تاند- د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسود واشنګټن او لندن ته د نوازشریف له سفرونو وروسته بالاخره ووژل شو.

د امریکا استخبارات وايي چې پر بیت الله مسود د پنجشنبې او جمعې ترمنځ شپه د بې پېلوټه الوتکې حمله وشوه. برید پر یوه موټر وشوه او په ترڅ کې یې پنخه تنه ووژل شول. په وژل شویو کې د حکیم الله مسود ورور هم شامل دی.

امریکا د ده پر وژلو یا هر راز معلوماتو، چې د دې د وژل کېدو سبب شي، د پنځو ملیون ډالرو جایزه ایښې وه.

نوموړی، چې په ۱۹۷۸ میلادي کال زېږېدلی و، د بیت الله مسود له وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوی و.

د بیت الله مسود تر وژل کېدو مخکې حکیم الله مسود د بیت الله مسود مرستیال او د فدایان اسلام په نوم د پاکستاني طالبانو د یوې ځانګړې ډلې مشر و.

حکیم الله مسود او حکیم الله مسود د ښوونځي په دوره کې له یو بل سره پېژندل. دوی د هنګو په یوه ښوونځي (ممکن مدرسه) کې درس وایه. حکیم الله په هماغه وخت ځان ته ذوالفقار لقب غوره کړی و.

په هماغه دوره کې د ده نوم د طالبانو په منځ کې په دې مشهور و چې په کلاشینکوف یې ښه نښه ویشتلی شوای. ویل کېږي چې په هغه وخت کې یوازې یوه بل کس، چې نېئک محمد نومېده، تر ده ښه نښه ویشتلی شوای.

په ۲۰۰۴ م کال دی د طالبانو د تحریک ویندوی شو او د ۲۰۰۷ میلادي کال په دوبي او د ۲۰۰۸ م کال په پسرلي کې یې د امریکايي ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو حملې تنظیم کړې. د ده د حملو له کبله د خیبر درې لار ۶ ځلي وتړل شوه.

حکیم الله مسود د ۲۰۰۹ م کال په اګست کې، چې ۱۸ کلن و، د ټولو طالبانو په خوښه د تحریک مشر غوره شو. دا هغه وخت و چې طالبانو لا د بیت الله مسود وژل کېدا ردوله خو د ده د مشرۍ اعلان د طالبانو د مخکیني مشر د وژل کېدا خبر تایید کړ.

له هماغې نېټې راوروسته د ده د وژل کېدو په اړه پاکستاني رسنیو او استخباراتو بې شمېره اوازې خپرې کړي دي.

د حکیم الله مسود د مشرۍ لا یوه اوونۍ نه وه پوره شوې چې د پاکستان خبري رسنیو ادعا وکړه چې حکیم الله مسود د خپل قوم ترمنځ د مشرۍ پر سر په جګړه کې وژل شوی دی.

سره له دې چې حکیم الله له دې اوازو څو ورځې وروسته له رسنیو سره خبرې وکړې خو د ده پرخلاف د پاکستاني رسنیو منظم تبلیغات پای ته ونه رسېدل او د ده د مرګ خبرونه یې تر هغو خپرول چې ګڼ شمېر خبریالانو ورسره له نژدې وکتل

6 thoughts on “د طالبانو افسانوي مشر بالاخره ووژل شو، حکیم الله مسود څوک و؟”
  1. حکیم الله محسود په خپله لنډه موده کی ووژل شو، لیکن زمونږ ړوند ملا چی ۱۸ کاله کیږی چی خلک یی له نوم سره اشنایی لری افغانان په وینو کی لمبوی او لا ژوندی ګرځي، اخر ولی زمونږ ړوند نه په نښه کیږی؟ ولی دده د خونکاری ډلی مشران نه وژل
    کیږی؟
    د حکیم الله محسود د وژلو پلان او مرګ د نواز شریف د امریکی له تګ څخه د مخه یقینی شوی وه او د نواز شریف امریکی ته تګ د ډرون حملو د بندولو پاکستانی طالبانو ته په سترګو کی خاوری اچول وه، دوی د پاکستانی طالبانو د غصی له ویری او د پاکستان
    د حالاتو د خرابیدو له ویری امریکی ته سفر وکړ تر څو خلکو ته نمایشی د ډرون د بندولو لپاره د امریکی څخه غوښتنه وکړه
    خو ددوی پلان له پخوا جوړ وه او پاکستان دولت یقینی وه چی حکیم الله محسود وژل کیدل لنډ شویدی.

  2. که داله درضا په خا طر ی جها د کواو کومه خود نما ی پکی نوی نو خدای پاک دوبخښی او که دجها د نوم نه په ګټه اخیسو نور د بر با دی او تبا هی کا رونه ی کول خدای پاک پ قبر کی په لټا ما نو ما رانو زاره زاره او ابدی جهنمی جوټکټی

  3. It is a very very nice news for all Afghans, because he staged alot of suicide attackers to kill our immaculate poeple throughout the Afghanistan. Now he will understand, to kill or save the lives. which one is nice for Allah.

    چې تل به دې نور وژل نن خو ته هم دا مزه وڅکه!و

  4. دهرچاسره الله حساب کوی ورونه که چاته نړی وال اشغال ګرپیسی ورکوی هغه چی هرسه کوی پروانه لری خوځنی لیکوالان فرتشه ګیډه کافرانیږی خپل اینده ته متوجه سی

ځواب ورکول اوښتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *