تاند- په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د پټو خبرواترو د پیلېدو په اړه بیا راپورونه ورکړای شوي خو نه شنونکي او نه هم طالبان د دغو پټو خبرو د بریالیتوب هیله لري.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو مقاماتو دغه اژانس ته ویلي چې لږترلږه د افغانستان د حکومت دوو وزیرانو په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له استازو سره په داسي وخت کې کتلي دي چې پاکستان له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د خبرو د بهیر له پیلېدو سره د مرستې لپاره د طالبانو په لسګونو غړي خوشي کول.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور پر اساس طالب مقاماتو وویل چې د متحده عربي اماراتو خبرو کوم پرمختګ ونه کړ او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ویلي چې له محبسونو څخه د طالب بندیانو خلاصون د طالبانو د دریځ په نرمولو کې مرسته نه ده کړې.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې د سولې او پخلاینې په اړه جوړجاړی خورا حیاتي بلل کېږي او باور کېږي چې د داسي یوې روغې په صورت کې به ممکن افغانستان بیا په کورنۍ جګړې کې له ښکېلېدو وژغورل شي.

اسوشیتید پری اژانس ته یوه طالب مشر، د نوم د نه څرګندولو په شرط ویلي چې دا ډله د ښکېلو خواوو ترمنځ د هغسي منځګړو غیرمستقیم منځګړتوب مني چې په نتیجه کې یې په نولس سوه ۸۹ میلادي کال د پخواني شوروي اتحاد پوځونه له لس کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووتل.

دغه طالب مشر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې لپاره خپل نوم نه ښيي چې د طالبانو مشر ملا عمر اجازه نه ده ورکړې چې په دې اړه له رسنیو سره وږغېږي.

دا اژانس وايي چې ډېر کسان لا هم سولې او پخلاینې ته د دواړو خواوو پر ریښتینولی شک کوي او وايي چې دا څرګنده نه ده چې حامد کرزی تر انتخاباتو مخکې له طالبانو سره د سولې غوښتونکی دی او که نه دی.

د دې خبري اژانس په وینا پاکستان، چې د سولې خبرو ته طالبان حاضرولی شي، وايي چې طالبان نه غواړي چې د حامد کرزي له حکومت سره وږغېږي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په زغرده ویلي چې د بندیانو خلاصون مرسته ونه کړه چې طالبان د کرزي له حکومت سره خبرې وکړي. د ده په وینا طالبان نه غواړي چې د کابل له اوسني حکومت سره وږغېږي.

سرتاج عزیز له امریکا سره د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو په هکله د کرزي د مخالفت په اړه وویل چې طالبان باور لري چې دا یوه لوبه ده او کرزی به بالاخره دا موافقه لاسلیک کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د طالب مشرانو په قول وايي چې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو له وتلو وروسته به هم دا ډله او نورې وسله والې ډلې د افغانستان د حکومت پرضد جګړې ته دوام ورکړي.

د دوی په وینا د طالبانو مشران غواړي چې له حکومت سره خبرې وکړي خو د دوی د جبهې قومندانان نه غواړي چې خبرې وشي بلکې هغوی د جګړې په زور د حکومت د پرزولو غوښتونکي دي.

4 thoughts on “د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې پټې خبرې”
  1. کله چې سرتاج عزیز د چڼو په استازیتوب دومره خبرې کوي نو په دې کې خو خر هم شک نشي کولی چې ړوند او لښکر یې د پنجابیانو له امر پرته تشناب ته هم نشي تللی.

  2. که‏ ‏طالبان‏ ‏خبری‏ ‏نه‏ ‏کوی‏ ‏نو‏ ‏تاوان‏ ‏به‏ ‏یی‏ ‏د‏ ‏چاوی‏ ‏دهمدغو‏ ‏خارو‏ ‏پشتنو‏ ‏که‏ ‏طالب‏ ‏ده‏ ‏که‏ ‏هر‏ ‏سوک‏ ‏نور‏ ‏که‏ ‏شی‏ ‏کوی‏ ‏دی‏ ‏خو‏ ‏دخپل‏ ‏غریب‏ ‏قوم‏ ‏غم‏ ‏دوخوری‏ ‏

  3. کوم څوک شته چي له دغو پنجکي دلالانو پوښتنه وکړى چي ستاسو دريځ خو ستاسو داوسني جگړي په ارتباط دبهرنيو ځواکونو شتون وه اوس چي هغوي هم وزي نو بيا جگړه دي څه لپاره؟؟؟؟؟قسم ده چي ٩٠فيصده خلک حتي د ټاليب له نامه کرکه لري څيره خو يي لا پريږده!!!

  4. د طالبانو اوسنی موقف د حکمتیار له هغه دریځ سره ورته دی چی کله د دوکتور نجیب الله رژیم سقوط په درشل کی وو. د دولت ځینو غړو غوښتل چی حکمتیار هم په راتلونکی دولت کی شامل وی او لږ تر لږه د پښتنو حاکمیت د هغه په موجودیت کی وساتل شی. مګر هغه د آی اس آی مشورو باندی عمل کاوه او تل به یی ویل چی نه رژیم باید د وسله وال برید په نتیجه کی سقوط وکړی او دولت بی له قید او شرطه مجاهدینو ته تسلیم شی.
    مونږ او تاسو ټولو د هغه ناکام سیاست ترخی پایلی ولیدی . مسعود چی د نواز شریف له خوا د افغانستان د دفاع وزیر ټاکل شوی وو تر ټولو مخکی کابل ښار ته ځان ورساوه او د قدرت په غصبولو سره یی دومره وینی وبهولی چی د کابل لښتی او سیند له سرو وینو ډک شو. د کابل ښکلی ښار په کنډوالو او د ارواحو د ښار په نوم ونومول شو .تش په نوم د دفاع وزیر ځان ته د یوه پکول په مقیاس د خیرخانی د کوتل یوه برخه کی د دفاع وزارت جوړ کړ چی بالاخره خبره تر خواجه بها الدین او کولاب پوری ورسیده او حکمتیار هم دومره ضعیفه او کمزروی شو چی آخر یی د خپلی ځوانۍ د دوری ملګری مسعود ته پناه وروړه او صدراعظم او دفاع وزیر جبری مهاجرت ته اړ کړل شول.
    طالبانو ته د آی اس آی مشوری کټ مټ هغه پخوانی منترونه او جادو په شان دی، صرف لوبغاړی یی نور دی. د افغانستان ملی ګټی ، د خاوری تمامیت، د اتباعو ساتنه، نړیوال دوستان او ملاتړ دوی ته هیڅ اهمیت نه لری. د طالبانو له اظهاراتو نه مخکی سرتاج عزیز وینا کوی او بیا دوی هغه په زور او زیر سره هغه تاییدوی.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *