ممکنه ده د ستوني دشاتنۍ برخې جوړښت له حده زیات نرم او ځوړند وي او کله چې دغه کس ستوني ستغ څملي نو دغه حالت ستونی بندیږي او کله چې سا اخیستل کیږي نو خرهار کوي .
کله چې هو له ستوني ایستل کیږي دغه هوا هڅه کوي دغه خنډ له مخې لیرې کړي او په دې ډول خرس او یا خرهار رامنځته کیږي هغه کسان چې چاغ وي او لنډ ورمیږي لري تر نورو ډیر خرهار کوي.
دغه خبره باید وکړو چې پنځوس په سلو کې نارینه تر ښځو زیات خرهار کوي خو کله ناکله دغه خرها خطرناکه وي او تر ټولو خطرناکه حالت هغه وي چې په خوب کې تنفسي لاره بنده شي او کله چې تنفسي لاره بنده شي نو دڅو ثانیو لپاره ماغزو ته وینه نه رسیږي او تر ټولو کم عوارض به ېې دا وي چې دوه ورځې به ناروغ د سر له درده کړیږي . په سخت حالت کې حتي ممکنه ده د ماغزو دسکتې سبب شي.
د ستوني د شاتنۍ برخې په ډیرې نرمۍ سربیره اضافي غوښه او د پوزې د منځني هډوکي کوږوالی هم ممکنه ده دخر هار سبب شي.
په ټول کې هغه حالت چې دستوني دشانۍ برخه نرمه غوښه ځوړنده او سسته کړي ددې سبب کیږي چې خرهار وشي هغه کسان چې چاغ وي په دې برخه کې ېې وازګه ټولیږي او دا چاره ددې سبب کیږي چې د ستوني دغه برخه ښکته لوري ته وځړیږي .
هغه کسان چې ستوني ستغ څملي او هغه کسان چې شراب څښي یا دخوب درمل استعمالوي ، او یا انتي هستماین تر لاسه کوي ټول ممکنه ده خر هار او یا دشپې خورس رامنځته کړي .
لکه چې مخکې مې وویل ممکنه ده د پوزې په لارو کې د اضافي غوښې او یا دهډوکي دکوږوالي له امله هم دغه ستونزه رامنځته شي دغه راز په ماشومانو کې د تانسلونو پړسوب هم یو اصلي علت کیداي شي پر دې سربیره هر هغه شی چې تنفسي لاره بنده کړي منجمله استما یا سالنډي هم دشپې له پلوه د خرهار سبب کیداي شي .
د دې خبرې معني دا ده چې کله یو څوک خورس لري باید ډاکټر ته مراجعه وشي او اصلي علت ېې پيدا شي خو کوم وخت باید حتماً ډاکټر ته ورشو :
کله چې دغه کس له حده زیات خر هار کوي او ورسره کله ناکله سا بیخي بنده شي باید حتماً داکټر ته ورشي ، ځکه چې ممکنه ده ساه ېې بیخي بنده شي.
هغه کسان چې د شپې دخوب له خرهار وروسته د ورځې له پلوه خوبولی او ستړی وي باید حتماً ډاکټر ته ورشي ځکه دا په دې معني ده چې کافي اکسیجن ېې بدنه ته نه دي رسیدلي.
هغه میندې چې حامله دي او خرهار کوي باید ډاکټر ته ورشي ځکه په دې ډول په خیټه کې موجود ماشوم د اکسیجن له کمښت سره مخامخیږي.
ځینې وخت که بالښت اوچت وي ممکنه ده خر هار ورسره کم شي .
د CPAP په نامه یوډول وسیله هم جوړه شوې چې په ځینو هیوادونو کې ترې استفاه کیږي دغه اله د هور فشار زیاتوي او په یو ماسک سره د پرپوزې نصب کیږي او دهوا په فشار سره ددې سبب کیږي چې د ستوني دشاتنۍ برخې لاره پرانیستې پاتې شي .
که نور علتونه پيدا نه شول او نورو لارو ګټه ونه کړه یو وړوکی جراحي عملیات هم ممکنه ده مرسته وکړي او په دې ډول هغه برخه چې نرمه او سسته وي لیرې کیږي .
لکه چې وویل شول باید ددې ستونزې اصلي علت ډاکټر ته په ورتګ سره پيدا کړئ خو ځینې وخت په ځینو رودو سره ممکنه ده دخر هار مخه ونیول شي:
زیاتره کسان چې خرهار کوي چاغ کسان دي دغه خبره ثابته شوې ده چې که وزن کم شي حتي که څلور کیلو ګرام وزن که کم شي ممکنه ده دغه ستونزه ورسره حل شي .
ډیر خوراک او شراب ددې سبب کیږي چې د ستوني عضلات نرم او سست شي او د شپې له پلوه خرهار وکړي نو دشپې له پلوه کم خواړه هم ګټه کوي .
سیګریټ یو بل عامل دی که سیګریټ کم شي نو ممکنه ده خرهار ورسره کم شي دغه راز غوره ده په اړخ څملئ هغه کسان چې ستوني ستغ څملي تر نورو ډیر ممکنه ده خرهار وکړي .
که عادت نه یاست چې په اړخ څملئ یوه روده درسره مرسته کوي او هغه دا چې که دخوب دجامو په شاتنۍ برخه کې یو جیب وګنډۍ او یو نرم وړوکي توپ پکې واچوئ نو اجازه نه درکوي چې شپې ستوني ستغ څملي او په دې ډول عادت کوئ چې په اړخ څملئ .
ځینې وخت نرم بالښتونه هم د دې سبب کیږي چې هوايي لارې بندې شي که بالښت نه وي او یا کلک بالښت موجود وي ممکنه ده مرسته وکړي .
هغه کسان چې له پنځه پنځوس تر څلور اتیا کلونو پورې عمرونه لري په دریو کې یو ممکنه ده خرهار وکړي خو ددغو ټکو په پام کې نیولو سره که بیا هم خرهار ولرئ غوره ده ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړي .
دغه راز که حساسیت لرئ هغه معالجه کړئ کله چې سړی له پوزې ساه نه شي اخیستلی مجبوره دی له خولې ساه واخلي نو که پوزه مو بنده وي دهغه علاج وکړئ.
سلام، دکلینیک آدرس او د خرهار له امله دستونی عملیات بیه راته وویاست مننه