تاند- امریکايي څېړونکو د لومړي ځل لپاره داسي انسولین جوړ کړي چې خوړل کېږي.

انسولین هورمون د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره ضروري دي. د دوی په وینا دا انسولین یې ازمویلي او ګټور ثابت شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ په یوه راپور کې وویل څېړونکو د خوړل کېدونکو انسولینو د جوړولو لپاره د هورمون مناسب ډوز په یوه پوش کې، چې د ساتنې دنده لري، کېښودل او هغه یې په ۱۸۰ ناروغانو وازمویل؛ د دې تجربې پایلې وښوده چې له دې لارې ناروغانو په کافي اندازه هورمون ترلاسه کړي دي.

دا تجربه پر هغو ناروغانو وشوه چې په متفورمین بڼه یې تداوي نه کېده او د ګلوکوزو اندازه یې پر له پسې او په ځانګړي ډول د خوب په وخت نه کنټرولېده.

ویل شوي چې خوړل کېدونکو انسولینو د دغو ناروغانو د وینې شکر په کنټرولولو کې اغېز کړی او هیڅ راز جانبي عوارض نه لري.

د شکر ناروغي په بدن کې د انسولین په تولید یا مصرف کې د کمزورتیا له کبله پیدا کېږي.

انسولین داسي هورمون دی چې تریخی یې جوړوي او وظیفه یې د بدن د انرژۍ د سترې منبعې په توګه له شکر څخه استفاده ده.

لومړی ډول دیابت یا شکر، چې معمولاً له ماشومتوبه پیلېږي، د انسولین د تولید د کموالي له کبله رامنځته کېږي او یوازې د انسولین د کنټرول په وسیله یې مخه نیول کېږي.

6 thoughts on “د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره مهم کشف”
  1. دا خقیقت ماته نه شکاری زکه اول خو دا زیات دروع دی چی تریخی انسولین جوڑوی تریخی په واسطه انسولین نه بلکی د پانقراص ترشخ کیژی

      1. ژباړه ښه ده خو د تریخی په نوم په بدن کی یوه بله عضوه هم شته چی وظیفه یی د د ژیړو یا صفرا جمع کیدل دی.

  2. ستاسو خپلې ژباړنې سره م‌ؤخذ نه دی لیکلي. هیله ده چې په راتلونکې کې د هرې لیکنې م‌ؤخذ ولیکلشي، تر څو لوستونکي ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن وي. چې دا لیکنه له کوم جورنال نه اخستل شوي ده.
    مننه

ځواب ورکول دوکتور انور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *