تاند- په شمالي وزیرستان کې یوازې د پاکستاني طالبانو پرضد د پاکستان د پوځ عملیات سبب شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې یو وار بیا ترینګلي شي.

افغان چارواکي وايي چې پاکستان یوازې د پاکستاني او بهرنیو طالبانو پرضد عملیات کوي خو د افغان طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې پرضد، چې هغه هم په شمالي وزیرستان کې دېره ده، اقدام نه کوي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستاني چارواکو ویلي چې نور د ښه او بدو طالبانو پروا نه کوي او له یوه سره ټول طالبان ځپي.

پاکستان افغان طالبان، چې په افغانستان کې جنګېږي ښه طالبان بولي خو خپلو هغو ته بد طالبان وايي.

پاکستان له افغانستانه غوښتي چې خپلې پولې ټینګي کړي څو پاکستاني طالبان د پاکستان د پوځ د عملیاتو د فشار له کبله افغانستان ته ونه تښتي.

پاکستاني چارواکي وايي چې که افغان او ناټو پوځیان له وزیرستانه د تښتېدونکو طالبانو مخه ونه نیسي نو ښايي د دوی عملیات چندان نتیجه ونه لري.

افغانستان او امریکا له څو کلونو راهیسي له پاکستانه غواړي چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پرضد عملیات وکړي. پاکستان له کلونو وروسته عملیات پیل کړي مګر راپورونه وايي چې پاکستاني پوځیان افغان طالبانو ته څه نه وايي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني پرون وویل:«په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ روان عملیات د افغانستان د حکومت لپاره د منلو نه دي. دا عملیات یوازې د پاکستاني طالبانو پرضد دي. د پاکستان پوځ د حقاني شبکې پرضد هیڅ اقدام نه دی کړی او نه یې دا ډله بې وسلو کړې ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د ښاغلي مستغني د څرګندونو مستقیم ځواب ونه وایه خو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیمه اسلم وویل چې د شمالي وزیرستان عملیات د تروریزم پرضد دي.

دې زیاته کړه:«افغانان باید د نړیوالې پولې په خپله خوا کې اقدامات وکړي، یقیني کړي چې ترهګر د افغانستان په خاوره کې پناه نه اخلي.»

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د پکتیکا د اورګون ولسوالۍ خونړۍ تروریستي حمله د پاکستان او حقاني شبکې ګډ کار وباله.

مستغني وویل:«زموږ استخباراتي ادارې شواهد لري چې د پاکستان استخباراتي ادارې د افغانستان په وروستیو تروریستي بریدونو کې لاس لري. د حقاني شبکې د پکتیکا وحشیانه برید وکړ. دا ډله د پاکستان د استخباراتو له ملاتړه برخمنه ده.»

په داسي حال کې چې امریکا هم په ښکاره وايي چې حقاني شبکه په پاکستان کې ده او د پاکستان استخبارات یې ملاتړ کوي، پاکستان هم له دې مسلې انکار نه کوي او په ځلونو یې ویلي چې دا ډله یې د مبادا لپاره ساتلې نو بیا ولي امریکا پاکستان ته د ملیاردونو ډالرو پوځي او مالي مرسته ورکوي او په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو په ځپلو کې د پاکستان له پوځ سره مرسته کوي؟

دا هغه پوښتنې دي چې د ډېرو افغانانو په ذهنونو کې ګرځي.

3 thoughts on “د شمالي وزیرستان عملیاتو د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلیتیا زیاته کړې”
  1. دغه پو ښتنی دکومو افغانانو په ذهنو کی ګرزی ؟لکه تاسو چه پورمه ذکر کړیده
    پاکسان فوڅ او پاکستان طالب افغانستان لپاره یو دی ولی زما طالب جان ته راشه څه کوی تباهی بربادی خدای ددوی غرق کړی

  2. د افغانستان دولت به بد وکړي چی د پاکستان طالبانو سره مرسته ونه کړي
    دی ته وایی بیغیرته دولت
    که افغانان دپکستانی طالبانو ملاتړ نه کوی نو دا د نهایی بیغیرتۍ نښه ده ه

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *