په اوسنۍ نړۍ کې رسنۍ د خپل پراخ ارزښت له امله د حکومت څلورم رکن جوړوي .  د تبلیغاتو او رسنيو ارزښت به نړۍ کې ورځ تربلې ډیریږي او د سترو ځواکونو پام ځان ته را اړوي .

اوسنۍ نړۍ د تبليغاتو او رسنيو نړۍ ده د نړۍ ستر ځواکونه په دې لټه کې دي چې  د تبليغاتو له لارې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي هر لورى هڅه کوي چې د تبليغاتو له لارې د خلکو پر ذهنيتونو لوبې وکړي او له دغې لارې خپلې موخې ترلاسه کړي .

د هرې ورځې په تيريدو سره تکنالوژي بدلون مومي او په دغه برخه کې چټک پرمختګونه رامنځته کيږي چې د ټکنالوژۍ  په پرمختګ سره نوي تبليغاتي وسيلې هم رامنځ ته کيږي.

 انټرنټ، ایمیل، ويب پاڼې، فيس بوک، يوتيوب، ټويټر، کمپيوټر، ستلایت، عصري موبايلونه، راډيو ګانې، ټلويزيونونه او ورځپاڼې هغه تبليغاتي وسيلې دي چې تبليغاتو ته يې لاره هواره کړې.

په تبليغاتي وسايلو کې دغه پرمختګونه جګړه ييز تکتيکونه هم بدل کړي فزيکي جګړه يې په تبليغاتي او روانې جګړه بدله کړې بې له شکه چې تبليغات د خلکو ذهنيتونه، عقايد، احساسات او افکارو کې لوى بدلون رامنځته کوي.

د نورو سترو ځواکونو ترڅنګ اوس طالبان او القاعده هم تبليغاتي جګړو ته مخه کړې.  طالبان په پراخه کچه  له انټرنټ، ايميل، ويب پاڼو، فيس بوک، موبايلونو او ان تردې چې له ټويټر نه د خپلو تبليغاتو لپاره ګټه پورته کوي  چې یواځې ټویټر ۲۰۰ میلیونه کاروونکي لری.

 هره ورځ دغه ډله د خپلو جګړه ييزو فعاليتونو په اړه تازه معلومات له رسنيو سره شريکوي په وخت سره د دوي خبرپاڼې، پیغامونه او خبرونه د ایمیل، ويب پاڼو،  او موبایل له لارې په پښتو، عربي او کله کله هم په دري ژبو رسنیو ته ليږل کيږي.

دوي په خپلو عملياتو کې له ځان سره يو کمره مين لري چې د جګړې له ډګړه ويډيو او انځورونه توليدوي د طالبانو جنګيالي په پراخه کچه له فيس بوک او يوتيوب څخه د ويډيوګانو او انځورونو د خپرولو لپاره ګټه پورته کوي او له دې لارې يې ټولې نړۍ ته رسوي.

د دغې ډلې د مطبوعاتي کړنو څخه داسې څرګندیږي چې د دوی په مطبوعاتو کې ډیر تکړه او وړ کسان په دندو بوخت دي.

ځانګړې کسان د دوي په رسنیزه برخه کې لاس په کارشوي او د خبرپاڼو د جوړولو، د خبرونو د راټولولو، د ژباړې او ایډیټ، د تصویرونو او ویډیو ګانو ایډیټ، په یوتیوب کې د ویډیو ګانو ځای پرځای کول دجګړه ييزو ترانو چمتو کول او نورې مطبوعاتي چارې پرمخ وړي.

د طالبانو جنګي ترانې او ويډيو ګانې په پراخه کچه په يوشمير ولايتونو کې پلورل کيږي . ډيرى خلک په لرو پرتو سيمو کې د طالبانو له ويرې هم د دوي له ويډيو ګانو اوترانو ګټه پورته کوي چې دغه ترانې او ويډيو ګانې تبليغاتي جګړو ته لاره هواره کړې .

طالبان د خپلو ترانو، د نړيوالو ځواکونو د ظلمونو، هوايي بريدونو، او د ملکيانو د مرګ ژوبلې د ويډيو ګانو د خپرولو له لارې د ځوانانو له احساساتو ګټه پورته کوي د دوي جنګي احساسات راپاروي  او دوي ځان وژونکي بريدونو او جګړو ته هڅوي.

تجربو ښودلې چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دوي ترانې د افغانستان په ښارونو کې پرخلکو ډير اغيز درلود.

زمونږ ټولنه يو مذهبې ټولنه ده او افغانان هم تر ټولو خپل مذهب ته لومړيتوب ورکوي  طالبان خپل ترانې داسې جوړوي چې د ځوانانو په ذهنيتونو خوږ لږيږي او د ځوانانو جنګي احساسات راپاروي او له دې لارې جګړو او ځانمرګو بريدونو ته هڅول کيږي.

لیدل کیږي چې د طالبانو تبلیغاتي جګړه ورځ په ورځ پرمختګ کوي چې د کارپوهانو په اند که چیرې دا لړۍ دوام ومومي ډيری ځوانان به طالبانو ته مخه کړي او افغان دولت ته به ډيرې ناوړې پايلې ولري.

افغان دولت په ځانګړې ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته پکار ده ترڅو د مخالفینو د تبلیغاتو د مخنیوي او خنثی کولو په موخه خپل تبليغات پراخ کړي او له دولتي او خصوصي رسنیو سره خپل معلومات شریک کړي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

5 thoughts on “د طالبانو تبلیغاتي جګړه د پراخیدو په حال کې/ حفیظ احمد مياخيل”
  1. د مخالفینو لپاره چې هر څوک تبلیغات کوي په تیره بیا هغه څوک چې د دولت په څوکۍ ناست او د طالب ثنا او صفت کوي دا د افغان ولس او پښتنو سره لوی خیانت دی.
    ځکه موږ باید دا ومنو چې جګړه د طالب په قوت نشي ختمیدای بلکه د طالبي فکر له منځه وړل د هیواد او پښتنو د ښیرازۍ سبب کیږي.

    هر څوک چې د طالبي ذهنیت پر خپرولو بوخت وي او په ترڅ کې ېې یو څوک طالب کیږي او بیا څوک وژني او یا د بلچا له لاسه وژل کیږي، ګناه ېې د همدغه فیسبوکي او یا ترانه خوان تبلیغي په غاړه ده.

    راځئ افغانستان آباد کړو

  2. شیرانی جانه ده طالب دفیری¤ورکول دانسان دوس نه بهرخبره ده اوورسه خلاسیدل هم امکان نه لری

  3. بدبختی داسی شکاری چه زمونژ طالب او حکومتیان دواړه د یوځایه خوړل کوی، دلته هم مردار او کچه شان کسان دی او هغه هم په منځ کښی یی افغانان خمبیره کیږی. طالب هم د بل ډول ته ناسی او حکومتیان هم

  4. Sherani wora khabara de pa gul badala, kho da hare khabare so arakha v, mong na baid yaw arakh ta motawaje aw nor arakhona her ko, talib ka har sok dai, agha ham da Afghanistan hesa ta aw afghan yadege, Afghanistan hes kala na she abadawalai che dagha zangare dala hera ke, woror ta baid woror owaye aw che pa ar raqam kege rogha jura wasa wake… aw hara dala da khpal mowaja haq gane che khpal nazar aw khpal manshor tableegh kre aw khpal pawlawyan zyat kre,
    dera bakhana ghwarm che da pukhto da lekalo saholat na laram pa de computer ke.

  5. دا بیچاره شیرانی تراوسه دفیل په غوږ کی ویده دی، زه ورته یوه مشوره ورکوم که رادیو یا تلویزون نلری خیر دی ورځپانی اواخبارونه ګوره چه معلومات دی اضافه شی.

    طالیب اوحکومت یوورور دی، داچه چا په جنګ کړیدی هغی ته وای سیاست، نوره تشریحی نشم درکولی خدای دیی پوه کړه.

    په دیی یویشتمه پیړی کی دي خدای تعالا دغه ورور ته غیابی پوهه ورکړی ځګه زړه می دده په دي بی خبری ډیر ودردیدو.

ځواب ورکول Khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *