شګون

ټولو په یوه غږ چېغه کړه: « مه مه …»

د نجلۍ له لاسه سیخکی ولوید، اوتر یې وکتل. د ناوې مخ په تریدلو لاسونو پټ و، لږ لږ خوله وه، یو خوا بل خوا یې اوږده ویښتان خواره وو  .

نجلۍ په کنجکاوي وریځې پورته کړې،په ورېریدلي غږ یې وپوښتل :

– څه شوې؟

لږ څه سره شوه ، سترګې یې په رنجو لړلې وي په ګاڼو سینګار وه . وې ویل :

په ځوانۍ کې یې کونډوئ ؟ ولې یې سر په سیخکي بیلوئ ؟ واخله دا زما چارګل.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سینګار

له سره ټیکري يې څو تاره ویښته راوتلې وو تر وروځو یې رسېدل ، د سترګو تر شا یې نرى تور خط کش کړی و. شونډې یې لکه ډنډ وینه  سرې ښکاریدې . کتابونه یې لاسونو کې ټینګ نیولې وو ته وا وېرېدله چې څوک بې غلا کړي . لنډ سور او تور کمیس یې په تور پتلون راځړیدلی و . ټولو داسې ورته کتل لکه له بلې دنیا چې راغلې وي .  نجلۍ اوتره اوتره د بازار په منځ تر پوهنتونه تله . ورته ويلي يې و که سينگار نه وه کليواله به يې بولي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعري

«ته اوس رښتیا دا شاعري ماته کوي؟»

– هو، ژوند کې  بغیر له تا بلې نجلۍ دومره تاثیر نه و کړی.

ـ او هغه له ما مخکې شاعري؟

ـ هاهاهاه هغه خو تخیل دی.

نجلۍ وشرمیده، سترګې یې ښکته کړې، ورنږدې شوه. په ولي یې سر ورکیښود.داسې یې احساس کړه لکه چا چې پناه ورکړې وي، ورخپله کړې یې وي، لکه د چا روح کې چې ورګډه وي.سترګې یې ډکې وي، شونډې یې رپیدې، وې ویل:

ـ که سره بیل شو بیا؟

ـ هیڅ شاعري به مې لا ښه شي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

باډيوه

باد نرم چلیده. رنګارنګ په اسمان کې تاوېدې.په بام ولاړه وه.پاس یې کتل، ورپام مې شو.ورغلم:
– باډیوې دې ډېرې خوښې دي،څرنګه یې ژورې څارې؟
موسکه شوه.اسویلی یې وکیښ، راته مخامخ شوه.ډاډه یې وویل:
– هو، ډېرې . . .
– امممم خو ولې ؟ نور ښایستونه هم شته
– منم خو باډیوې زموږ غوندې دي.ژوند یې په نري تار تړلی
غلې شوم، خبرې یې خوند راکړ.ازاده شوې باډيوه مو لیدله چې اسمان کې ورکیده.

0 thoughts on “د شفیقې خپلواک څو لنډکي نثرونه”
  1. !سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم اغلی خپلواک خور ته او همدارنګه دی تاند ټولو کارکونکو ته
    .خپلواک خوری ډیرښایسته نثر مو لیکلی دی دی ژوند په ټول چارو کی بریالۍ اوسی
    مننه

  2. دشفیقی خپلواک هغه شعر چی د ملی بیرغ تر عنوان لاندی منظم شوی و ډیر زیات می خوښ شو ی هیله لرم چی نور دی ته ورته عوره شعرونه نثرونه منظم او ترتیب کړی د ژوند په ټولو چارو کی حوښه او کامیابه اوسی.

ځواب ورکول taibullah safi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *