ارشیف

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغان طالبانو د مشرتابه شورا موافقه کړې چې د افغانستان له حکومت سره دې د سولې خبرې پیل شي.

سره له دې چې افغان طالبانو او د هغوی ویندویانو رسماً تراوسه پوري دا راپور تایید کړی نه دی او مخکیني راپورونه یې هم رد کړي دي خو دي نیوز، ایکسپریس تریبیون او ځینې نورې پاکستاني رسنۍ وايي چې طالبانو په قطر کې خپل استازي قاري دین محمد ته ویلي چې پاکستان ته لاړ شي. دي نیوز وايي چې قاري دین محمد څو ورځې مخکې اسلام اباد ته تللی او بېرته قطر ته ګرځېدلی دی.

په عین حال کې ټاکل شوې چې قاري دین محمد د طالبانو د مشرتابه شورا له یوه بل غړي عباس ستانکزي سره ښايي ژر بېرته پاکستان ته لاړ شي.

له بلې خوا د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې د طالبانو استازي اوس د خبرو لپاره په پاکستان کې دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو هغه استازي چې مخکې یې په بیجنګ کې له چینايي چارواکو سره خبرې کړې وې، اسلام اباد ته رسېدلي چې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.

دا راپورونه وروسته له دې خپرېږي چې د افغانستان د حکومت ځینو چارواکو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به د سولې خبرې په راروانه مارچ میاشت کې پیل شي. تر دې هم وړاندې لوېدیځو دیپلوماتانو او د پاکستان د پوځ چارواکو ویلي وو چې طالبان خبرو ته حاضر شوي دي.

طالبانو مخکې په قطر کې له امریکایانو سره خبرې رد کړې وې خو اوس وايي چې له امریکایانو سره ږغېدلي دي.

طالبانو ویلي چې حاضردمه له چین سره په نژدې ارتباط کې دي او پر چین تر بل هر هیواد زیات باور لري ځکه چې د دوی په وینا چینايي مشران په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

د سولې د خبرو اړوند نور خبرونه:

ولسمشر غني وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو ته خوشبینه دی
د طالبانو د دوحې دفتر د ابتدايي خبرو لپاره بېرته پرانستل شوی
پاکستاني او افغان چارواکي تاییدوي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شوي
امریکايي چارواکو هڅه وکړه چې د افغانستان د سولې په اړه هندیانو ته قناعت ورکړي
د پاکستان پوځ خبرو ته د طالبانو تیاري په باب راپورونه تایید کړل خو امریکا رد کړل
طالبان له امریکایانو او افغان چارواکو سره خبرې کوي
3 thoughts on “د طالبانو استازي د افغانستان له حکومت سره د خبرو لپاره په اسلام اباد کې مشوره کوي”
  1. الله دي دا خبري اومركي زراو به يوه إنساني ،مسلماني،وطني،او بشردوستي فضا كي ختم او دا دوينو تو ءيده نور ودروي.

  2. نور طالبان په هیڅ صورت پانی کیدای نشي ځکه چه دا پروژه نوره کار آمده نده. طالبان به یا سوله کوی او یا به هم د داعش په لاس وژل کیږی. پاکستان به له دی پروسی څخه څو امتیازه اخلی: ۱- داچه خپل احسان به په آفغان حکومت ګدی چه یعنی دا سوله زمونږ په روغه وشوه کنه نو خو طالبان هماغه طالبان دی. ۲- د پاکستان نفوذ به په آینده حکومت کی زیاد وی او دا به ټول هغه طالبان وی چه اوس د پاکستان په مشوره او خوښه روان دی. سخت دریځه طالبان به ټول د داعش خوا نیسی او پاکستان به یو ځل بیا د طالبانو مشری کوی خو دا ځلی د داعش په نوم. ګنجي ولس مشرته دا بهتره ده چه په پاکستان هیڅکله باور ونکړی

  3. زه نه پو هیږم دا زموږ و ګړي څه خوري ولي او تې بوتې وایي ؟ په کرزي یې تور لګا وه چې روغه نه کوي په جنګ مشکل نه حلیږي، اوس چې اشرف غني پا کستا نیان همکارۍ ته تیار کړي یا تیار کړل شوي ډنډورې دي چې موږ په سو له کي هر څه له لا سه ور کوو نو بیا انتخاب همغه جنګ؟؟؟ تر کومه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ لږ انصاف

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *