تاند- د افغانستان د قومي لږکیو پنځلس اړوندو ګوندونو او سیاسي خوځښتونو د پنجشنبې په ورځ د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره انتخاباتي اتحاد جوړ کړ.

د شمال د پخوانۍ ټلوالې تقریباً ټول مشران لکه د ملي جبهې مشران ضیا مسعود، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله، یونس قانوني، د بلخ والي عطا محمد نور، د استخباراتو پخوانی رييس امر الله صالح او د رباني زوی صلاح الدین رباني د دې اتحاد مشران دي چې پرون یې د انتخاباتو لپار د دې نوې تشکیل (اتحاد) اعلایه لاسلیک کړه.

ویل شوي چې د دې اتحاد لپاره د خبرو په مقدماتي پړاو کې  د ولسمشر کرزي ورور قیوم کرزی، په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد، د حق او عدالت ګوند مشر محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي او د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي هم ګډون درلود خو داسي ښکاري چې دا کسان د شمال د پخوانۍ ټلوالې له مشرانو سره د اتحاد په جوړولو کې نتیجې ته نه وي رسېدلي او یا څنګ ته پرېښودل شوي وي.

د شمال د پخوانۍ ټلوالې غړي پوهېږي چې پښتانه د طالبانو له لوري ځپل شوي، سر پورته کولو ته نه پرېښودل کېږي او د دې چارې په پایله کې د راتلونکو انتخاباتو د سیالۍ په میدان کې د دوی بریالیتوب حتمي دی.

د انتخاباتي اتحاد په موافقه لیک کې د دوی قوم پالونکو نیتونو ته په اشارې راغلي دي:«دا اتحاد د نظام په سیاسي جوړښت کې د بنیادي اصلاحاتو، د قومونو د عادلانه مشارکت، د ټولنیزو شخړو د حل کولو لپاره د قدرت او سرچینو د عادلانه او متوازن وېش د پراختیا لپاره د همکارۍ د شورا ملي پروګرام تاییدوي.»

دې اتحاد ژمنه کړې ده چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره به له خپل منځه یو تن کاندیدوي. د اتحاد په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی به د مشورو پر اساس پر کاندید سلا کوي.

په همدې حال کې  کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي په قومي او سمتي بنیادونو د اتحادونو جوړېدا د اندېښنې وړ بللې ده.

8 thoughts on “د شمال د پخوانۍ ټلوالې غړیو ډلو انتخاباتي اتحاد اعلان کړ”
  1. Daa ham karzi khain aw da talibanoo da be ensafi netaja dah chee nan warz Pashtana zaif aw kamzori shudal kazi aye da khudai Allah lanatianoo aw dushmanano Allah paak pah huzoor ky bah sa jawab waya st zah sha puzim chy Tasso pah da qanat aw da hessab pah warz bawar nalari ka moo durladali taso walaka beguna Pashtana wazali wayi Allah mo kharab aw barbad kah ameen

  2. د ملا ړانده اخوند خلک دې پوه شي چې یو ځل خو یې د خپلې مور د مېړه اسامه په ساتلو پښتانه هلاک کړل چې تر ننه پورې لا د هلاکت کندې ته مخ په ښکته ور روان دي او که په انتخاباتو کې بیا هم له پښتنو سره کوم بد چلند وکړي دا به د پښتنو د سوونو کلونو تاریخ خراب کړي او واک به غلو او قاتلو شمالي ټلوالې خاینانو ته په لاس ورشي. د ړانده لښکر دې پوه شي چې د پښتنو تاریخ به تر قیامته پورې د دوی مخونو ته لاړې ورتوف کوي.

  3. پښتنو خپل سیاسي شعور په لوړو، منځنیو او لاندینیو پوړونو کې چې عوام خلک دي له لاسه ورکړیدی. که څوک وايي چې د یادو دری واړو پوړونو پښتانه سیاسي شعور لري لویه اشتباه کوي.

    پښتانه د تاریخ په اوږدو کې د سیاست په لوبولو کې ناکام شوي او جګړه ېې خپل آخرنۍ حل لاره بللې ده.

    ګوره به چې زموږ سیاسیون ېې څنګه شنډوي

  4. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي احمد ورور ته نېکمرغي او حوصله له پاک ربه تمه کوم!
    درنو لوستونکو او درنو هېوادوالو!
    زموږ هېواد افغانستان ډېر وروسته پاتې هېواد دی. تر نننه يې ليا ذهنيت د قوانينو پلي کولو ته سمبال نه دی. په وروستيو ۴ لسیزو کې له شهيد سردار محمد داود خانه رانيولې تر نننيو تيکنوکراتانو پورې ټول نه د دين او نه هم د ټولنې قوانينو ته ژمن پاتې شوي دي. موږ او تاسو د کمونيستانو او يا (خلقيانو او پرچميان) دولتونه او ظلمونه تېر کړل، د مجاهدينو د دوران ملکولطوايفي يآ دويمه سقاوي مو هم تېره کړه او د طالبانو امارت مو هم وليد او نننۍ ستونزې هم وينو، مګر داسې ښکاري چې په هېڅ يا نه پوهېږو او يا مو ماغزه داسې منجمد شوي، چې لکه کنګل هم ساړه او هم سخت دي، مګر په تودوښه لکه خولې وېلې کېږي.
    نن ورځ په افغانستان کې يو شمېر ډلې د امريکا په ډالرو سمبالې دي، چې د کرزي دولتداري او د ټلوالې خانه داري يې هم برخه ده او بل پلو ته د مقاومت وسله والې ډلې دي، چې د عربو، پاکستان، ايران، روس او چين څخه په يوه او بله بڼه تمويلېږي، ځکه افغان ولس او بيا په تېره پښتانه د دوی له اصلي دوښمن امريکا او انګرېز سره د ناټو ملکونو په هويت کې جنګېږي، خو پوښتنه دا ده، چې موږ افغانان به بد ردو ويلو څه تر لاسه کړو او که نه! او يا دا چې ټولنه به د تل لپاره وېشلې ساتو.؟
    ښاغلي احمد ورور د مقاومت يو مشر ملا محمد عمر مجاهد ته سپکې سپورې ليکلې دي، مګر ستونزه دلته ده، چې د دغو ټولو ډلو تر څنګ يا يې په مقابل کې بل الترناتيف نه شته دی! ځکه ويل کېږي، چې کله په يوه څپېړه سل مخونه خوږېږي، مګر زه به ووايم، چې د افغانستان د ستونزو لپاره که موږ څه نه شو کولی، نو ښه به دا وي، چې د دغو ټولو ډلو ترمنځ د زغم او پوهاوي زمينه برابره کړو، پرته له دې به په خپلو خبرو سل زړونه خوابدي کړو، چې ګټه يې صرف دوښمن ته رسېږي!

    زموږ ټولنه زغم، پوهاوي او د ذهنيت جوړېدو ته اړتيآ لري، چې پرته زموږ او تاسو د ګډو هلو ځلو بل ډول نه شي ترلاسه کېدلی، نو له ښکنځلو تېر شی او د افغان ولس په يووالي، پوهاوي او هوساينې فکر وکړی چې ټولو ته د نيکمرغي پيغام او وږمې لرلی شي.
    معه سلاموکم الاهلول سياسيون

    ملا ميوند آخوند

  5. !سلامونه هيوادوالو
    د بي اتفاقي او زان من من كولو نتيجه داده چه أوس به د مير غلام بچه لمسيان په كلونو او كلونو په افغانانو او پشتنو باداري كوي. خو أوس هم ناوخته نده كه موژ ورته يو لاس شو او خپل زان و پيژنو په زور د الله به له د ظلم نه خلاسيژو. موژ پشتانه بايد له صبر حوصله او عقل نه كار واخلو نه له بغض كينه او له يو بل سره له دوشمني نه. اوس د يوالي وخت دي پشتنو راويش شي زياتي بس كي دا زان زاني، كنه دا د شمال بيناموسان لكه دوستم محقق عطانور مسعوديان او داسي نور به په افغانستان او افغانانو نخري كوي. په هيله د سمسور افغانستان

  6. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي تور جان ورور لیکلي، چې ټول ځان ته من وايي او بل ځای بيا نغوته کوي چې دا د شمال بې ناموسان!!! ګرانه افغانستان خو تاسو په خپله دغه وړه تبصره کې په شمال او جنوب ووېشلو او د ملت يوې برخې ته مو د شمال د بې ناموسانو خطاب وکړ!!! آیا ته د شمال پښتنه، ازبکه، تاجکه، هزاره او نور ټبر خپل ناموس نه ګڼې!!! پښتونه داسې مه راويښېږه، چې نور سپک کړې، مګر داسې رابيدار شه چې ځان دروند کړې، د اهليت لمنه دې خپره کړې او د مملکت زعامت خپل کړې! نه دا چې لکه نابوده ښځه هر چا ته خوله واچوې!!!
    په پښتو کې متل دی، چې ښه ژبه به دې سردار کړي، خو بده ژبه به دې خوار کړي! يا وايي، چې خوله هم کلا ده او هم بلا ده!
    معه سلامو کم الاخوتلافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  7. Mullah Omar da cha zoy dai, kho da bal pa lass ra porta shawy ow train shawy sary dy Allah pohigi che Musalman ba ham wee ow kana, da ka pa rishtya afghan ow mujhid wy no walli yee awal mujahideen owalll o wotakawal, na da da kowati pakistanai dy che sonat ba wee ow kanana, da khpali moor shidi yee nadi rowdalli ka rowdalli yee wy no oss bayee khapal wrona pokhtan na wazal, dada tar nama landi Islam tabah shoo pa sharq ow gharb key khalko islam qablawal shoro kral bodayism ow kogrizim prekhodolo ta yar nast wall ow hamdayee wailey che sook sta moong ta islam raokhayee balli wal nashta Mullah Omar shata che war oyee khayee, Islam yee taba ka quran tar pakho landi kar Oss gharb ow sharq wayee ham da Islam qabool ko che khalak wazni, Insan halalawee pa tar yee zinday ow sar trina ghosaweee, Afsoooooooooos sad Afsooooooooooooos za kha da che Allah Larooo ow hagha ba Hessab kaweee stana ba da tool mellat ow da islam da zooof pokhtana kaweee, Mohammad sowallaho Allihey wasallam, ow da ghagha Malgarooo islam khpoor kar tabligh yee kar da soooooootan ow be namoosa Mullahyanooo tabah ow barbad kar. Amrica yee rawastallah. hagha da spi bachai Bin Ladin, che oss ba le bush sara Ganay jowee afghanistna yee tabah ow barbad kooo.Yallah Da zaliman da zalimano pa las halak kariiii Amin.

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *