څو څو ځلي مې د کمپیوټر کیبورد ته ګوتې ور وړي، خو بیا پښېمانه شوی یم، ځانته مې ویلي، زوی دې لوی شه، تا ته ګوره، شپون صیب ته ګوره! ځان اوس له شپانه سره برابروې!؟

بیا به کینه را ته ودرېده، چې یره ته دې دومره مشر سړي، شپون، ته ګوره، د ده دې دومره کار ته ګوره! میاشت دوو کې پینځه کرښې ولیکي، د پینځو کسو ځوانانو زړونه باغ باغ شي! زه پخپله هم، رښتیا وایم، د شپون صیب د طنزونو او ناولونو لیوال یم، خدای دې د ډېرو ډېرو لیکلو وس ورکړي!

راځم خبرې ته؛ آبله ورځ مې سترګې د شپون صیب د دوستم په حلالو رایو ولګېدې؛ هغه پښتو متل مې، چې وایي «شکوڼ حلال دی، خو رنګ یې مردار دی»، مخې ته ودرېد؛ شپون صیب، خدای دې مړي ټول و بښي، د دوستم د حلالو رایو د چترۍ لاندې، د مولوي صیب خالص او احمدشاه مسعود د ښه سړیتوب اعلان هم تېر کړی و؛ په هر حال دا د هغوی خپل کار دی! خبره مې ولسمشرۍ ته د نوماند، ډاکتر صیب اشرف غني احمدزي، د تخلص کوله؛ ما ویل ډاکتر صیب خو، ولسمشرۍ ته له نوماندۍ سره، خپل تخلص، احمدزی، پرېښود، یوازې ډاکتر اشرف غني لیکي!

له تخلص سره مې د ډاکتر صیب دې خدای پامانۍ، ښاغلی معین باجوړی مخې ته ودراوه، خدای مې دې غاړه نه بندوي، همدغه معین مرستیال به وي، د یوه ملګري د خولې خبره مې ده، و یې ویل چې له کندز نه یې د کرزي د وخت، د ولسې جرګې هغې لومړۍ دورې ته له بریالي کېدو ورسته تخلص، باجوړی، پرېښود، مرستیال شو: معین مرستیال . یانې پښتون مښتون، نشنلست، مشنلست نه دی … سپین ویي ملګري مې لا دا هم وویل، چې معین باجوړی د ولسي جرګې دې روانې دورې ته بیا هم نوماند شو، په خپل تبلیغاتي کمپاین کې یې، وایي، په جار وویل، چې نیمچه پښتون، نیمچه تاجک دی، یانې پلار پښتون، مور تاجکه! خو وایي چې د معین مرستیال دې جهان بینۍ نښه و نه ویشته، ناکام شو، غیر پښتنو خو هسې هم پېژانده آخر، باجوړی کله په مرستیال کې پټېدای شي، رایې نه ورکولې، پښتنو ته هم ننګ ودرېد، رایې یې ور نکړې! کور دې د دروغجن وران وي، چې دا خبره به څومره رښتیا وي، مرستیال صیب دې ما پکې نه نیسي!

آفرین د حامد کرزي، له هغه انوارالحق احدي نه لا ښه ووت؛ مسعود ته یې د ملي اتلولۍ د ورکولو له دې دومره غټ ملي سپکاوي سره سره، بیا هم خپل قومي تخلص بدل نکړ، کرزی پاتې شو! انوارالحق احدي په ټولو، آتیایمه او نوی یمه، لسیزو کې احمدشاه مسعود ته کله هم له کومندان نه جیګه مرتبه ورنکړه، د کومندان احمدشاه مسعود په نامه یې یاداوه، خو چې ريیس او وزیر شو، له کرزي نه یو ګام وړاندې لاړ، پوزه یې خپله، سمه په بېخ کې غوڅه کړه، کومندان احمدشاه مسعود یې په  آمر صیب شهید او اتل سربېره، د ملت جوړونې د لارې اتل لا یاد کړ، توبه خدایه، توبه! د احدي القابو هغه برهان الدین رباني لا په ځان پورې اریان کړی و!

خبره را نه، بښنه غواړم، په کرزي او احدي کې اوږده شوه، را ځم اصل خبرې ته؛ ما ویل چې دوستم د خپلو جنګي جنایتونو له امله له افغانانو نه، هسې د خولې د سر وچه کلکه، بښنه وغوښتله؛ چې ډاکتر صیب اشرف غني د دوستم په دې ښو کې له خپله تخلصه، احمدزیتوبه، تېر شو، که څنګه!؟ ما ویل چې شپون صیب محترم پکې څه وایي!

درناوی

واک

3 thoughts on “د شپون صیب د دوستم حلالې رایې/ محمدانعام واک”
  1. واک صیب دا نو څه نیوه که وه چې اشرف غني ولې تخلص نیمګړی کړ؟ما ویل پلان او پرو ګرام به یې رد کړې. ته نو رشی نه مو نده نو ډک زړه دې د هغه په شخصي کار تش کړ. دې ته پا ړسې کې وايي : فلي لي فس!!!

  2. څومره چې زه خبر یم اشرف غني احمدزي د تېر ځل تر انتخاباتو مخکې د احمدزي وروستاړی له خپله نومه لېری کړی و خو متاسفانه دا ځب هر ځای د ده له نوم سره د قبیلویت دا وروستاړی لولم او اورم.
    پاچا خان پښتنو ته ویلي و: پښتنو قبیلویت پرېږدئ ملت شئ.
    واک صاحب تاسو پښتانه په یوویشتمه پېړۍ کې قبیلویت ته تشویقوئ. د مرحوم داوود خان یو له ښو کارونو دا و چې قبیلوي تخلصونه یې منع کړل. راځئ افغانان شو کنې د افغانستان دښمنان له خدایه زموږ په واحد ملت کې نفاق غواړي
    که قبیلوي تخلصونه تاسو ته دومره مهم وي او بل یې په لېري کولو یا نهع لرلو محکوموئ ځان ته مو ولي قبیلوي تخلص نه دی غوره کړی.؟

  3. د تاند ښایسته پاڼې چلونکو ته سلام او ادب
    واک صیب نه پوهیږم چې څوک دی د لیکنې موخه یی شهرت دی چې شپون صیب پرې څه ولیکي بیا به د هغه اڼدول وګرځي او خلک به په لټه کې شي چې دا واک لا څوک دی چې استاد شپون پرې لیکلی دی
    ډاکټر اشرف غني چې هر نوم ولري زموږ یی پوهه په کار ده او د هېواد مشري او خدمت
    د چا خبره نانت را بخور پرده ته بکو واک صیب

ځواب ورکول ګل لالا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *