سيدشاه سقيم

د سويډن د شهزادګۍ د واده په اړه مې څه وخت مخکې يو راپور لوست.

په راپور کې ويل شوي وو، چې د سويډن د شهزادګۍ اغلې ميډلين د واده مراسم خورا په جوش او خروش روان دي، د سټاکهولم ښار سرو او شنو څراغونو او رڼاګانو پر سر اخيستی دی، د سويډن ټولو رسنيو د خپلو خپرونو زياته برخه د شهزادګۍ واده ته ځانګړې کړې ده، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه لوړ رتبه چارواکي، فلمي ستوري، لوبغاړي او نورې وتلې څېرې سويډن ته روان دي، چې د شهزادګۍ د واده په مراسمو کې برخه واخلي او په دې سربېره د سټاکهولم ښار له هره کوره د موسيقي درب او دروز ولاړېږي. څوک نڅاوې کوي، څوک خاندي، څوک د مېلمنو هر کلي ته ولاړ دي. نيم اخته دي ناوې سينګاروي، نيم بيا پر سړکونو غالۍ هواروي. هره څه سم روان دي. خوشحالۍ يو تر بل ډېرېږي. غم له ښاره تېښته کړې ده.

ښه خبر وو، په لوستلو ارزېده. يوه شېبه به ورباندې د چا غم غلط شوی وي، خو پوهېږې! هرې جملې يې ماته بېلې بېلې نوکارې را لګولې.

ما مې د وطن په يوه لېرې پرته سيمه کې د يوې بېهوښه پېغلې وچې شونډې لېدې. ما د يوې وشنده پېغلې څېره ليده چې وارخطا دروازې ته ګوري. ما يوه غېږ زلفې ليدې، چې جړ جړ پر يو زاړه بالښته کوده کوده پرتې دي. ما يو پښتنه ناوې ليده، چې له ناچارۍ ولاړېږې او د دښمن ډولۍ ته خېږي.

د ميډلين د واده په راپور کې ما د هغې افغانې ناوې ورا ولېده، چې په بدو کې يې ورکړې ده. درياوې ماتې وې، د کلي ملا د ښځو په سندرو قدغن لګولی وو، ځوانانو يوازې ډزې کولې، څو ماشومو نجونو د غوړيو ژېړه ډبه ټکوله، خو سبا يا بله ورځ به په همدغه ډبه کې باروت الوچول کېږي او د يو چا ځواني به ور باندې الوزول کېږي.

هلته د يوې پېغلې واده ته د دونيا شناخته او ناشناخته ور روان دي. چا چې هسې د واده اوازه اورېدلې بس په نڅا يې پيل کړی دی. د ناوې خوله له خوشحالۍ نه سره ورټولېږي، وطن ټول خنداګانو پر سر اخيستی دی.

خو دلته هماغسې يوې پېغلې نن څلورمه ده چې په ډوډۍ څکه نه ده کړې. د پلار بدن يې بې سېکه دی. مور يې بېهوښه پرته ده، ورور يې له ټوپک سره له کلي تښتېدلی، زوم د خپل شهيد ورور جسد ته ناست دی. کلی په غم لړلی، ناوې ته ځانوژنه او د خاوند کره تلل يوه مانا لري.

هلته د واده د رنګينو مراسمو په عکسونو او خبرونو د دونيا رسنۍ ډکې دي. خو دلته د يوې اسيرې، بدمرغې او بې وسه پېغلې کوکې، د هغې تر کوره هم نه شي راوتلای.

هلته ناوې تر ګاڼو او ورېښمينو جامو لاندې نه شي ولاړېدای، خو دلته غمونو د بسوګۍ پښې شلې کړې دي.

غيرتي پښتونه! ودې ليد د خپل غيرت زور! ودې لېدې د خپلې خور اوښکې! خپلې مور ته دې تر شا راوکتل چې سپين سر په رڼه ميدان په خاورو کې بېهوښه پرته ده؟ د پلار ول ول پټکی دې وليد، چې په خاورو کې پسې څکېده؟

غيرتي پښتونه! ته چې په تېښته له کلي وتې، له خپلو څپلکو ولاړې شوې مړې دوړې ته دې سترګې ور واړولې؟

تاغيرت وکړ، تا جنګ وکړ، تا ډزې وکړې، تا سړی مړ کړ، خو، د دښمن مخې ته دې بيا پېغله خور تش لاس پرېښوده. خور دې د همدې لپاره ته لالا بللې او خپلو ملګرو نجونو ته به يې ستا د مېړانې کيسې کولې؟ دې په تا ځان خوندي باله او تا د وږي ليوه خولې ته وغورځوله.

غيرتي پښتونه! خو، نه له خدايه ډارېږې، نه يې له مخلوقه شرمېږې، نه په پيغور يې، نه په سپکه يې، نه د بې عزتۍ پروا لرې، نه په خپله ژوند تېروي او نه نور ارام ژوند ته پرېږدي.

پردی ټوپک دې لکه د لړم تور نېښ په اوږه اړولی، خلک چيچې، مسلمانان ازاروې او ته چې هم چا ته په لاس ورغلی يې د هماغه لړم په څېر يې وژلی يې.

ولې لالا! تر کومه به دغه د غم غيرت ستا په مغزو ننوتی وي، تر څه وخته به دغسې جاهل او د خدای له لارې ناخبره ګرځې. تر څو پورې به دې په خپل وطن کې د ټېکې ځای نه وي. تر کومه وخته به ته ورور د ګاونډي لپاره وژنې. خور به په بدو کې ورکوې، پلار به دې پر دښمن سپکوې، مور به دې په ځان پسې ژړوې.

ته چې جنګ کوې دښمن دې غيرتي بولي، ته چې سړي وژنې دښمن دې مېړنی بولي، ته چې دې خور او مور ژړوې دښمن دې باتور بولي. ته چې خپل وطن ورانوې دښمن دې ښاغلی بولي. ته چې چټلې جامې، مردار مخ او سپېره مېره ګرځې دښمن دې د جنتو سردار بولي.

خو پوهېږې لالا، ته چې مړ شې دښمن دې څه بولي؟

بې غيرته، جاهل، سر ټمبه، کم عقل او بې دينه

16 thoughts on “د شهزادګۍ له واده، د بسوګۍ تر ورا”
  1. خو پوهېږې لالا، ته چې مړ شې دښمن دې څه بولي؟
    !!! بې غيرته، جاهل، سر ټمبه، کم عقل او بې دينه

  2. سقیمه گله بیا دې لیکنه نه لولم، په فیسبوک کې وړاندې تردې چې وېې لولم دا لیکنه مې خوښه کړه خو تر لوستلو وروسته ېې په ډک دفتر کې وژړولم ــ په قلم دې برکت، تاند او هڅاند واوسي

  3. ګرانه ورورکه
    ډیره ښه لیکنه مو کړیده خو کاشکې چې داسې لیکنې په ورځپاڼو کې چاپ شي او یا د کاغذ پرمخ چاپ او په مکتبونو کې پر شاګردانو وړیا وویشل شي دا ځکه چې زمونږ ډیری افغانان انټرنټ ته لاس رسی نلري. خدای دې پاک دې نور هم وسي کړه چې دا رنګه نورې په واقعیت ولاړې لیکنې وکړې. ستاسو د لا بریاوو په هیله.

  4. سقیمه وروره سلام،
    په ریښتیا چی دا د پښتنو په منځ کی یوه لویه غمیزه ده او یو ډیر بد رواج!!
    ټول پښتانه په دی پوهیږی، اما هیڅ چا په دی ډول د قلم په ژبه نه وو انځور کړی. ما ورته په ریښتیا سره وژړل او خپل احساسات می نشول کنټرولولی !!
    خدای دی اوږد ژوند درکړی او په قلم دی برکت شه. د افغانستان ټول ژورنالیستان باید هڅه وکړی او دا ډول لیکنی خپری کړی.
    ډیره مننه
    په پښتنی مینه
    انجنیر احمدزی له پراګ نه

  5. سلامونه او نیکې هیلی!
    سقیم وروره ډيره په زړه پوری لیکنه د کړی ده خو کاشکی چی زموږ پښتانه سر خلاص کړی زه وایم کاشکی دا لیکنی د ننی فلم لوبغاړو یواری لوستی وای الله خو مهربانه دی چی د دوی هم په ستونی کی لږ شانته ژړا راغلی وای
    مننه له تاسو څخه

  6. سقيم صیب الله د جنتي کړه ډيره ښکلې ليکنه
    محمد داود نیازی
    احمد اباد هندوستان

  7. سقیم صاحب اول مې سلامونه او ښې پیرزوینې ومنه!

    ورور جانه رښتیا هم چې ډېره په زړه پورې لېکنه کې کړې ده، زموږ په ټولنه کې داسې ډېرې زړه بوګنونکې پېښې شوې دي او له دې ټولو امکاناتو او علم سره بیا بیا دا تکراریږې خو موږ ټولو ته په کار ده چې په هر ځای کې د دغسو پېښو پر ضد تبلیغات شروع کړو او خپلې ټولنۍ ته دا فکر او نظر ورکړو خوندې او لوړنه د دغسې پېښو د ښکار کېدا څخه وساتي.
    ستاسو نورو لېکنو به تمه

  8. .په ځای خبره ده.
    (ته چی مړ شی دښمن دی پښتون بولی ( بې غيرته، جاهل، سر ټمبه، کم عقل او بې دينه
    خو په دی لیکنه کی دښمن څوک دی؟ زما په اند خو پښتون هم زه یم، مرم هم زه، بیغیرته جاهل بی عقله او بی دینه هم زه یم، او دښمن هم زه یم.

    هر څوک چی وایی مونږ دښمن لرو او دا دښمن دی چی مونږ ته ستونزی راولاړوی غلطی کوی….مونږ له خپله لاسه داسی یو او که اوس هم په دی لار روان یو نو همداسی به پاتی شو تر څو ورک شو.

    مننه

  9. مننه سقیم صاحب
    زه ستاددی لیکنی په اړه دومره لږڅه اضافه کوم هغه داچی داستاسو وظیفه ده چی له هغو حقیقتونو پردی پورته کړی او ددی زوریدلی اودنړیوالو وحشتناکه پالیسو قربان اوولس دزخمونو مرهم وګرځی ته او ستا ټول ملګری چی خدای ورته استعداد ورکړی وی وی نه سپمه وی

  10. سقیم صاحب! په قلم دی برکت شته، زه د شتنمو څخه هیله کوم، که وکولای شي، دا ليکنه پرنټ او بيا يې کاپي کړي تر څو په ښوونځيو کې يې پر زده کوونکو وويشي همداشان يې استادانو ته ورکړي ترڅو په شه شکل یې زده کوونکو ته تشریح کړای شي، دا به لامل شي، ترڅو په هېواد کې دا رنګه ستونزې پای ومومي
    په اخیر کې تاسو ته اوږد ژوند غوښتونکی یم

ځواب ورکول امیر زاده احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *