تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکو څو ورځو کې د دوی حملو ته ځان ټینګ کړي.

د پاکستان د نوای وقت اردو ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو اسلامي تحریک ویلي چې د خپل مشر حکیم الله مسود د وژل کېدو په خاطر به د پاکستان امنیتي ادارو ته سبق ورکړي.

د طالبانو د اسلامي تحریک ویندوی شاهد الله شاهد پرون د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې پر امنیتي ځواکونو د برید مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل:«موږ د پاکستان حکومت ته له امریکا سره د مرستې په خاطر د عبرت درس ورکوو.»

ښاغلي شاهد د بنو حمله د طالبانو لومړنی برید وباله، او ویې ویل:«د هیواد بېلابېلو سیمو ته ځانوژونکي استول شوي چې د مهمو حکومتي او پوځي چارواکو تر ځنګ د پیپلز پارټۍ، نشنل عوامي ګوند او د متحده قومي غورځنګ (ایم کیو ایم) مشران په نښه کړي.»

شاهد الله شاهد ویلي چې دغو درو ګوندونو د حکیم الله مسود د وژل کېدا ملاتړ کړی ځکه یې دوی د سزا وړ بولي.

د پاکستان ځینو نورو ګوندونو لکه د فضل الرحمن جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي د طالبانو د بریدونو له وېرې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له برید سره، چې په پایله کې یې حکیم الله مسود ووژل شو، په ظاهره مخالفت کړی دی.

طالبانو په وروستیو کې ویلي و چې خپلې حملې به پنجاب ته وغځوي.

د دغه تحریک د راولپنډۍ او شاوخوا سیمو مشر احمد علي انتقامي ویلي چې دوی به ژر د رالپنډۍ د پولیسو عمومي ريیس او مرستیال کمیشنر په نښه کړي ځکه چې هغوی د راولپنډۍ د وروستۍ پېښې په ترڅ کې د حمله کوونکو ملاتړ کړی دی.

د ده اشاره د عاشورا په ورځ پر سنیانو د شیعه ګانو برید ته وه.

3 thoughts on “د طالبانو تحریک: د پاکستان امنیتي ځواکونه دې زموږ حملو ته ځان ټینګ کړي”
  1. خوشحاله شوم څه طالبانو د آی،اس،آی په دوه مخی پالیسی ایله اوس سرخلاص اوګوټ څڼډنه یی وکړه۰

ځواب ورکول hosain ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *