تاند- د طالبانو یوه خواخوږې بریتانیايي ژورنالیسته وايي چې طالبان ځانمرګي بریدونه نه کوي بلکې دا ډول بریدونه شرغوښتونکي او د اسلام دښمنان کوي.

مریم یو ون ریډلي، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو پر رژیم د نړیوال ايتلاف د حملو په مهال په ننګرهار کې د طالبانو له لوري نیول شوې وه، د پنجشنبې په ورځ /فبروري۶/ په کراچۍ کې وویل:«اسلام د امن او زغم دین دی.»

دې چې د پاکستان د سند ایالت د مرکز کراچۍ په یوه مهمه دیني مدرسه (جامعه بنوریه عالمیه) کې له خبریالانو سره خبرې کولې، د ځانمرګو بریدونو او طالبانو د ارتباط د ردولو په اړه وویل:« اسلام چا ته د جوماتونو، ښوونځیو او مدرسو د ویجاړولو درس نه ورکوي، دا ډول کارونه د اسلام دښمنان کوي.»

مېرمن ریډلي د ۲۰۰۱ میلادي کال په وروستیو کې د طالبانو له لوري له لس ورځې بنده تر خوشي کېدو وروسته مسلمانه شوه.

مریم ریډلي، چې د طالبانو له لوري له خوشي کېدو وروسته د اسلام په اړه ژوره مطالعه وکړه، په دې تاکید وکاوه چې اسلام ښځو ته له نارینه وو سره مساوي حقوق ورکړي دي.

4 thoughts on “د طالبانو خواخوږې خبریاله وايي، طالبان ځانمرګي بریدونه نه کوي”
  1. هغه د اسماعل شاید خبره اوس یې خوند وکو
    طالب په ۹۹/۱۰۰کي په غاړه اخلي او دا اغلي یې ردوي دا د طالبانو څنګه خواخوږي ده چې کله یې خواخوږي د اسلام دوښمنان بولي مخالفین یې باید څه وبولي حېران دې ته یو چې له دې نه یې موخه څه ده دا خبر یې له طالب نه د کوم انتقام اخیستلو لپاره کړي

  2. هیوادمل صیب.
    څه یی چې ویلي دي ډیر ښکلي یې ویلي دي، البته زه یی هم تاییدوم ددې اغلې خبرې، او دا چې طالبان یې مصولیت په غاړه اخلي
    هغه هم شاید ستا په شان یو طالب ضد کس رسنیو ته ایمیل ولیږی او یا تلیفون وکړي او ځان د طالبانو ویاند معرفي کړي، بیا نو تا
    پسې څوک ګرځي
    او بله خبره دا چې اوس ستا پدې کې څه په خیټه درد دې

  3. د خوښۍ ځای به وی که هر بنی آدم په اسلام مشرف شی
    اسلام ډېر ښکلی دین دی ځکه حق دی او حق ښکلی وی
    خو خبره داده چه طالبانو کلونه پر خلګو حکومت وکړ خو د خلګو په اسلامی عطوفت او احساساتو کوم خاص بدلون ونه لیدل شو او حتی شاید ځینی کسان د طالب د کړنو او یا خپل لجاجت له امله اسلام ته ناخوش بینه شوی وی، اوس سؤال دادی چه زموږ د خلګو په ایمانونو کی طالبانو زیاد مثبت رسوخ او اغیز نه وکړ خو ددې انګریزۍ میرمنی پر ایمان ئې اغیز وکړ
    سړی ته شک پیدا شی
    انګرېز ددې ډول شیطانتونو لوی تخصص لری
    زه ددې مسلمانی! شوی مېرمنی څخه فقط دا یوه پوښتنه لرم چه
    ته له یوې خوا وائې چه اسلام ښځو ته مساوی حق وربخښلی دی او د بلی خوا شاهده وی چه طالبانو زموږ د خویندو او میندو سره د خپل حاکمیت په وخت کی څومره اسلامی ضد او انسانی ضد او افغانی کلتوری ضد خشن چلند درلود او تا د هغې په هکله نه هغه وخت خپله مبارکه خوله د اعتراض پنوم خلاصه کړه او نن هم پټه خوله ئې
    بله داچه دا ستا مسلمانی دومره ژوره!!! او اطمنانی!!! ده چه حتی د طالبانو په اصلی هسته او مرکز ورننوتلې ئې او دا حقیقت دی کشف!!! کړیدی چه طالبان انتحاری حملې نکوی او نه ئې کړیدیپه هر حال موږ ستا څخه یو خواهش لرو چه لطفاً دې طالب وړونو ته دی ووایه چه زموږ ؤلس ته ددې انتحاری خونړیو حملو مسئولین را وپېژنی او یا خپله صحرائي محکمه پر تطبیق کی
    بله غوښتنه مو ستا مسلمانی!!! خور څخه داده چه
    که کومه ورځ دی په لندن کی د خارجه وزارت خواته کوم قدم واهه زموږ لخوا ورته داسی زمزمه که چه
    موږ او تاسی دا یوسل او یو کاله راپدېخوایو بل سره پېژنو
    موږ ماشینی جنرالان او ماشینی مارشالان او ماشینی دیپلوماټان او ماشینی تکنوکراتان او حتی ماشینی مُلایان تولیدوو خو ستاسی تکنولوژی لږ لوړه ده او ماشینی او روباتی مسلمانی ښځی هم تولیدوۍ

ځواب ورکول Zalaand Storai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *