدا ډول د ژبي د ادبي کارونې مسئله هم دومره مطرح نه وه.

د ژبې د بېلابېلو کارولو په برخه کې د کارونې تر ټولو پخوانۍ بڼه د پيغام لېږد او داړيکې رامنځته کول دي. مثلا که ووايو چې : ډېوه مې په پوهنتون کې وليده. يا واوره وورېده، لمر پريوت. نجلۍ واده شوه. دا ټولې بېلګې مخاطب ته يو پيغام لېږدوي او اړيکه رامنځته کوي چې زموږ د ورځنيو چارو په برخه کې د ژبې عملي کارونه ورته وايي.

خو شعرونه، رومانونه، لنډې کيسې او نندارليکونه يوازې د معلوماتو او پيغامونو د لېږدل لپاره نه دي ليکل شوي. دا ډول اثار له ژوند څخه د يوه درک او احساس د بيان په موخه ليکل شوي، زموږ تر منځ داړيکو د لا پراخوالي او موثريت لپاره پنځول شوي چې له له تجربې سره تړلي دي.

ټول انسان يوه دروني اړتيا لري، ددې لپاره چې بشپړ، ژور، پر هوښيارۍ، پوهې او ښايست سره ژوند وکړو، نو اړ يو چې دا اړتياوې د نورو له تجربو او د هغوى له ژوند څخه د خپل غوره فهم له لارې پوره کړو.

د دې لپاره شاعران هغه څوک دي چې خپلو لوستونکو ته له ژوند څخه ډېرې نوې او مهمې تجربې وړاندې کوي، مهم په دې مانا چې د هغوى دا تجربې متمرکزې او د يوې بڼې لرونکې دي، دوى په شعوري ډول هڅه کوي چې يو څه ووايي، دغه ويل يې له ژوند څخه اخيستي او په موثره ژبه يې وړاندې کوي.

د دوى هڅه دا وي چې نور هم په دې تجربو کې ورسره شريک کړي، يوازې پاتې نه شي، پټې ښکلاوې را برسيره کړي او په موږ کې پټې بدرنګۍ چې لا هم نه راته ښکاري، داسې انځور کړي چې خپله مو ورته پام شي، زړه مو ورنه تور شي او ورڅخه د ځان خلاصولو پرېکړه وکړو.

ښه شعر او په ټوله کې موثر ادبيات خپل مينه وال له ځان سره شريکوي، ونډه ورکوي، څو له خپل ژوند نه غوره پوهه او فهم ولري. ادبيات دي چې د ژوند په اړه زموږ د تجربو لمن پراخوي او د معنوياتو ژورو ته مو بيايي. دا په حقيقت کې د ژبې ادبي کارونه( استفاده) ده.

په دې مانا چې شعر او په ټوله کې ادبيات موږ ته داسې عينکې را په سترګو کوي چې د ژوند تجربې ترې روښانه او سوچه ووينو، هغه کوچنيو زرو ته مو پام شي چې په عادي ډول راته نه ښکاري.

خو دا خبره په دې مانا نه ده چې ادبيات په ژوند کې يوازې مرستندويه بڼه لري، بلکې د ښکلي ژوند تېرولو وسيله هم ده. خو ډېرې داسې ويناوې او شعرونه شته چې له ژبې څخه د عملي او ادبي استفادې ترڅنګ اقناعي( مخاطب ته د قناعت ورکول) استفاده هم لري چې مناسب نه ښکاري.

ډېر داسې شعرونه به هم وي چې ممکن د ژبې درې واړه نقشونه ترسره کړي، هم معلومات ولېږدوي او هم مو په يوه ليد لوري کې شريک کړي، خو څه چې دلته مهم ګڼل کېږي، هغه د شاعر له خوا د لېږدېدونکې تجربې موثريت دى.

پاى

————————————-

په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ،

مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم، ادبیات او تکنالوژي، قضايي لمونځ،

د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر،

 بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…،  پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…، په شعر کې د کلمو ټاکنه،

ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ،

One thought on “د شعر فلسفه/ ګل رحمن رحماني”
  1. سلامونه.
    ورور ګل رحمان صاحب فلسفه(حکمت) او شعر او شاعر ډیر ښه او هر اړخیز څیرلي او د تاند لوستونکو ته ېې وړاندې کړي دي. په ځانګړې ډول ېې زما دا جمله خوښه شوه” دهر ډول وسيلې او هر ډول انساني پوړونو لکه شپنو، کروندګرو، طبيبانو، پوهانو، فيلسوفانو او… حتى ملنګانو او پاچاهانو له خوا ويل شوى او اورېدل شوى دى.”!
    دا چې زه پخپله ۲۰ کاله طبیب وم او کله ناکله به مې یو نیم شعر هم لیکهء یا ژباړءاواوس ېې هم ليکم، نو ډیرو دوستانو به مستقیمې یا غیرمستقیمې نیوکې کولې چې دا پلانکي اوس خپل مسلک پرېښود او شاعرشو!!؛ خو اوس ښه شو چې د رحماني صاحب له برکته مې د طبیبانو او شعر اړیکه هم وموندله. دیره مڼنه . ډ. حمیدالله زړءور ساپئ /بلژیک.

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi t. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *