د شملو و طن ته راشه چې شملې درته په سر کړو

ته رڼا د ستورو راوړه مونږ به   وینې د زړه درکړو

خدای خبر چې  شاعر دا  شعر  په کوم فکر ویلی و،خو غږ ېې چرته هم  رسیدلی دی هر یو د خپل وطن په مینه را پورته شوی او د شملو وطن ته را روان شویدی. د وطن په دې بچو کې یو شهید ارسلا جمال هم و. هغه  ارسلا جمال چې په زړه کې ېې د وطن مینه او سر کې د ابادۍ فکرونه وو. هغه هم  خپل آرام ژوند او خواږ بچیان د وطنه لرې، مساپر وطن کې پریښودل او خپل کټواز ته لاړ ، ازرې ته لاړ او پل علم ته لاړ. خو  په هر گام ورته دام کیښودل شو، په هر پل ورته ازغي وکرل شو او په هر ساه کې ورته زهر .

 شهید ارسلا جمال  هم  په وطن مینو  نورو وروڼو په شان د وطن د خدمت  په نوم  دا بلنه ومنله . هغوي د خپلو نیکونو د شملو دپاره د پردي وطن میلې پریښودې. هغوې  د پردي آسمان د ستورې رڼا گانې زموږ په تندي کیښودې. خو موږ بدنصیبو ورته د شملو په بدل کې په پټکو کې بمونه وروړل .  پگړۍ مو ورته د سر په ځای د ستوني نه تاوې کړې. داسې دستار بندي مو ورته وکړه چې  دستار مو ورته د ستوني تاو او د مینې غږ مو ورته ستوني کې مړ کړو. موږ دوي ته د زړه د وینو په ځاې  ککریو کې وینې ورکړې. د عبد الحق نه واخله دغلام حیدر حمیدي پورې  او د حکیم  تنټیوال نه واخله د هاشم وطن وال پورې  او د  د ارسلا جمال پورې هرېو سره  مو هم خپل کړی لوظ پوره نه کړو او ټول رانه همداسې ناراضه نیمه خوا لاړل.

موږ ورته د دې خړ پړ وطن ډېر صفتونه کړي وو  او ډیرې لافې مې ورته وهلې وې. ورته ویلي  مو وو.

د ښارو ښکلا که نه وي  د دې غرو ښایست خو شته دی

د د ې هسک پامیر لمن کې د ښاپیرو ښکلا خو شته دی

مونږ به خپلی ځوان لو کړو خو د بخت  تیارې به لمر کړو

د شملو و طن ته راشه چې شملې درته په سر کړو

هغوي پاریس او لندن پریښودل،  زموږ ننگرهار او تخار کې را سره په خړو خاورو کښناستل ،خو موږ ورته همدغه خاورې په سترگو کی  ور واچولې. یو ته مې بم کیښودو او بل ته مې غم پریښودو. د پامیر په لمن کې او د شمشاد په سوکه مو د دوې هدیرې جوړې کړې. په لسو دولسو کالو کې  مو ورته ډیرې د غم کیسې جوړې کړې. ځوانۍ خو  مې لو نه کړې ورته  ،خو تنکي  ځان مرگي مې ورته هرکلي ته واستول او د بخت تیارې ېې د لمر کیدو په ځاې د کمبختۍ په  تندرونو  بدلې شوې  . هغه ارسلا جمال مو ووژلو چې  خپله ځواني ېې دې دپاره د کتابونو قربان کړه چې د وطن دپاره به د علم رڼا  راوړي ،خو هم  ده ته  مو په کتاب کې عذاب د اختر د سوغات په   ورکړو. موږ څومره بې پاسه ،بې احساسه او بې شناسه یو.

موږ شهید ارسلا جمال ته  څومره خوبونه ښودلي وو. څومره  سرابونه ښودلي وو. نه مې احساس ځلمې کړو او نه مې کوم هنر راژوندی کړو. موږ څومره دروغجن یو. خپلو ته مو  څومره  څومره دروغ ویلي وو.

خپل احساس  به  راځلمی کړو خپل هنر به را ژوندی  کړو

خپل کونړ به کړو سندره  خپل سپین غر به راژوندی کړو

ددی نوی ژوند په راز به دا رنځور وطن را خبر کړو

د شملو و طن ته راشه چې شملې درته په سر کړو

نوی احساس خو لاڅه چې موږخو زاړه خوبونه هم ژوندي په زمکه ښخ کړل.  موږ د نیکونو هنر خو را ژوندې نه کړو ،خپلو بچو ته مو قاچاق، انسان تښتونه، ترور،رشوت،چور او ځان مرگي په  میراث کې ورکړه. د کونړ سیند مو د کونړ د بچو په وینو سور کړو او سپین غر مو په بمونو په  توربوره  واړوه.  نه مو نوی کور ولید او نه د   نوي ژوند خاوندان شو.  رنځوران خو لا د اوله وو لا  پسې په سرطان واوړیدو.

هغه ارسلا جمال چې  مور او پلار ېې څه په خوارو  تکلیفونو او زحمتونو  د علم په جامه پټ کړو،  هغه مو  د اختر په  جامو کې په وینو سور تور لحد ته ولیږه. هغه موږ ته د مینې خبرې کولې  او موږ د نفرت په څپړه ووهه. موږ څومره بد بخته،کمبخته او تور بخته یو. چې نه د ژوندو قدر کولی شو او نه د مړو احترام. نه  کشر ته مینه ورکولی شو او مشر ته سلام .افسوس زموږ په حال او ارمان ارمان ارسلا جمال.

اخ ،موږ دا څه وکړل. موږ هغوي مو  د لندن د رڼاگانو نه او د واشنگټن د فضا گانو نه نه هم را ویستل  او د پغمان او دشت ابدان د مزو نه  موهم پاتې کړل. موږ به ورته ویل چې

چې ته نه یی زړه مې نشته ، چې ته راشې زه به راشم

ته زما لاس کې ډیوه شه زه به ستا لار کې رڼا شم

دا ښایسته دا ښایسته مشران به پسې نور هم مخور کړو

د شملو و طن ته راشه چې شملې درته په سر کړو

اوس شهید ارسلا جمال  نشته ،خو موږ  بدبخته لا هم  ژوندي یو . څومره سخت زړي یو. د یو نیم میلونو شهیدانو پسې زاره چاودي نه شو نو د دې یو جمال کمال او خیال پسې به څه وژاړو؟. موږ  جان الله هاشمزاده پسې په وینو ونه ژړل نو احمد امید جان  پسې به ولې ژاړو.  زموږ د کور ډیوه هم د بل په لاس کې بلیږي او  د آزادۍ مشال مو هم د لرې نه شغلې کوي. یو آشنا مو راغلو نو بل آشنا مو د آشنا پسې لاړو. نو څه به موږ چا ته رڼا شو او څه به چا ته راهنما شو؟ .دې لسو کالو کې مو ډیر مشران په ودونو کې ،په جنازو کې ، په جرگو او  فاتحو کې ووژل . نه مو څوک د لالا په کور کې پریښودل اونه د الله په کور کې. هغوی خو مو مخور نه کړل ،خپله ورته  مخ تورن شو.شملې مې ورته د قبرونو په جنډو بدلې کړې. موږ څومره بد قسمته یو، څومره بد نیته یو، څومره په بې ظرفیته او بې قیمته یو. نه مو  وینه شرف لري او نه مو مینه هدف.

موږ د  خپل وطن بچي هم د کاناډا د  سکول  نه .د کراچی د مدرسې نه  او د تهران د دانشگاه نه خپل مکتب ، ښو نځي او پوهنتون ته راوبلل او ورته و مې ویل.

ته د مینی کرښه کش کړه، زه  به پاڼه د کتاب شم

ته زما د شعر تعبیر شه، زه به ستا د مونځ ثواب شم

خوشالي به را پخلا کړو، غم به د ځانه مرور کړو

د شملو و طن ته راشه چې شملې درته په سر کړو

خو افسوس چې دې بچیانو به د مینې کرښه کش کوله او موږ به ورته په مخ تیزاب شیندل.  د مینې کرښې مو ورته د وینو په رنگونو کږې وږې کړې. هغو به رانه کتاب غوښته موږ به  ورته په ستوني کې زهر شیندل. زموږ د بابرزي د  شعر تعبیر به دومره ویرونکی وي، موږ دا خوب کې هم نه وو لیدلی. زموږ د مونځونو ثواب به داسې په عذاب بدلیږي ،دا دعا خو موږ کله هم نه وه غوښتلې. داسې بریښي چې کړي مونځونه او عبادتونه مو قبول نه شول . موږ د اختر خوشالو  کې د  گلابونو په ځای بمونه ویشو.

د حیدر ،اصغر، اشرف، زکریا او احسان نه مو گران او مهربان ورور واخیسته، نو حکمت او فیصل مو د پلار د شفقت نه محرومه کړل. زینب او زرلښته په نکریزو سره لاسونه پاتې شوې او هیله او ځلا نن هم د بابا په تمه دروازې ته گوري.

 ایوب ته د اختر په شپه د جمال د مرگ خبر ورکوو. جمعه خان ته دوبۍ کې د ویر ډک اختر ورکوو. سیف الله خان په امریکا کې ژاړي ،نو اکبر خان د خپلې خور سره کاناډا کې ویر کوي. د ظفر خان حج په ماتم بدلیږي، نو د اکبر خان ژوند په یو نه هیریدونکي غم.  د ارسلا جمال د کور ښکلا لاړه،رڼا لاړه. ځکه چې موږ ته  هره  دعا  په ښیرا بدله شوې.

نن هم کابل ،زابل او  هر یو بل خفه دی.

د کابل هم ته یادیږې  که کابل تا ته یادیږي

بابرزی ګوره خوبو کې ستا دیدن پسې ګرځیږي

دا ارمان د هر افغان دی چې شریک سره نظر کړو

د شملو و طن ته راشه چې شملې درته په سر کړو

زموږ شاعر څومره په پاکه مینه زموږه ترجماني کړې وه. خو افسوس چې نه کابل د چا شو او نه د کابل خاوندان . خوبونو همداسې خوبونه پاتې شول.    شهید ارسلا جمال هم  دا ارمان کړې و. خو افغان هم دروغجن وخوت او ارمان هم دروغجن.  دروغجن به څنگه نه خوت،چې نه ېې نظر یو دی نه ېې رهبر یو دی. یو ېې د ارگ قیدي دی نو بل ېې د مرگ فدايي.

خو د شهید ارسلا جمال وینه به رنگ راوړي. هر ځوان به په غورځنگ راوړي. ارسلا جمال به نه وي، خیال خو ېې شته دی کنه. د فکر کمال خو ېې شته دی کنه . په دومره خواره لوی شوی فکر دومره په اسانه نه مري. موږ خفه یو ،خو مایوسه نه یو. بې کسه شو خو بې وسه نه یو. نن هم د ارسلا جمال په شان  د وطن لکونه شهیدان دا شهادت ورکوي چې افغانستان به ژوندی وي ،افغان به ژوندی وي. ځکه چې ارمان ژوندی دی،احساس ژوندی دی.د احمد خان ځوان شته ،د ملنگ جان خیال شته. نو ځکه  ارسلا خان شته او زموږ جمال  جان شته.

هغه ارسلا جمال چې زموږ ځان و،زموږ ترجمان و.

تا کیسه زما د درد بره یوړه تر آسمانه

ستا د وینې څاڅکي څاڅکي چې تا توی کړل د ارمانه

ماته سرې ډیوې بلیږي په کوڅه کې د جانان

د دنیا تاجونه ځارشه ،ستا د بخته ستا د شانه

د لیله په ځنگون پروت یې، د مجنون څیرې گریوانه

ما راوړي تاته نه دي د رامبیلو امیلونه

د جنت بلبلان څه کړي د دنیا د باغ گلونه

7 thoughts on “د شملو وطن ته راشه / مطیع الله عابد”
  1. Da deer bad bakhta watan dy Allah pak dadi watan khalko pa qahar dy zaka Afghanano pa har halat key zulam jafa kari begunah khalak yee wazally, Arsala Jamal Allah pak obakhi zama Gran wrooor Mohammad Hanif ham pa hamdagha walayat pa Porak ki sima ke Da nazowano Haramyanooo lekhowa owazal shooo zowan zalmai wooo dreee zamal yee pati de Farhad Hanif, Zahid Hanif, ow Reshad Jan Hanif,pa Mashar zoy Farhad Hanif yee mina matawam Allah pak dey trina kha zalmai joor key leka plar ba taqwa pa rishtya musalman, zmarai, da harami zamanooo pa nazowanai key pree war karai pa nakhbara tooga, le shanayee wisty Ey Loya khodayee, khodaya domra mohlat rakree pa dunya che jamdar da modayee pa winoo sooor kam

    Deera Manana.

  2. عابد صاحب ډیره ښایسته لیکنه مو کړی ده، هره لیکنه می چي ستاسو ویلی ده ډیره می خوښه شوی ده، الله مو ژوندي لره….

  3. .دروند اوښاغلی عابد ته سلام ! پوره ۵دقیقې دې لیکنې وژړولم او سربیره پر دې زړه مې له پښتون او مسلمان څخه تور شو

  4. الله پاک دی د افغانستان او افغانانو دښمنان که هر څوک وی هلاک او تباه کړی، هغه که طالب وی، امریکایی وی، پاکستانی وی یا هم ایرانی و غیره خو الله پآک دی د ځمکی له کری دی پاک کړی او دا مظلوم ولس دی نور آرام کړی

ځواب ورکول Hikmat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *