که غواړئ چې خلک مو قدر او عزت وکړي، خپلې ټولنې ته خدمت وکړئ.

کوښښ مه کوئ چې خلک مو باید حتما وپیژني او شهرت تر لاسه کړئ، ځکه چې په شهرت کې له انسانه ځان ورکېږي او غرور او تکبر انسان کې پیدا کېږي.

یو انسان ته دا مهم نه دی چې حتما باید پیژندل شوی انسان د ټولنې وي او د شهرت نه دې برخمن وي. بلکې د مینې، سړیتوب، انسانیت، اسلامیت، خدمت او داسې نورو لاملونو په سبب د انسانانو په زړونو کې ځای پیدا کړئ، چې له مرګه وروسته هم ژوندي او د ولس په زړونو کې تلپاتې مینه ولرئ.

تاسو په خلکو ځان مه پیژنئ، پريږدئ چې خلک تاسو وپېژني. داسې انسانان شته چې ټوله دنیا یې نه پېژني او د فقیری ژوند تیروي، خو د الله تعالی خوښ او هغه (ج) یې پېژني، کوښښ وکړئ که ټوله دنیا مو نه پېژني خو چې الله تعالی مو وپېژني.

د شهرت دغه ولږه مې په ډېرو انسانانوکې ولیده، چې د دوی د نیکبختۍ نه بلکې د بدبختۍ باعث وګرځیده.

د نړۍ ډېرو لویو عالمانو او پوهانو د شهرت تنده نه درلوده، خو الله تعالی په خپلې پیرزوینې او لورینې ورته ورکړه.

یو عالم وایي: ( که په افتخار او شهرت پسې ګرځې ، نو زما پند مه هیروه! هغه دا چې له شرافت نه لاس واخله!

هو! شهرت مه غواړئ، پريږدئ چې درکړل شي.

2 thoughts on “د شهرت وږی/ سید اصغر هاشمي”
  1. دیری شی موضوع ته دی اشاره کریده که دا د جان شودنی مرض په مسلمانانو کی ورک شو نو دیر کارونه به مو سم شی او عبادتونه به مو بی ریا شی نو الله پاک به راسخه راضی شی…

  2. څومره ښايسته عنوان دې ليکلي د شهرت وږي
    هغه ورځ مې د ملي تلويژن له لارې د ١٣٥٨ کال دکب د مياشتې ددريمې ورځې په مراسمو کې ځينې کسان ليدل چې ډير په شور اوځوګ خبرې کوي. له بده مرغه زموږ ټولنه کې ځينو کسانو هېڅ نه دي کړي خو ډير بې وخته مشهوره شول ځينې نوربيا ډير وپېژندل شول خو د خرابي شهرت يي له خپل شخصيت او زعامت اخوا اوړي اوله ښو کارونو ېې د تباهيو، بر باديو، نابوديو نه دوچنده دي. زه به دلته دوه تاريخي ورځې چې يوه يې د چندولو پاڅون وه او بل ېي د کب د مياشتې ددريمې ورځي چې شاوخوا ٣٥ کاله پخوا د کمونستانو، روسانو پر ضد د الله اکبر په تکبير سره پيل شوي او يواځې د کابل په ښاريانو پورې يي اړه درلوده نه ورسره سره زر وه اونه ورسره بل بهرنئ قوت او مالي پشتوانه ، نه ورسره د رياست انديښنه وه اونه د بل مالي امانت نه د بي بي سي په سوچ کې اونه د بلې کومې ادارې چې د خپل شهرت لپاره ورنه ګټه واخلي يواځې د بشپړ ايمان او مسلک خبره وه.ماته هغه شهيدان راپه ياد شول چې په نيمه شپه کې ېې د خپلو دښمنانو لپاره د سبا پاڅون ملاتړله ماته هغه کسان چې د ايمان او عقيدې پوره خاوندان ول او په پوره پاکي او همت ېې د شهرت په عالم عدم کې يواځې د الله د رضا او خوښۍ د فې سبيل الله په لاره کې ځانونه دخپل ارمان لپاره قربان کړل او هر ډول بې غيرتي او بې ايماني، سياست او تګ لاري ېې ننګ بلله شرم نه دى چې نن ېې له شهرت نه نور کاسې اوکپړي په رڼا سترګو ګټه اخلي او بيا د “نخبګان” په عنوان کې په هره بيګانه پرده کې راڅرګنديږي او برګې واېيي؟ داډول فيها او مافيها خو له هر کړکې د خپل شهرت لپاره ډنډورې وهي خو حقيقت دادي چې د کب دريمه د کابل ښاريان د تاريخ هغه اتللان دې چې په کلونو به ددوى عزت، همت، ايمان او غيرت او سترې قربانۍ دتريخ له زړه ونه وځي او موږ ېي تل پاکو هيلو ته دعا کوو

ځواب ورکول shafiullah mudaber ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *