شعر هنر دی، خو د خطاطي، رسامي، انځورګري او نورو هنرونو په څېر کسبي نه، بلکې طبیعي هنر دی، ځکه یې نو پالنه هم ځانګړې وړتیا او شاعرانه طبعه غواړي، له همدې امله یې ځینې الهي ورکړه او لورینه ګڼي، خو دا عامه نه، خاصه  لورینه ده، ځکه لکه د بخت مرغه په سلو او زرو کې د شفیقې په څېر د یوه نیم بختور یا بختورې په سر کېني.

د شفیقې شعر د موضوع اوکلیمو رنګارنګي لري. شعر یې نه یوازې د نورو بلکې د ځان تکرار هم نه دی. هر شعر یې ځانګړې دنیا او انداز لري. فکري وسعت او دقت یې بله هغه ښېګڼه ده چې ډېرو نوښتونو ته د هغې پام ور اړوي. تکراري او سولېدلي مفاهیم او موضوعات هم په داسې خوندور انداز شاعرانه کوي چې د نویو هغو مینه دې پرې ماتېږي. خپل نوښتګر فکر، شاعرانه ترکیبونواو تشبیهاتو هغه د دې چار په ښه ترسره کولو بریالۍ کړې ده.

د شفیقې شاعري چې لولې، د لوستلو پرځای  د کتلو او نندارې احساس درکوي. لکه پر دېوال را ځړېدلې د ښکلاګانوتابلو چې ننداره کوې.  داسې تابلو چې د خپلې ښکلا او رنګینو پرمټ دې د ځان نندارې ته تم او پښه نیولی کړي. زه دا د نوموړې د ځانګړې وړتیا او هغه تناسب برکت ګڼم چې نوموړې یې د شعر لیکلو پرمهال د تخیل، نوښت، هنریت، موضوع،کلیمو او  ترکیبونو پرمهال پالي.

د شفیقې د شعر لویه ښېګڼه همدا ده چې هم هنري ښکلا ته پام کوي، هم یې تخیل عالي وي، هم نوښت پالي او هم نوې خبره کوي، ټوله اتکا یې په خپل فکر او تجربه وي. له همدې امله یې په شعر کې نوښت او خوند زیات دی، ځکه خپلې خبرې او تجربې یې په حقیقت کې نوې دي او د خپلو خبرو دویمه ښېګڼه داده چې ښې یې بیانولی شي. اکثر شعرونه په لنډو سېلابونو کې لیکي. د کلام چستوالی یې د شعر بله مهمه ځانګړنه ده.

”هنرمند“یې په تاند کې تازه خپور شوی شعر دی. دا له همدغو پورتنیو ښېګڼو مالامال دی، خو  دا شعر یې د بحث او سپړنې لپاره انتخابي، نه بلکې تصادفي وګڼئ. په همدې پلمه غواړم هغه تاثر درسره شریک کړم چې د دغه شعر له لوستلو مې اخیستی.

ته چې راغلې له ماسترګې اواره شوې

په ټټر پورې مې اوښکې وټومبلې

ته چې راغلې زنده ګي مې شوه بدله

لانده ستوني کې مې وچې شوې بدلې

د چا په تلو پسې د سترګو اواره کېدل کومه نوې خبره ده، ، خو د یو چا په راتلو سره د سترګو اواره کېدل هیښنده خبره ده، نوې خبره ده، خوندوره خبره ده. داسې حالت دی چې ممکن ډېرو لږو درک کړی او تېر کړی وي.

همدارنګه په دوهمه نیم بیتۍ کې  په لانده ستوني کې د بدلو وچېدل هم کټ مټ همغه د سترګو د اواره کېدو په څېر دي، ځکه په یو چاپسې ستونی وچېدلی هم شي، خوږېدلی هم شي، کېناستلی هم شي او بندېدلی هم شي، خود یو چا په راتګ سره په لانده ستوني کې د بدلو وچېدل ممکن ډېرو ته ناشوني واېسي، خو د خپل ګلابي او ګل مخي په لېدو دا شوني دي، ممکن له ډېرې خوښۍ او تعجب همدغه څه پېښ شي چې شفیقې یې یادونه کړې.  ممکن یو څوک د یو چا په ناڅاپه لیدو یا راتګ له ډېرې خوښۍتعجب وکړي، حیران شي، ستونی یې هم وچ شي، خو دا ډېر کم او نادر پېښېږي، مګر شاعرې همدغې نادرې پېښې ته پام کړی او په ډېر ګلالي انداز یې بیان کړې ده:

ته چې راغلې زنده ګي مې شوه بدله

لانده ستوني کې مې وچې شوې بدلې

ممکن تر دې دمخه مو هم د ډېرو په شعرونو کې ”اوښکې“ او ” بدلې“ لوستې وي، خو شفیقه درته همدغه څه  په داسې نوي او ګلالي انداز وایي لکه تر دې دمخه مو چې نه وي لوستي او یا مو په دومره خوندور انداز نه وي لیدلي، ځکه په ټټر پورې د اوښکو ټومبل بېخي په نوي انداز دي.

 اوښکه څاڅي، اوښکه بهېږي، اوښکه تویېږي دا مو هم په خپلو سترګو لیدلي او هم مو د ډېرو په شعرونو کې لوستي. بله دا چې اوښکه درېږي، اوښکه وچېږي، اوښکه ایسارېږي، خو د اوښکې ټومبل او هغه هم په ټټر پورې دا نو نوې خبره ده.  نوې څه چې ممکن ډېرو ته په ټټر پورې د اوښکو ټومبل ناشونې واېسي، خو هغې ته ناشونې نه ښکاري او د خپل شاعرانه هنر پرمټ یې زما او ستا په زړه او ذهن دا منلې چې څنګه خپلې اوښکې په ټټر پورې وټومبي.

د ستوني او خولې د وچېدلو اورېدلي، نه یوازې اورېدلي بلکې لیدلې مې دي. د تندې او وارخطایئ په حالت کې او یا د بدې خبرې په اورېدو سره دغه حالتونه ډېر پېښېږي، خو په لوندستوني کې د بدلو وچېدل مې لومړۍ پلا د شفیقې په شعر کې ولوست.

ته چې راغلې په لاسو کې دې ډیوې وې

خو ما کله هم رڼا لیدلې نه وه

له زړګي مې حیراني غېږه راتاو کړه

ما په عمر دا ښکلا لیدلې نه وه

له زړګي څخه د حیرانۍ غېږه تاوول چې څومره نوي دي همدومره ښکلي هم دي، ځکه حیراني فزیکي موجود نه دی خو د دغه پورتني بیت د هنریت له برکته لوستونکی یا اورېدونکی داسې ګڼي لکه حیراني یې چې مخې ته ناسته وي.

که کوم تکړه انځورګر ته همدغه بیت په ګوتو ورشي، ممکن داسې ګلالۍ تابلو ترې سازه کا، چې په کتلو او ننداره به یې سترګې مړې نشي.

منم سیوري د خندا دې راته جوړ کړل

خوشالي مې له پلو په څڅېدو ده

خو چې راغلې هنرمنده جادوګره

شاعري رانه ولا په ختمېدو ده

د خندا سیوري او له پلو څخه د خوښیو څڅېدل د شفیقې د نوښتګر فکر هغه خواږه دي چې له برکته یې شعر د ډېرو د پام وړ ګرځېدلی شي، ځکه له تکرار څخه نور خلک ستړي دي، د شعر مینه وال د نوښتونو د موندلو او لوستلو په هڅه کې دي، نو له همدې امله باور دی چې د شفیقې شاعري به د لوستونکو او مینه والو له پلوه هم له نورو ځانګړې اوسي.

خو چې راغلې هنرمنده جادوګره

شاعري رانه ولا په ختمېدو ده

شعر په خپله هنر دی، خو شفیقه عجیبه کوي، پر ځای د دې چې د هنرمند په ورتګ سره یې شاعري لا وغوړېږي، خو هغه وایي چې ستا په راتګ مې شاعري په ختمېدو ده. دلته یې خپل مین ته یو شاعرانه طنز ویلی دی. په پښتنو کې دا ډېره عامه ده وایي چې ترڅو مین نشې، نو نه شاعر کېدلی او نه هم شاعري کولی شې، خو شفیقه په پورتني بیت کې د دغې عامې انګېرنې برعکس اول شاعره او بیا مینه شوې ده او له مینتوب یا د خپل مین له راتګ وروسته خپله شاعري هم ختمه بولي، ممکن دلیل یې دا وي چې تر دې دمخه یې د زړه د خبرو لپاره څوک نه لرل، ځکه یې نو شاعري کول، خو د هنرمند په ورتګ سره به د شاعرۍ پرځای دا غوره ګڼي چې د خپل زړه بوخڅۍ همدغه هنرمند او جادوګرته پرانیزي.

د شفیقې د شاعرۍ بله ښېګڼه داده چې په تشو لفاظیو او نګه ذهني تصویرونو یې تکیه نه ده کړې، ځکه د ذهني تصویرونو ډېروالی او لفاظي لوستونکي زړه تنګي کوي، حالاتو او شرایطو هم نه ده نهیلې کړې او نه یې د نهیلیو کوم څرک په شعرونو کې ترسترګو کېږي. بله دا چې ښځینه احساس په ښه انداز بیانوي، دا د دې کوم امتیاز نه، بلکې د هغې حق ګڼم، خو نوموړې خپل دغه حق په ښایسته انداز بیان کړی.

د شفیقې شاعري د لنډیو په څېر خواږه لري، ځکه د لنډیو د ویونکو په څېر د خپل زړه خبره په زغرده او ډاډه کوي، حالاتو او شرایطو ته د تسلیمۍ پرځای د هغو د بدلولو هڅه کوي. د فکر ځېلې  یې پخې، د تخیل چینې یې تاندې او هنري پنځونې  یې هڅاندې غواړم. په ژوند او هڅو دواړو یې برکت.

2 thoughts on “د شفیقې شاعري، لکه پر دېوال راځړېدلې تابلو/ امیرجان وحید احمدزی”
  1. وايي لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، د شفیقې هنر د هېچا له سترګو نشي پټېدای
    د دې هنرمندې پېغلې په شاعرۍ ټولګې لیکل کېدای شي. له استاد نه هم مننه چې ښکلې مقاله یې پرې لیکلې ده.

ځواب ورکول اناهیتا روهي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *