تاند- د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو څلورمه ده خو لا هم د دې ډلې د مشرتابه شورا د نوموړي پر ځای نیوونکي سلا شوې نه ده.

پاکستاني رسنۍ، چې د طالبانو د کوټې شورا غونډې له نژدې څاري وايي، د کوټې او پېښور شورا غړي د طالبانو له یو شمېر قومانانانو سره، چې له افغانستانه ورغلي دي، بحثونو ته دوام ورکوي چې څوک د ملا اختر محمد منصور ځای ونیسي.

ډان ورځپاڼه، چې په انګلیسي ژبه خپرېږي، وايي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب د مشرۍ چانس زیات دی خو د نوي مشر د غوراوي بهیر به ښايي زیات وخت واخلي.

د پاکستان حکومت او طالبانو تر تېرې شپې پوري د ملا اختر محمد منصور وژل کېدا نه تایید کړې او نه یې رد کړې ده.

خو د طالبانو د مشرانو غونډې په زغرده ښيي چې دا ډله د خپل مشر مرګ تاییدوي.

د پاکستان ډان نیوز ته د آی ایس آی پخواني افسر او له طالبانو سره بلد متقاعد ډګرمن محمود شاه وویل:«د طالبانو شورا ته به دا ډېره سخته وي چې داسي مشر غوره کړي چې مخالفت ورسره نه وي ځکه چې د طالبانو په منځ کې ګڼې ډلګۍ جوړې شوي دي.»

محمود شاه ادعا وکړه چې دا ځل به د طالبانو د نوي مشر غوراوی (د پخوا په پرتله) اسانه کار نه وي:«منصور ملا عمر ته خورا نژدې و او عملاً یې دوه کاله د ملا عمر په غیاب کې په پټه د طالبانو تحریک اداره کړ.»

ده همداراز وویل:«د ملا محمد اختر د ډېرې تجربې او پلان په وجه حتي د امریکا متحد ایالتونه ونه توانېدل چې تر دوو کلونو پوري پوی شي چې ملا عمر مړ شوی دی.»

حاضردمه د طالبانو د مشرتابه شورا په وړاندې څلور احتمالي کاندیدان شته چې د هغو له منځه یو مشر وټاکي.

د هغوی په منځ کې یو هم د حقاني شبکې مرستیال سراج الدین حقاني دی خو باوري راپورونه وايي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو د نوموړي له مشرتابه سره په دې مخالفت کړی چې په تور لیست کې دی او که مشر شو پر پاکستان به د امریکا او نړیوالې ټولنې فشار نور هم زیات شي.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر او د طالبانو خواخوږی رستم شاه مومند وايي، له سراج الدین حقاني سره د طالبانو مشران هم مخالفت کوي ځکه چې نوموړی د طالبانو په منځ کې ځان ته بېله ډله لري، که څه هم ده په وروستیو کې خپله ډله له طالبانو سره یوځای کړې خو لا یې هم اکثره طالب مشران خپل  نه بولي.

دوهم کاندید د منصور مرستیال او د سیاسی چارو سلاکار ملا هیبت الله دی. دوه نور احتمالي کاندیدان د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان او د ملا عمر زوی ملا یعقوب دي.

د امریکا ولسمشر ویلي چې منصور د سولې مخالف و ځکه له منځه یووړل شو.

خو رستم شاه مومند وايي چې منصور د څلور اړخیز ګروپ له لوري د سولې د وړاندیز شوې پروسې مخالف نه و.

«منصور نه په اروپا کې، نه په روسیې کې، نه په چین او نه په مري کې د سولې له هیڅ خبرو سره مخالفت نه و کړی.»

خبریال، د سیاسي چارو کتونکی او له آی ایس آی سره نژدې رحیم الله یوسفزی وايي:«د معلوماتو له مخې د ملا عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو بېلابېلې ډلې مني، د ملا رسول ډلې مخکې لا ویلي چې که ملا یعقوب مشر وټاکل شي دوی له نورو طالبانو سره یوځای کېږي.»

د طالبانو نورې سرچینې هم وايي چې ملا یعقوب به غالباً د دوی نوی مشر وټاکل شي ځکه چې د طالبانو اکثره مشران د نوموړي د مشرتابه پلویتوب کوي.

خو ترڅو چې د منصور ځای ناستی نه وي ټاکل شوی سراج الدین حقاني او ملا هیبت الله به د طالبانو مشري کوي.

منصور د تېر (۲۰۱۵) کال د جولای په ۳۱مه د ملا عمر د مرګ له اعلانېدو وروسته ځان د طالبانو مشر اعلان کړ.

ادعا کېږي چې د طالبانو د مشرتابه شورا اکثره غړي یې د مشرتابه مخالف ول خو د پاکستان پوځ او استخباراتو د نوموړي ننګه وکړه.

د منصور پر مشرۍ د اختلاف له کبله د لومړي ځل لپاره د طالبانو په منځ کې خونړۍ جګړې وشوې خو له دې کبله چې پاکستان د منصور ملاتړ کاوه، مالي او تسلیحاتي امتیازونو ورسره مرسته وکړه چې د ملا محمد رسول ډله د ده د ډلې په نسبت کمزورې شي.

د طالبانو ویندویان د منصور په مرګ پټه خوله دي

په همدې حال کې د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي په خپله وروستۍ خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې په هلمند کې د طالبانو د ځانبولي والي د وژل کېدو اوازه رد کړدې ده.

ده ویلي چې د کابل او هلمند وارخطا چارواکو د هلمند لپاره د طالبانو د والي ملامزمل د وژل اوازه خپره کړې او ویلي یې دي چط ګواکي نوموړدی د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

قاري یوسف احمدي د خپل مشر ملا اختر محمد منصوري د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “د طالبانو د تحریک نوی مشر به څوک وي؟”
  1. هی هی څه خوند کوی چې د بې ګناه افغانانو قاتلین وژل کیږي، د ملا منصور خو یی … ور ډډه کړه که بل د پاکستان غلام یی و ټاکه د هغه هم خیر نشته او الله به یی همدغسي شرموی.

    طالبه تاته وایم هغه کنړ کې مو چې د یوې مور څلور ځامن په یوه ورځ انتهاری کې شهیدان کړل دا ټول د هم هغی ازار دی… او تاسو ته دی ډالې وی…

  2. په طالبانو د امریکا ډرون الوتکی اموخته شوی ، نور به څوک د دوی مشرتابه ته هم زړه ښه نه کړی. ښه به دا وې چې نور د خدای ج حکم ته غاړه کیږدی او د مبارک کلام ارشاد « والصلح الخیر » ته ځان تسلیم کړی او که نه وی همداسې کباب به ترې جوړوي چې بیا به یی مړی هم ونه پيژندل شی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *