د ښاغلي مجتبی پتنګ له خوا په حکومتي اداره کې د نظار شورا او شمال ټلوالې پټ او ښکاره مافیايي فعالیتونه ښايي ډېرو ته نوې مسله وي،په داسې حال کې چې د حکومت پر کلیدي پوستونو د شمال ټلوالې انحصاري ستراتېژي د بن په لومړي کنفرانس کې د څوکیو له نا انډوله سیاسي وېش څخه سرچینه اخلي.

له ارګ څخه نیولې د ولایتونو تر ولسوالانو او ټیټ پوړو چارواکو پورې تقریباً اتیا سلنه یې د شمال ټلوالې واکمنو جنګسالارانو په فکري مکتب کې د راسیزم، فساد، زورواکۍ او پردیو ته د جاسوسۍ په روحیه روزل شوي دي. د ټلوالې همدغه جنګسالاران په تېره یوه لسیزه کې د وسلوالو مخالفینو ترڅنګ د یوه مقتدر او مشروع نظام بنسټونه سست کړي او یوازې په انارشۍ کې یې خپله بقا لټولې ده.

د کورنیو چارو وزیر له هغو واقعیتونو پرده پورته کړه، چې واقعاً په تېرو یوولسو کلونو کې نظام د همدغو چټلو او منحوسو پدپدو له امله وشړېده او حکومت د دې پر ځای چې د خلکو د سوکالۍ او ارامتیا لپاره د عام ولس رضایت حاصل کړی وي، بر عکس ولس له نظام څخه واټن ونیو او حتا ځینو خو د مخالفینو لیکو ته مخه کړه.

د نظام په کاواکه کولو کې تر ټولو ستر رول د مافیا او فساد اصلي ځالې (ولسي جرګې) لوبولی دی، هغه جرګه چې د مشروعیت اساس یې بهرني سفارتونه، د مخدره موادو نا مشروع پیسې، زورواکي، فساد او درغلۍ دي. البته د پارلمان په ۲۴۸ استازو کې به د ګوتو په شمېر ځینې مخلص افغانان هم وي چې د ملت په واقعي رایو پارلمان ته بریالي شوي دي، خو اکثره یې د پورتنۍ نامشروع لارو څخه د افغان ولس د خاینو او معامله ګرو استازو په توګه د بهرنیو سفارتونو او استخباراتي سازمانونو په سفارش او ملاتړ انتصاب شوي دي.

نن د حکومت یو لوړپوړی چارواکي په داسې حال کې د نظام دننه د نظار شورا له مافیايي فعالیتونو پرده پورته کوي او د واک د انحصار په اړه خپله نا رضایتي ښيي، چې پښتون ولس او ځینو په حقایقو خبرو نړیوالو بنسټونو لا له پخوا په نظام کې د نا انډولتیا په اړه غږونه اوچت کړي دي خو له بده مرغه همدغو جنګسالارانو دا مسایل داسې توجیې کړي چې ګني دا د افغانستان د دښمنانو پروپاګنډې دي. لرې به نه ځو ښه مثال یې د ملي امنیت ریاست دی چې تر امرالله صالح وروسته دوه پښتانه رییسان ورته وګومارل شول، خو تر اوسه یې هم په ملي امنیت کې د نظار شورا د نفوذ په ۱۰۰ کې ۱۰ سلنه نفوذ هم نه دی مهار کړی او هماغه د یوه سمت متعصب او لنډه غر اشخاص په کې په لوړو موقفونو کارکوي.

د لوړو زده کړو وزارت بل هغه حکومتي ارګان دی چې په تېره یوه لسیزه کې د حزب وحدت او جمعيت جنګسالاره فاشستانو ته په وېش کې رسېدلی دی، د یوې سروې له مخې دا مهال په بهر کې ۳۰ زره هزاره محصلین له لسانسه نیولې د دوکتورا تر کچې د نړۍ په بېلابېلو معتبرو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي، چې ناوړه پایلې به یې په راتلونکو درېو کلونو کې څرګندې شي.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه هم له ورته برخلیک سره مخ دي، بسم الله په دفاع وزارت کې د نفوذ لپاره داسې تکتیکونه کارولې دي چې عقل ورته کار نه کوي. په دفاع وزارت کې د مقررۍ اصل دا دی چې باید قومي ترکیب په پام کې ونیول شي، خو د بسم الله افرادو د پښتنو په نوم جعلي تذکرې جوړې کړې او د اردو لیکو ته یې لار پیدا کړه. همدارنګه په دفاع وزارت کې یې د یفتلي په څېر داسې مفسد او خاین افراد وګومارل چې حتا د ملي اردو د فداکاره او مظلومو پوځیانو پر درملو یې هم زړه ونه سوځېد او د خپلې دندې په موده کې په میلیونونه ټنه درمل غلا او وپلورل.

د ټلوالې مافیا په تېره یوه لسیزه کې په حکومت هغه پاک او مخلص خلک په بېلابېلو پلمو او بهانو له دندې لرې کړل چې د دوی د فساد او نامشروع فعالیتونو مخه یې نیوله. لکه څرنګه چې د ښاغلي کرزي له برکته شمال ټلواله اوس مهال د افغانستان په یو ستر پوځي، اقتصادي اوسیاسي ځواک بدله شوې ده نو د نظام د پرځولو په شمول هر ډول انتخاب په لاس کې لري. بسم الله خان په کورنیو چارو وزارت کې د مرستیالانو په ګډون ټول مهم پوستونه خپلو قومیانو او ګوندي ملګرو ته ورکړل چې اوس هم پر خپلو دندو پاتې دي. بسم الله د خپل وزارت پرمهال د کورنیو چارو مسلکي معین ښاغلی منیر منګل چې پښتون دى، په خپل یوه بل ګوندي ملګري (عبدالرحمن) چې په جمعیت پورې اړه لري او ډېر یو پست او بې غیرته تش په نوم پښتون دی، تعویض کړ.

عبدالرحمن اوس په کورنيو چارو وزارت کې له پتنګ څخه ډېر واک او اختیار لري، د پتنګ د معلوماتو له مخې عبدالرحمن ته ورته د نظار شورا او جمعیت نورو وفادارو کسانو په تېرو څو میاشتو په زرګونه کسان په مرکز او ولایتونو کې په خپل سر مقرر کړي دي.

دا کسان د هغه منظم پروګرام له مخې ګومارل کېږي چې د ۲۰۰۸ کال د ټولټاکنو پرمهال هم ټلوالې له دې نفوذي ستراتېژۍ نه د ځان په ګټه فوق العاده کار واخیست، خپل کسان یې په ولایتونو کې ولسوالان، امنیه قوماندانان او رئیسان وټاکل چې په ټاکنو کې د جمعیت په ګټه صندوقونه ډک کړي. دا دی د کورنیو چارو وزیر په خپله تېره ورځ اعتراف وکړ چې د ټلوالې مافیا بیا دا هڅې پیل کړي دي.

پاکستان ته جاسوسي، د ځمکو غصب، د وسلو او مهماتو قاچاق چې د ښاغلي پتنګ په وینا د جرګې غړي په کې ښکېل دي، څوک حمایه کوي؟؟؟ له شک پرته چې د شمال ټلوالې له مافيا پرته بل هېڅوک دا جرئت نه شي کولای. د دې ټولو ناخوالو او بدبختۍ مسول کرزى دى او د رسواينې دا لوبه هم ده پيل کړې، خو اوس د خپلو تېروتنو د جبران لپاره کرزى بايد داسې فرصتونو څخه ګټه واخلي او د خيانت ټول هغه اسناد افشا کړي چې شمال ټلوالې په تېرو څو کلونو کې ترسره کړي دي، ترڅو د انور سادات په څېر لنډه غر فاشستان او ملګري يې پوه شي چې په نظام کې ډېر فساد چا کړى؟

5 thoughts on “د شمال ټلوالې مافیايي رسواینې/ زرغون”
  1. لیکنه ډیره پر ځای او له واقعیتونو ډکه ده ، خو په پای کې له کرزي نه د تل پشان د پښتنو په ګټه غوښتنه د دې لیکنې خوند یو څه راټیټوي . کرزی خو ایرانیانو ښه پیژندلی او د کرزای په نامه یې یادوي ، ده په دې ۱۲ کلونو کې یوازې د شمالي ټلوالې له ګټو دفاع کړیده هزاره او ازبک خو یې هسې سکه وروڼه دي ، دوستم یې تر نن ورځې د دفاع وزارت لادرکه لوی چارواکی دی او محقق ورور ته یې د هری دروغجنې قضیی دوه چنده او درېچنده تاوانونه ورکړیدي. که کرزای واقعأ غیرت درلودای او پښتنه وینه یې په رګو کې چلیدلای نن به پښتانه پدې حالت کې نوای .ده چې پدې ۱۲ کلونو کې پښتنو ته څه ونکړل ، نو وروسته لدې خو یې هم هسې نشي کولای

  2. د پتنګ صاحب څخه که یوه پوښتنه وکړو هغه داسي چي تاسو که د ولسي جرګې څخه د تاید رایه اخیستې وای هم به مو د ټلوالي جنایتونو ته ګوته نیولې وای یا په بل ډول د ولسي جرګې د استحضاح د مخه مو ولي دا جنایتونه نه افشا کول؟
    د دې پوښتني په جواب هر عاقل پوهېږي هغه داچي د پښتنو د ټېکه دارانو(حکومتي پښتنو) مبارزه یواځي په خپله خېټه او چوګۍ پوري محدوده ده. که یې ظاهري مقام په امن کي وو نو ټول پښتانه تر جاروي که نه وو نو د مقام د لاسته راوړلو له پاره د پښتنو لمني نیسي او بیا بیرته د یو پلید حیوان په څېر خپل خپلوان ځوروي او د نورو خلګو سره د خپلوانو پر هډکو شرکتونه جوړوي. د پښتنو ټول وژنه د تاریخ د پاڼي څخه د ورکوني چاري، د طالب په نوم وبا او داسي نور د افغانستان د تاریخ تر ټولو لوی جنایتونه دا ټېکه داران نه ځوروي، یواځي او یواځي یې په دې ځورېږي چي د پښتنو پر کلو(سرو) جوړه سوې چوکۍ د لاسه ورکړي.
    څوک چي د ظالم ملګري کوي الله به هغه ظالم پر ده هم مسلط کړي.
    د هغي ورځي په هیله چي ستاسو ظالم ملګرۍ پرتاسو هم مسلط سي!!!

  3. ډیره ښه او په حقایقو ولاړه لیکنه ده. خو یو څه غواړم د ملګرو په تایید ووایم چی د خرزی نه ګیله نه ده په کار. زمونږ د پښتنو مسولیت دی چی سره یو موټی او د دغو بد اخلاقو پر ضد مبارزه وکړو. کرزی یو خرڅ شوی هیواد پلور او د شمالی مافیایی ډلی سپی دی ځکه د هغه نه ګیله پکار نده.

  4. زه دغه لیکنه ستاینه کووم، خو یو څه متوجه اوسه چی تعلیم او تربیت چی هرڅوک کوی دا بد کار نده دا د اسلام دستور ده او پیغمبر محمد(ص) وییلی دی چی تحصیل وکه لکه په چین که وی، نو هزارګانو ورونو چی تحصیل کوی دا د هغوی همت ده او زه استاینه کووم، او مونږ باید فخر وکو داسی خلک شته چی په تعلیم او تعلم علاقه لری.
    مونږ پښتانه قوم پدی لسیزو کی دیره پسمان یو پدی خواطر چی ښوونخی مونږ سوزوو، نجلیان مونږ مسموموو او مونږ باید حقیقت ووایو په تعلیم او درس که دیره علاقه نلرو، زه د هغی مقالی لیکوال ته یو خواهش کووم مونږ باید یوبل ته منو که چیری نمنو دا وطن له دی هم بد بخته او بی روزګار کیږی!

ځواب ورکول طاهري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *