تاند، جمعه، د اسد ۲۵مه: ځايي چارواکي وايي، د طالبانو د ټول شمال د جګړې رهبري د فاریاب د قیصار ولسوالۍ څخه کېږي چې د یو متقاعد جنرال په شمول د ۴ پاکستانیانو او ۱۲ ایرانیانو لخوا مخته وړل کېږي.

چارواکي وايي، په ټول شمال کې د طالبانو د جګړې رهبري د یو پاکستاني متقاعد جنرال شیخ مطیع الله پر غاړه ده چې دا مهال د المار او قیصار ولسوالیو تر منځ سیمه کې دېره دي.

د قیصار ولسوال حاجي رحمت الله تاند ته وايي، دا مهال ۱۶ پاکستانیان او ایرانیان په ګډه د طالبانو د جګړې رهبري پر مخ وړي او ټول شمال یې ناامنه کړی دی.

نوموړی وايي، طالبان دا خپل دا بهرني مېلمانه مشران د شیخانو په نوم یادوي.

په شمال کې د پوځ یوه مهمه سرچینه هم دا خبرې تاییدوي او وايي، د سږني کال په لومړیو کې یو ایرانی قومندان د فاریاب خواجه سبز پوش کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ووژل شو او دوی ته معلومه شوه چې نور بهرنیان هم د طالبانو په خوا کې دغلته جنګېږي.

دغه سرچینه که څه هم تاند ته وايي چې دوی داسې اسناد نه لري چې د شمال ټوله جګړه دې د ایراني جنګیالیو پر غاړه وي، خو زیاتوي د فاریاب په ګڼو ولسوالیو کې ازبکستاني، پاکستاني او چیچني جنګیالي شته چې له طالبانو سره اوږه په اوږه د جګړې ډګر ته راځي: (( د جګړې قومانده په اصل کې د پاکستاني جنرال شیخ مطیع الله پر غاړه ده او دا جنرال د المار او قیصار تر منځ سیمو کې پروت دی.))

بلخوا د قیصار ولسوال حاجي رحمت الله پر مرکزي حکومت غږ کوي چې مرکزي حکومت دې دغې سیمې ته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مرستې واستوي.

نوموړی وايي، په قیصار کې مېشت ځواکونه کم دي او وضعیت کله هم له کنټروله وتلی شي: (( څو ورځې وړاندې هم زموږ ولسي پاڅونوالو او پولیسو د طالبانو کمین وخوړ چې پنځه سرتېري مو په کې ووژل شول او اووه نور ټپيان شول.))

قیصار د فاریاب پرنفوسه ولسوالي ده چې له بادغیس او غور سره ګډه پوله لري.

که څه هم د افغانستان د جګړې په ډګرونو کې د پاکستاني او بهرنیو جنرالانو د قوماندې خبرې لومړۍ نه دي، مګر په شمال کې دا ډېره نادره خبره ده چې د پاکستاني جنرالانو تشکیلات تر هغه ځایه پورې ورسېدل.

One thought on “د شمال طالبان د پاکستاني جنرال شیخ مطیع الله په رهبرۍ جګړه کوي”
  1. والي: طالبان ښایسته نجوني په جبر ځان ته نکاح کوي

    د جوزجان چارواکو هغه ګنګوسي تاید کړي چې ګواکي دغلته یاغی طالبان ښایسته او دنګې نجوني په زور ځان ته نکاح کوي.

    په دغه برخه کې د هغوي خوښي او د کورنۍ رضایت ته هم نه کتل کیږي.

    د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې یوې سرچینې وویل چې طالب وسله والو خپلو مجردو جنګیالو ته دا اجازه ورکړي چې ښایسته، پيغلي او دنګې نجوني په جبر ځان ته په نکاح کړي.

    مردیان‌، درزاب او منګجیک ولسوالۍ هغه سیمي دي چې پکې طالبانو په دغه کار لاس پوري کړی دی.

    د سرچيني په خبره دا سلسله وروسته تر هغه پیل شوه چې هغه قوماندان یوه پیغله نجلۍ په جبر د ځآن په نکاح کړه، کوم چې مطیع الله نومیږي او د طالبانو مشري کوي.

    د سیمي خلک وايي چې مطیع الله د پاکستان د پوځ متقاعد افسر او په خټه پاکستانی دی.

    هغه په درز آب کې دغه نجلۍ ځان ته په نکاح کړي ده.

    د درزآب خلک وايي چې له مطیع الله وروسته ګڼ شمیر طالبانو ښایسته اودنګې نجوني ځانونو ته په جبر په نکاح کړي دي.

    د دوی په وینا، طالب وسله‌وال په دې وروستیو کې د باج‌اخیستو ترڅنګ، ښایسته نجونې په زوره د دغې ډلې وسله‌والو ته نکاح کوي.

    د درازب ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي، که حکومت ژر تر ژره په دغې ولسوالي کې عملیات ونه کړي، درزاب به په شمال کې د طالبانو پر سترې اډې بدل شي.

    د درزاب ولسوالي اوسېدونکي عبدالغفور او رحمت‌الله وايي، طالبانو د دغې ولسوالي پر اوسېدونکیو ژوند تریخ کړی، په زوره ترې کلنګ غواړي او هر څه یې چې زړه غواړي، هماغه پر خلکو پلي کوي.

    دوی له حکومت، په تېره امنیتي او دفاعي ځواکونو غواړي چې ژر تر ژره په یاده ولسوالي کې د طالبانو پر وړاندې عملیات وکړي او له دې شره یې خلاص کړي.

    په همدې حال کې د منګجیک او خم‌اب ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکيو هم ويلي، سره له دې چې طالبان د یادو سیمو ښایسته نجونې د دغې ډلې وسله‌والو ته نکاح کوي، پیسې یې هم پر خپلو نظامي تجهیزاتو لګوي.

    د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر د دغې موضوع د تایید ترڅنګ رسنیو ته ويلي، طالبانو په مردیان‌، درزاب او منګجیک ولسوالیو کې ښایسته نجونې خپلو وسله‌والو ته نکاح کړې دي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *