تاند- د وسله والو طالبانو دوو ډلو په خپل منځ کې د جګړې د بندولو او اوربند کولو پر سر موافقه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو دوو ډلو د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ په خپل منځ کې موافقه وکړه چې نور به د یو بل ضد نه جنګېږي.

د طالبانو ترمنځ اختلاف د سږ کال په جولای میاشت کې وروسته له دې پیل شو چې د ملا محمد عمر د مړینې خبر طالبانو تایید کړ او ملا اختر محمد منصور، چې د دې ډلې مرستیال و، د مشر په توګه اعلان شو.

د طالبانو یو شمېر قوماناندانو د منصور له مشرۍ سره مخالفت وکړ. د هغوی په منځ کې یو هم ملا منصور داد الله و چې وروسته د منصور د پلویانو له لوري په زابل ولایت کې ووژل شو.

رویټرز خبري اژانس وايي چې ناتایید شوي راپورونه یې ترلاسه کړي چې ملا اختر محمد منصور هم د همدغو اختلافاتو په لړ کې د دسمبر په میاشت کې ټپي شو.

د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو د ډلې ویاند او مرستیال ملا عبدالمنان نیازی بیا حتي وايي چې اختر محمد منصور وژل شوی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، د ملا رسول اخوند مرستیال ملا عبدالمنان نیازي ورته ویلي:«موږ پر اوربند او د اسیرانو پر تبادلې موافقه وکړه خو زموږ ملایانو ته اجازه ورنه کړای شوه چې له منصور سره وویني.»

ورته څرګندونې تاند ته د رسول د ډلې غړیو د پنجشنبې په ورځ کړې وې. (تفصیل یې دلته وګورئ)

ټاکل شوې ده چې د جنورۍ په یوولسمه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو ترمنځ د افغانستان د سولې د پروسې د پیلېدو پر لارو چاروخبرې وشي. وروسته به د همدغو هیوادونو له لوري په کابل کې بله غونډه جوړه شي.

د چارو کتونکي د طالبانو ترمنځ یووالی د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره ګټور بولي. دوی وېره لري چې که طالبان په دوو یا څو ډلو وېشلي وي، یوه خوا به سوله ومني خو بله به د هغې پر ضد د سولې مخالفت وکړي.

4 thoughts on “د طالبانو دوو ډلو په خپل منځ کې پر اوربند موافقه وکړه”
  1. Peace talk,peace talk, and peace talk but with hypocrites??? You will never see a positive result out of it, all they do is buying time and fooling Afghan government!!!!

  2. خبره چی د پردیو استخباراتو ده نو سوم ره ژر جور شول. اما کله چی د افغانستان دمصالحو خبره شی بیا نو په خو40 کاله هم روغن نه کژی.

  3. تاسې وګورئ دافغانستان د روانې غمیزې لپاره هېڅ جوړه نه کېږي او ددې لپاره چې د افغانستان د روانې غمیزې لمبی نورې هم پیاوړي شي نو دوره ژر سره جوړ شول او روغه یې وکړئ

    مه کوئ او خلکو دا وطن مه ورانوئ
    سوله وکړئ نور افغانستان مه ژړوئ

ځواب ورکول helal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *