لال پاچا ازمون

لال پاچا ازمون –

له شا او خوا درېیو میاشتو راپه دېخوا د شينوارو په بیلابیلو سیمو کې د دولت وسلوالو مخالفینو د طالب او داعش په نامه شينواري تر مرګونو ګوزارونو لاندې نیولي دي.

دغه سیمه د طالبانو، داعش او دولت د وسلوالو نښتو په اور کې سوزي، کله چې طالب په داعش لاس بری شي، نو د سیمې خلک له داعش سره په مرستې په تور وژني، همداسې کله چې داعش له طالبه سیمه نیسي، نو دوی بیا د طالب سره په مرسته د سیمې خلک وژني.

دولت بیا له هوا نه پرې غونډاري ور اوري، دا چې د هر چا خونه ورانه شوه د دوی پرې څه؟

د سیمې خلکو دغو درېیو واړو ته خپل کور، کلی، مال داريي او هر څه ورپرېښودل، یو سر او دوه غوږونه ترې راووتل، په سوزوونکو دښتو کې یې ټکنده غرمو ته واړول، روژه یې هم په تنده تېره او په اوښکو ماته کړه .

دا خلک جګړه مارو ډلو دومره وځپل چې ان مړي یې ورته وسوزول، شينواري دېره په دېره، اداره په اداره وګرځېدل ان دا چې خپلې ستونزې یې تر امنیت شورا او ولسمشره پورې راورسولې، نورو به په اختر کې د اختر مبارکۍ سره ورکولې خو شینوارو به خپل غم ژاړه، پر دوی ځمکه سور تنور وه.

زموږ یوه ډله ولسي مشران په اختر کې سره راټول شول، حکومت ته یې څو طرحې ولیکلې، ما دغه طرحې امنیت شورا او ان د ولسمشر تر مېزه ورسولې، ګومان مې کاوه چې حکومت به د شينوارو غم زر تر زره وخوري، که نور څه نه وي نو دا خپل هوايي غونډاري خو به پرې راکم کړي.

بله دا چې د دغې جګړې لپاره به یوه طرحه او پلان جوړ کړي،مګر دا هر څه هسې خوب لیدل وو.

 اتمر صیب ایله دومره وکړل چې برمک(د بېړنيو مرستو لوړپوړي چارواکي) ته یې خبره ورسوله او ویې ویل برمک به د بې ځایه شویو سره زر تر زره مرستې وکړي.

برمک هم غوړې وعدې وکړې، یو ځل نیم ملاقات وشو، خو اوس یې ځان لا درکه کړی دی.

ولسمشر خو له سره په طرحو غور ونه کړ، ملامته نه دی ، ځکه اوس خبره د ملي یووالي له دعوو سره بیا هم په قوم پرستۍ روانه ده،شینواري په لوړه کچه حکومتي ونډه نه لري او که یې لري نو هغه داسې کابل مېشتي شینواري دي،چې د شینوارو دوه درې ولسوالۍ یې هم ښایي لیدلې نه وي.

ما ته ځینې شینواري عزیزان وایي،که په لوګر او احمدزیو داسې حالات خدای مه کړه او خدای دې یې پرې هېڅ وخت نه راولي، راغلی وای نو اوس به ولسمشر پلاوی نه بلکې پلاوي ورلېږل او دړکې به یې کولې.

 ما یو مهال له خپلومشرانو اورېدلي وو چې د پوهنې یو وزير و، چې عبدالقیوم خان وردګ نومېده، خدای دې وبخښي، عجبه میړه سړی و، د ده په حواله یوه خبره کیږي چې عبدالقیوم خان ویلي وو: که وردګ وي مقرر دې شي، که پښتون وي انتظار دې وباسي او که هغه بل … وي نو رخصت دې شي.

عبدالقیوم خان ډېر لوی سړی و، د اوسنیو چارواکو سره د هغه پرتله کول زیاتی دی، دا د هغه د پښو ګرد ته هم نشي رسیدلی.

خپلې بدې ورځې ته په کتو سره مې شینواري مخور بیا،بیا وایي: اوسنی نظام په دوو ستنو ولاړ دی، ولسمشر غني ته لوګر او احمدزی لومړیتوب لري او ډاکتر عبدالله ته پنجشیر …

خلک دا هم وایي،چې دوی دواړه شینواري څه کوي ځکه شينواري په هېڅ ډول نه په احمدزو ورګډيږي او نه په پنجشیریو، دوی دواړو به هغه ویډیو هم نه وی کتلې چې بالاخره داعش شينواري یو- یو لیکه په لیکه په بم کینوي او له الوزولو یې خوند اخلي.

دا واقعیت دی،چې د دنیا په یو ګوټ کې به هم دومره لوی ظلم نه وي شوی، چې انسان دې راواخیستل شي په بم دې والوزول شي او یا دې د خلکو په مخ کې حلال کړای شي، دا دواړه نخرې په شينوارو وشوې. هم حلال شول، هم په بم والوزول شول او هم په هوايي غونډارو وویشتل شول، خو دملي درز او ملي نفاق تش په نوم حکومت چې ټوله مبارزه یې ارګ ته رسېدل او دپاچایانو په لیست کې راوستل وو، هغه تش غمرازي هم ونه ښوده ..

د کابل د کورنیو جګړو پر مهال به خلکو کیسې کولې چې جګړه مارو له سړی سر پرې کړ او بیا یې په تن کې ورته غوړي اچول، تنې به پړسکې وهلې، دوی به ویل : رقص مرده است … او خوند به یې ترې اخیسته.

اوس پرشینوارو همداسې یو حالت راغلی،چې که حکومت دی،که طالب یا داعش،درې واړه د انسانانو له وژنې خوند اخلي.

ما د شينوارو د موضوع د حل لپاره د ولسي مشرانو په همت په تېره د منتظر شاه شينواري او ننګیال په هڅو درې طرحې د ولسمشر تر مېزه ورسولې، خو په یوه طرحه هم غور ونه شو.

دلته چې د مورمیرې او متفاوت چلند حالت لیدل کیږي،خلک حق لري چې وایي:چې احمدزی، لوګری او پنجشیری وي، په دې حکومت کې بل چا ته اړتیا نشته.

زه له ډېرو خلکواورم،چې  پخوا په حکومت کې له یوه واړه پنجشیره تر پوزې راغلي وو، خو اوس ښه دی د ډاکتر غني په همت دوه نور هم پېدا شول.

ما ته چې د ډاکټرغني د یوه ملګري په حیث خلک توندې وایي،زه یې خبرې شته حالت ته په کتو سره نشم ردولای.

زه وینم چې د پنجشیریانو څوکۍ معلومې دي، ډاکتر اشرف غني چې د اهلیت او شایسته ګۍ خبره کوي دغه قید یې یوازې او یوازې د نورو سیمو خلکو ته راویستی، ګنې د طب ډاکتر د سیاسي مشاور په حیث ګومارل له احمدزیتوب پرته په بل کوم دلیل کیدای شي؟

په کورکې کورګي جوړول که قصدي وي یا تصادفي،خامخا د خلکو غوسه پاروي،اوسنی حالت چې سړی ګوري او د خلکو قضاوتونه اوري،په قوم کې قومپالنه او د نورو خلکو د حق هېرول یې د یوه تریخ او د توقع خلاف واقعیت په توګه ډېر ځوروي.

زه له لویه سره پرقومي معیار له مقرریو او امتیاز وېشلو سره جوړنه یم،ځکه وړتیا،صداقت او وطن ته اخلاص راته له هرڅه نه مهم دي،خو دافغانستان په اوسني سیاسي مارکېټ کې چې له بده مرغه دا کار اوس په یوفرهنګ بدل شوی،نوکه کیږي،باید په واقعیت او عدالت سره وشي.

زما خبرې خدای دې وکړي،چې څوک غلط او کوم ځانګړي قوم ته په بدبینۍ درک نه کړي،زه مناسبه نه ګڼم،چې دلته د خپلې ماضي، تعصب ضد دریځ او عمل په اړه تشریح ورکړم،خو دومره ضرور وایم چې له نېکه مرغه نه مې چېرته د قوم په نوم امتیازغوښتی،یا غواړم او نه مې د قومي تعصب په اساس د چا حق تلف کړی.

د احمدزیو دروند قوم چې د بل هر وطنوال په شان مې د وجود غړي دي او پوره درناوی ورته لرم،په دې ورته ځوریږم،چې ولې یې څو محدودې کړۍ او اشخاص د څوکیو او واک په انحصار سره ویاړلی نوم وربدوي.

زه که دوی او نورووطنوالو ته درناوی لرم،خو له خپلوخلکو او عزیزانو هم تېریدی نه شم،په بده ورځ به یې دانساني اړیکو د فلسفې مطابق خامخا زیات ځوریږم او هم به یې د حقونو د تلفیدو پروخت غږ جګوم.

ما ته مې شینواري عزیزان له کوم تعصب او بدنیتۍ نه نه؛بلکې د خپلې بدې ورځې د بې غمشریکۍ له وجې وایي،چې که په قومي حساب د واک وېش کیږي خو موږ هم لوی او د هېواد په کچه یاد قوم یوو،که په ظرفیت او اسنادو خبره وي،هم چا نه کم نه یوو،که د سیمې په حساب امتیاز وي نوبیا هم د یوې لویې سیمې لویه برخه جوړوو،له دې ټولو سره سره  د ملي یووالي په نامه جوړ شوي حکومت ولې له پامه غورځولي یوو؟

ما نه پوښتنه کیږي،چې هرچېرته د پښتنو له سهمه ولې احمدزیتوب په یونا اعلان شوي معیار بدل شوی،ولې په نورو سیمو کې یې چې احمدزی لیدلی لکه درواخلې ننګرهار نو یا یې والي مقرر کړی او یا یې د دولت خاص وزیر، یوه احمدزي دوه ځایه دنده اخیستې، د دولت خاص وزیر هم دی او د سولې شورا غړی هم دی، قومي مشر او سپین ږیریتوب خو یې لا په ټیکه رسېدلی دی، دا ولسمشر څومره مجبور دی چې ددوی دخوشالولولپاره دخلکو پر زخمونو مالګې دوړوي؟

یو څو به نور هم د نمونې په تو دریاد کړوچې لوګري او احمدزي دي، لکه :د کلیواو پراختیا وزير،د افغانستان بانک رییس،د کرنې وزير، دګارنیزون قوماندان، د خوست والي،د دفاع سرپرست وزير چې د پارلمان له خوا رد شو خو اوس په همدې لوګروالي سرپرست وزير دی..

ولسمشر له تېرو څو ورځو راپه دېخوا چې د کابل بدو پېښو دردولی، نو پاکستان ته یې هم خبرداری ورکړی دی.

 د دغه خبرداري هر کلی د عوامو او سیاسیونو له خوا وشو،خو دې ته د ولسمشر او خلکو نه دی پام،چې کابل خو د ولسمشر تر زنې لاندې سیمه ده،د حکومت زورخو باید له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په خوا کې یعنې شینوارو کې د ولس دښمن ته وښودل شي.

ولسمشراو مرکزي حکومت یې تر دا مهاله  ځان دشینوارو پر مساله کوڼ کړی دی، دا پخپله  پاکستان او نورو ته دا پيغام ورکول دي،چې حکومت ړوند او کوڼ دی،د هغه قوم له حاله نه دی خبر،چې د ډېورنډ پر سرحدي کرښه پروت دی او د دې وطن د همېشنۍ دفاع او عزت ساتلو لپاره د ورکړو قربانیو غچ ترې اخیستل کیږي.

پښتو متل دی،چې دوست به دې وژړوي،دښمن به دې وخندوي،زه د ولسمشر غني د یوه خدای او ده ته معلوم خواخوږي او دوست په حیث که ده ته دا خبرې وریادې نه کړم،باور لرم،چې بل څوک یې په دومره اخلاص او مسولیت نه ور یادوي.

ولسمشر ته باید روښانه شي،چې د ده په ګډون تېرو چارواکو د شينوارو حقه حقوق تر پښو لاندې کړي، د خوست لویه ولسوالي په ولایت واوښته خو د شینوارو لویه ولسوالي د څوتنو په ګټو کې لا هم له ولایته بې برخې ده.

ښاغلی ولسمشر!! تاسې په بارـ بار د پنجشیر د رایو یادونه کوئ او وايې چې په ټول پنجشير کې درته شا او خوا اوه زره رایې درکول شوي دي، ویاړ پرې کوئ ،په داسې حال کې چې  د دغه ویاړ په بدل کې له تاسو دوه میلیونه ډالر اخیستل شوي او اوس هغه دی احمد ضیا خان مسعود د همدغو رایو په بدل کې لومړی څوکۍ او پېسې تر لاسه کړې..

 که خبره په رایو وي نو نور خو څه تاسو یوازې د دور بابا په سرحدي ولسوالۍ کې، په هغه ولسوالۍ کې چې د ښځو پلو یې چا نه دی لیدلی خو د رایې ورکولو په ورځ په ننګ راووتې او تاسې ته یې رایه درکړه، تاسې هلته له شلو زرو زیاتې رایې واخیستې، نه چا کومه ټنګه ورکړه او نه هم کوم امتیاز، په دور بابا کې اوس یوه لېسه ده، د دور بابا خلکو د خپلې قومي تړې له مخې د سیمې امنیت ساتلی دی، داسې امنیت چې ستا په ارګ کې هم نشته. هغو خلکو قرباني ورکړې ده، خو اوس یې استازولي ستا په نظام کې هغه خلک کوي،چې کیدای شي دا او د شینوارو نورې ولسوالۍ یې یو ځل هم نه وي لیدلې.

دوی چې ستاسې په ذوق په برابرو څو غوړو جملو،اصطلاحاتو او تشریفاتو یې ځانونه درسره نږدې کړي،په واقعیت کې داسې دي لکه د کابل په مېله ځایونوکې د شینوارو په نوم د کړایۍ پخولو دوکانداران.

د دوی  هویت له دې نه معلومیږي،چې له تخلصه اخوا پکې دشینواري توب هیڅ نښه نه معلومیږي.

که داسې نه وای،نو یوځل خو به یې تاسې د دې څو لویو سرحدي ولسوالیو په احوال پوه کړي وای،زما یادیږي چې مخکې ذکر شوی چارواکی پنجشیری برمک په پنجشېرکې د طبیعي پېښو د ځورونکو تلفاتو له رامنځته کیدو وروسته د پنجشېر د ناورین د تعقیب لپاره پردغې څوکۍ وګومارل شو،خو له شینوارو سره حد اقل تراوسه ستاسې یا بل لوړپوړي له ادرس یوه تشه د خولې غمرازي هم وانه وریدل شوه.

ولسمشره! ستا یاد دي که نه؟ کله چې ولسمشرۍ ته د نوماندۍ لپاره کارتونه ټولېدل، نو تاسې راته وویل چې له لوګره به زیات کارتونه راشي او کوښښ وکړئ، چې د لوګر برخه غني وي، د پیغور په ډول نه خو صرف تاسې ته خپله سیمه او خپل احمدزي دریادوم چې تاسې ته یې یو کارت هم رانه وړ، ګني همدا اوس هم ماسره لېستونه موجود دي.

همدغو شینوارو تاسې ته په زرګونو کارتونه راورسول، کله چې له لوګره کارت رانغی، نو محمد اقبال عزیزي چې په لوګر کې ولایت کړی و، هغه ته مو وویل چې که له لوګره راته یو څو کارتونه پېدا کړې، دا نو داسې وخت و، چې ټول ټال څلرویشت ساعته نوم لیکنې ته وخت پاتې و.هغه دې ډېر خېر یوسي بیا یې ایله دوه زره کارتونه راورسول.

 ډېر احمدزي مې ولیدل چې برېتونه یې تاوول او ویل یې چې موږ به کارتونه راوړو، نوم یې نه اخلم یوه خو زموږ ډېر وخت هم ضایع کړ، خو بالاخره د استاد سیاف سره په خوا کې راووت او یو بل چې همدا اوس ستا په څنګ کې دی هغه څو اونۍ په دې وغولولو چې تاسې ته د غونډې لپاره د لویې جرګې خېمه نیسم، خو کله به یې یو ځای حاضري ورکوله او کله بل ځای. بالاخره له تاسې نه د ملاتړ لومړۍ غونډې کې زرګونو ځوانانو په یوه هوټل کې برخه واخیستله، په دې ځوانانو کې د نورو پښتنو سربیره زیات شمیر شینواري وو.

یو بل لوګري احمدزي له تاسې سره ژمنه کړې وه، چې یو لک کارته دې په ما دي، خو بالا خره یې له ډېرې مودې وروسته پنځه زره کارته راوړل، هغه هم د لوګر نه وو. خو په مقابل کې یې پنځوس زره افغانۍ واخیستې، خو داسې کسان وو چې شپه ورځ یې په ځان یوه کړه، مګر یوه روپۍ یې هم وانه خیسته .

موږ په دې خوشحاله یو چې ته لوګر ته خدمت کوې او یا نور احمدزي پالې، ځکه دا هم محرومه طبقه وه، ښه دی چې د پنجشیره هم یوې بلې خوا ته فکر شو او د واک دایره پراخه شوه.

دا چې په لوګر کې پوهنتون جوړوې، دا یو ښه زېری دی، خو د نورو ځمکو رڼايۍ ته هم پام وکړه، هغه طرحې چې تاسې ته د شینوارو د نننیو قضیو د حل په موخه درکړل شوې وې، که په هغو دې لږ هم فکر کړی وای، نو اوس به زموږ خلک په بمونو نه الوزول کېدل، د کرزي پخوانی ادارې په افغانستان د پاڅونونو تر پیله وړاندې شینواري پاڅون ته وهڅول، ملک نیاز په یوه ځان د طالبانو سره مقابله وکړه، همداسې نورو مشرانو یې هم تقلید وکړ، خو دولت ورسره بې ایماني وکړه او په تش ډګر یې پرېښودل، هغوی بیا هم په خپل شلخي ټوپک د خپلې سیمې ننګه کوله.

همدا اوس د دور بابا ولسوالي د سیمې خلکو په قومې تړو ساتلې ده، خو ستا اداره دوی ته په مرستو رسولو او تشویقولو کې نه یوازې دا چې پاتې راغلې ده، بلکې پاڼه یې هم نه اړوي، نو له حکومته یو بام او دوه هوا مه جوړوه.

دا چې څوک پر تا فشار نه راوړي، دا بیله خبره ده خو ستا امتیاز باید یوازې هغو سیمو او کسانو ته هم خاص نشي چې په تا باندې فشار راوړي.

زه په خپلو شينوارو عزیزانو غږ کوم چې حق ورکول کیږي نه بلکې حق اخیستل کیږي، له دغه نا عدله، ناانصافه حکومت پر وړاندې په مدني او سوله ییز ډول غږ پورته کړئ ، د خپل ولایت حق ترې وغواړئ، که دا کار ونه کړئ نو ستاسې ستونزې به په بنیادي لحاظ هېڅکله حل نشي.

 له بارامه ښادي حرامه ده. ولسمشر ته هرڅه سپین،سپین ووایئ ځکه د هغه هاغه شاعر په قول::

عبادت د یوه ځان دی

عدالت د درست جهان دی

دا لیکنه مې یوازې د زړه له درده په دې ولیکله،چې پرخپل قوم،وطن او نظام مې بده ورځ نه ده پېرزو،هر یویې حق را باندې لري او د هر یوه د سوکالۍ لپاره د خپل وس هومره د خدمت ژمنې ته ژمن یم.

په ځانګړي ډول د نظام د پياوړتیا او اصلاح لپاره،چې د جوړیدو لپاره یې ما هم د یوه افغان په حیث هڅه کړې چې تر نورو د قربانۍ په لیکه کې مخکې ولاړاوسم،له دې کبله نظام او شخصاً ډاکټر صیب اشرف غني ته داسې خوږه او ترخه مشوره ورکول خپل مسولیت ګڼم.

په دې هیله،چې دا خبرې څوک کوم ځانګړي قوم،نظام او ولسمشر ته په بدنیتۍ تعبیر نه کړي.

One thought on “د شينوارو لوی ناورین او د حکومت بې تفاوتي”
  1. آزمون صاحب کورمو ودان چې له دغې خونړۍ غمیزې مو پرده پورته کړه ، دغې خونړۍ او غیرانسانی فاجعی نه یوازې دا چی زموږ هیواد وال ځورولي بل داداسی یوه تراژیدي ده چې باید دنړیوالو لویو انساني جنایاتو په تاریخ کې ثبت شي ، دغه فاجعه چې په افغانستان کې د کورنیو ستونزو او دولتی کمزورتیا تر سیوری لاندې پیکه شوې دنړۍ په مطبوعاتو کې دیوې دردونکي فاجعي په توګه انعکاس شوې ده . که دولت په دغه برخه کې مرسته ونه کړي باید له نړیوالو سازمانو سره شریکه شي څو دخلکو غږ تریوځایه ورسیږي . په نورو سیمو کې په عادي خبرو باندې سره میاشت اونورې ټولنې همدردي ښیي مرستې ورته راغواړي ، دلته انسانان په بمونو کینول کیږي الوزول کیږي څوک یې غږ نه اوري ، داهم شوانسانیت او داهم شو حکومت ؟
    درناوي
    ع رشید .

ځواب ورکول رشید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *